نظــر

فکري جګړې خطر او زیانونه

ابوبکر خپلواك

د غرب(باطل) فکري جګړه دغرب ترعسكري جګړې ډير خطرناكه ده!

ځکه چې هر وخت به یرغلګرو په خپلو عسکري استعماري جګړو کې یوازې خلك وژل، کورونه یې ورانول او زیرمې یې غلا کولې، چې دې ظلم به د مسلمانانو په زړونو کې نوره هم د وجي په اړه کرکه زياتوله، په خپل اسلام به نور هم ټینګيدل، او د مقاومت(جهاد) لپاره به تياريدل، که څه هم چې جګړه به په پيړيو پيړيو اوږده شوه.

خو د فکري جګړې خطر او زيان پدې کې دې چې دغې جګړې مسلمانان د غرب په زهرجن تمدن ولړل.

په مسلمانانو کې یې الحادي نظريات، بې دينه فرهنګ، غربي او باطل تقلید، په ناروا اعمالو ویاړ، او لويديلى اخلاق خپاره کړل، نوى نسل یې له اسلامي مفاهيمو سره داسې نا آشنا کړ چې د اسلام شريعت،خپل عقائد، تاريخ،ویاړونه او تمدن هر څه ورته پردي ښکاري، په هرڅه کې د غرب په فلسفه او معيارونو باندې باور لري، ویاړي او تقليد یې كوي؛ فکري جګړې یې وجدان او ضمير ته داسې ماتې وركړې ده چې اوس د غرب هر څه ورته حق او صحيح ښكاري، او د هغه خپلول ترقي، تمدن، هدف او خپل فرهنګ ګڼې او هر څه چې د غرب خلاف دي هغه ته ارتجاع، حماقت، او وروسته پاتې والى وايې.

غرب د فکري جګړې په نتيجه کې په اسلامي هيوادونو کې داسې يو نسل رامنځته کړ، حکومتونه او د چارو واګي یې ورته وسپارلې چې دغرب د استعمار ښه ځاى ناستي ثابت شول، ددغه نسل د افکار محور، نظريات، دژوند اخلاقي، اجتماعي، سياسي، او اقتصادي فلسفه له مستعمرينو څخه هيڅ فرق نه لري، د حقیقي مسلمانو په ځپلو او تعذيبولو کې تر یرغلګرو/مستعمیرنو هم ډير سخت زړي او وحشیان دي.

په فکري جګړه کې د مسلمان میشتو هيوادونو دغه ماتې خوړلی او د فکري جګړې پر مټ فتحه شوی نسل اسلام او مسلمانې نړۍ ته دومره تاوان ورسولو، چې بیا ځلې جبران يې ډیر زیار او کار غواړي او ورسره جوخت زموږ او ستاسو(لوستو ځوانانو) مسؤلیت زیاتیږي!

موخه: تاریخ ثابته کړې چې پوځي فتحه، بری، او تسلط دائمي بری ندی، بلکه هغه وخت ددې بری دوام ممکن کیږي چې فکري فتحه ورسره غبرګه او مله شي.

نو له ټولو لوستو ځوانانو، د نظر خاوندانو د اسلامي حریم له اصلي مدافیعینو هیله لرم چې د فکري جګړې په وړاندې خپل مسؤلیت اداء کړي،اسباب یې عام ولس ته په ډاګه ګړي، تر څو خپل ځوانان او ټولنه د غرب له فکري تسخیر څخه وژغورو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx