افغانستانخبرونه

د ولسي جرګې پلاوی: د حکومت په زندانونو کې «وحشت ناک» حالت او ستر ظلم روان دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳۹۹ل): هغه درې کسیز پلاوی، چې د ولسي جرګې له لوري د کابل د زندانونو د حالت د څېړلو لپاره ګمارل شوی وو، له زندانونو یې لیدنې کړې او د حکومت او بشري حقونو د بنسټونو تر زنه  لاندې حکومتي محبسونو کې یې روان حالت «وحشت ناک» یاد کړی.

د ګمارل شوي پلاوي په راپور کې راغلي، چې  په زندانونو کې د ماشومانو او ښځو تر منځ اخلاقي فساد ته لمن وهل کېږي، د محبسونو دننه د نشه یي توکو ستر تجارت روان دی، ماشومان او ښځینه زندانیانې نشه یي توکو اخته دي، د زندانیانو دوسیې نه څېړل کېږي او د اشرف غني د حکم په بنسټ د خلاصېدونکو زندانیانو په لست کې د هغو کسانو نومونه اچول کېږي، چې مسئولو چارواکو ته پیسې ورکړي.

ددې پلاوي مشر «شاپور حسن زوی» ویلي « په زندانونو کې ستر ظلم او د نشه يي توکو ستره سوداګري روانه د ه، چې د میاشتې نږدې یو میلیون ډالر عاید لري.»

سیمین بارکزی وایي، په زندانیانو باندې چپرکټونه او موبایلونه پلورل کېږي، فحشا وجود لري او زنداني ماشومان او مېرمنې اخلاقي فساد ته هڅول کېږي.

نعیم وردګ ددې پلاوي یو بل غړی دی، چې د زندانونو حالت یې له نږدې لیدلی، دی وایي « هغه زندانیان چې شدیده ناروغي لري، عمر بیخي لوړ دی او یا یې د زندان موده پوره کړې؛ نه خلاصېږي، چې جدي ستونزې يې جوړې کړې.»

د حکومت تر واک لاندې زندانونه چې تر دې وړاندې هم د فساد او بې عدالتي د مرکزونو په حیث مشهور شوي، مسئولین یې هم په یو شمېر ستونزو اعتراف کوي، خو وایي، دا بد میراث ورته له تېرو ادارو پاتې دی.

تېره ورځ هم د زندانونو د چارو د تنظیم مشر اعتراف وکړ، چې په زندان کې فحشا او اخلاقي فساد شتون لري او حتی د زندان ښځینه کارمندانې د نارینه کارکوونکو له لوري په جنسي ډول ځورول کېږي.

د زندانونو دننه د بې عدالتیو او فساد خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې په هیواد کې د کورونا ناروغۍ خپرېدو د زندانیانو په منځ کې ژوره ویره خپره کړې او وخت ناوخته یې هغوی شورش ته هڅولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

اوس ټوله نړۍ ددی حقیقت څخه سترګی نشی پټولی ؟چه د دیموکراسۍ په رنځ اخته هیواد کی کومی فجایع،اوکومی بداخلاقۍ نه کیږی ؟ ۱: په ارګ کی ،فساداوسکس ۲:په وزارتونوکی ،فساد اوسکس ،۳:په زندانونوکی فساد اوسکس ،۴:په هوټلونو کی سکس اوفساد .۵: دسپورت په ادارو کی فساد اوسکس .۶: دأمن په کورنوکی فساد اوسکس . ۷:په ښونځیواوپوهنتونونو کی فساد اوسکس ،۸:ددتقاعد په اداروکی سکس اوفساد .۹: په بګرام کی سکس اوفساد . اوهمداسی نور ؟ نواوس پوښتنه داده چه دانظام کافرانو دهمدی کارونو اودیته ورته کارونو ته منځته ته راوړیدی ؟ اودافغانان ئی اوداسیاسون ئی دچوکی اوډالروپه مقابل دی همدی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x