ادبي لیکني

علامه اقبال ــ د ختیځ ستر شاعر او نابغه

عبدالرحمن عابد

پرون (د اپرېل) په ۲۱ مه د د ختیځ د ستر شاعر او نابغه لیکوال علامه اقبال د مړینې ۸۲ کلونه پوره شول. که څه هم د ده د پیداېښت په کال کې اختلاف دی؛ خو زیاتره تاریخ پوهان وایي: چې هغه د ۱۸۷۷ کال د نومبر په ۹ مه د اوسني پاکستان په سیالکوټ سیمه کې دې نړۍ ته راغی. د پلار نوم یې شېخ نور محمد و، چې په اصل کې یې له کشمیر سره تړاو درلود. پلار یې لومړی کې برهمن و او د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې یې اسلام قبول او سیالکوټ ته هجرت وکړ.

دی چې د شلمې میلادي پېړۍ ستر شاعر، لیکوال، قانون پوه، سیاستوال، صوفي او غوره شخصیت و، په دری او اردو ژبو یې ډیر شعرونه لیکلي دي. هغه چې په شاعر مشرق مشهور دی تر شل کلنۍ پورې یې په سیالکوټ کې ژوند تېر کړ، لومړنۍ زده کړې یې هلته وکړې او بیا لاهور ته راغی چې د خپل ژوند تر وروستي کاله هلته واوسېده.

نوموړي د سیالکوټ په مری کالج، په میونیخ، کیمبرج او لاهور پوهنتونو کې یې د فلسفې،، شاعري، سیاست او وکالت زده کړې؛ کړې دي. له اردو سره، سره په عربي، جرمن، دری او پنجابي ژبو هم ښه پوهېده.

اقبال د نړۍ له بېلا بېلو کلتورونو، ادبیاتو او جفرافیې سره ځان اشنا کړ، دی چې په برتانیوي هند کې دې نړۍ ته راغی له خپلو ګاونډیانو سره یې ځانګړې مینه وه. نوموړی افغانستان ته هم په سفر راغلی و او د وخت له شاه غازي امان الله خان سره یې کتلي و.

ده په نثر کې د علم الاقتصاد په نوم کتاب لیکلی.
په نورو ژبو یې هم کتابوه لیکلي:

اسرار خودی، رموز بی خودی، پیام مشرق، زبور عجم او جاوید نامه یې د دری ژبې مهم کتابونه او تصانیف دي.

په اردو کې یې کلیات اقبال، بانګ درا، بال جبریل او ضرب کلیم مشهور کتابونه دي.

فارس می ماوراء الطبیعیات کا ارتقاء او اسلام می مذهبي افکار کې تعمیر نو یې د انګلیسي کتابونه دي، چې اردو ته هم ژباړل شوي.

له دې ور هاخوا یې په اردو، عربی او جرمن ژبه کې ځینې لیکنې کړې او کتابونه یې لیکلي دي.
اقبال چې د اسلامي نړۍ په درد دردمن شاعر او لیکوال و، د مسلمانانو ترمنځ ټولو درزونو او بې اتفاقیو ته ځورېده.

دی له دې ټولو خدماتو او هلو ځلو وروسته د ۱۹۳۸ م کال د اپریل په ۲۱ مه لاهور کې مړ شو او د یاد ښار په شاهي مسجد کې خاورو ته وسپارل شو.

دلته یې یو غزل او د دری ژبې دوه بیتونه چې د افغانستان او افغان ملت په اړه دي؛ له پښتو ژباړې سره ولولئ:

اردو غزل:
ستاروں سے آگے جہاں اور بھی ہیں
ابھی عشق کے امتحاں اور بھی ہیں

تہی زندگی سے نہیں یہ فضائیں
یہاں سیکڑوں کارواں اور بھی ہیں

قناعت نہ کر عالم رنگ و بو پر
چمن اور بھی آشیاں اور بھی ہیں

اگر کھو گیا اک نشیمن تو کیا غم
مقامات آہ و فغاں اور بھی ہیں

تو شاہیں ہے پرواز ہے کام تیرا
ترے سامنے آسماں اور بھی ہیں

اسی روز و شب میں الجھ کر نہ رہ جا
کہ تیرے زمان و مکاں اور بھی ہیں

گئے دن کہ تنہا تھا میں انجمن میں
یہاں اب مرے رازداں اور بھی ہیں

پښتو ژباړه:
له ستورو نه وړاندې لا نوره دنیا هم شته
د عشق امتحانونه لا نور هم شته

خالي نه دې له ژوندونه دا هواوې
دلته سلګونه کارونونه لا نور هم شته

قناعت مه کوئ خلکو په رنګ او بوی یې
دلته نور چمن او شیان لا نور هم شته

که ورک شو یو مسکان نو څه غم؟
ځایونه د اه او فغان لا نور هم شته

ته باز یې پرواز ستا کار دی
ستا په مخکې اسمان لا نور هم شته

په دې ورز او شپه کې بند مه درېږه
ځکه ستا وخت او ځای لا نور هم شته

د تېرو ورځو په مجلس کې یوازې وم
دلته زما ملګري لا نور هم شته

دری ابیات:

اسیا یک پیکر اب و ګل است
ملت افغان در ان پیکر دل است
از فساد او فساد اسیا
از ګشاد او ګشاد اسیا

د عبدالباري جهاني منظومه ژباړه:

له اوبو خاورو جوړ شوی د اسیا عظیم بدن دی
د زړه ځای پکې نیولی د افغان ملت وطن دی

چې سمسور افغان ملت وي د اسیا زړګی به ښاد وي
چې زخمي زخمي په تن وي د اسیا کور به برباد وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد شاه

عبدالباري جهاني د دخپل د سويه او نضر سره برابر منضومي وژباړي،
د اقبال د منضومو د ژباړنو سړي بايد چه داقبال احساس ولري.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x