دیني، سیرت او تاریخ

مولانا عبدالغفار بريالی څوک دی؟

عبدالرحمان عابد

زوکړه:
مولانا عبدالغفار بريالی، کنيه ابوالفيض، په قوم کاکړ، د مولوي اخترمحمد (عبدالله) زوی او د غازي محمد معشوق لمسی دی. مولانا بريالی په ۱۳۱۰ هـ ش کې په ګېلان کلي ــ ډنډ ولسوالۍ ــ کندهار کې زېږېدلی دی.

کورنۍ:
درې مېرمنې، دوه لوڼې او شپږ زامن لري، چې نومونه يې دا دي: فيض الباري جان، وکيل احمد متوکل، خليل احمد رحماني، محمد حماد، جليل احمد او احمد فيصل.

زده کړې:
لومړنۍ زده کړې (قرآن کريم، ،فقه، عقايد، صرف، نحو، فارسي ادب او نور ابتدايي کتابونه) يې د کندهار ښار په شاوخوا کې له خپل پلار او ګڼو نورو ديني عالمانو څخه کړې.

له دې وروسته نورو زده کړو پسې پښين ته تللی او فنون، وړه او لويه د حديثو دوره يې بيا په پېښور کې کړې. د فضيلت پګړۍ مولانا عبدالرحمن بهبودي ور پر سر کړې. نور عالي ديني تحصيلات يې د هندوستان په یوه ديوبندۍ مدرسه کې په اعلی درجه سرته رسولي او هم يې هورې (ګجرات ــ هندوستان) يوناني طب لوستلي.

شعر، ليکوالي او څېړنې:
شاعري يې له زلميتوبه پېل کړې، د هغه وخت ځينې شعرونه يې د عبدالغفار زخمي په نامه په طلوع افغان کې نشر شوي. د شعر لومړنی لارښود يې اوښی (شاعر او ليکوال محمد شريف جانان) دی. له عبدالحميد بابا څخه ډېر متاثر و او هم د لوی شاعر پيرمحمد کاکړ پېرو پاته شوی. د شاعري سبک يې کلاسيک دی.

ليکنې يې هم کړې، چې وروسته به ترې يادونه وشي. د پښتو ژبې ځينې څېړنې يې هم ليدل شوې؛ يا ورکې دي يا چاپ ته نه دي رسېدلې.

دندې:
له زده کړو نه تر فارغېدو وروسته يې تدريس، امامت او خطابت ته مخه کړې. د مريدانو يوه حلقه يې هم درلودله، چې وظايف به يې ورکول او هم يې د يوناني طب په مرسته د ناروغانو وړيا درملنه کوله. د مولانا تر څنګ، درې واړو مېرمنو، يوې خور او خورزې يې هم په کورنيو مدرسو کې تدريس کاوه.

ژبې، مهارتونه او کتابونه:
مولانا بريالي په پښتو، دري، اردو او عربي ژبو روانې خبرې او ليکنې کولې. د قرآن قاري، غوره واعظ، خطاط او تکړه طبيب و، خو ډېر وخت يې درسونو، ليکنو، څېړنو او شاعرۍ ته ورکړی. او لکه څنګه چې مخکې مو يادونه کړه د طبابت له لارې يې هم خدمت کړی.

دغه ذکر شوي کتابونه او حواشي يې ځينې چاپ او ځينې ناچاپ دي:

د ابوالفيض پښتو تفسير، سيف الصارم (د فلکياتو باره کې)، د بخاري او مسلم شرحې، په عبدالغفور، سراجي او خلاصة الحساب باندې حاشيې، د چغمني رسالې او د ميراث ضابطه حاشيې او د مراح الارواح په شرحو، فلاح او حنفيه باندې شرحې.

شعرونه يې ډېر پخوا په کوټه کې د جزئيات بريالي په نامه او بيا د ده د زوی وکيل احمد متوکل له خوا د آهاړ په نامه دېوان کې خپاره شوي.

د اشعارو دېوان يې همداوس اوس يو وار بيا په کوټه کې صحافت کتابکور چاپ کړی.

د مولانا صاحب خپله ډېر شعرونه هم د کندهار او کوټې د محلي او نورو لويو سندرغاړو، لکه سردارعلي ټکر له خوا ويل شوي.

دا چې مولانا ولې له لوی کندهاره د باندې دومره مشهور نه دی، څومره چې بايد وای، لامل يې دا دی چې مولانا له رسنيو سره چندان علاقه نه لرله.

البته په ميوند ولسوالۍ، کندهار ښار او آن په پلازمېنه کابل کې اوس مهال ګڼ بنسټونه، لېسې او مدرسې د مولانا په نامه نومول شوې.

شهادت:
مولانا بريالی په ۱۳۵۷ هـ ش د حج د مبارکې فريضې له اداء کولو وروسته، کله چې د کندهار په هوايي ډګر کې له الوتکې کوز شو، په هماغه ورځ (د قوس په شلمه) بندي کړل سو، ويل کيږي چې د سرپوزي محبس ته يووړل شو. له زندانه يې کورنۍ سره ليکنۍ اړيکه درلودله، خو وروسته له څلورو مياشتو بيا دغه رابطه هم پرې شوه. د کابل د څرخي پله و زندان ته یوړل سو، غالبا په پلیګون کي د وخت د کمونېست رژيم له خوا دی هم د نورو بې ګناه هېوادوالو په څېر په ډېرې بې رحمي شهيد شوی وي.

د کلام نمونه:
که د زړه له تاوه وکاږمه آه
دا جهان به کړم شين دود لکه ګياه
هر ماښام چې باندې اوسېلم له غمه
ځکه واوړي د فلک جامه سياه
زمانې په خپل ستم يمه ژوبلی
صبحدم مې د ځيګر پر داغ ګواه
بې غمخوره و خواخوږي تنها ژاړم
مګر نسته بل ما رنګه حال تباه
د ذلت درياب ور کوز کړم له ساحله
اوس به کوم دستګير وکړي يوه نګاه
د طالع د بې رحمۍ په تېغ شهيد شوم
بې ويرژلو بل څوک نه دي را اګاه
زړه مې پوخ سو په لمرو د ناکاميو
سيوری نسته چې ترې ور وړمه پناه
زه په خپلو وينو غرق لکه بسمل يم
خندان خلک مې په سيل کړی واه واه
که په ټينګه مې اوس هم څوک دستګير سي
بريالی به سمه هله ان شاء الله

خو له زندان نه په دري ژبه ترلاسه شوي وروستي شعر کې مولانا بريالی په خپلو ځینو پخوانيو شعرونو ډېر پښېمان ښکاري، خدای خبر ولې؟ دا تاسې او دا هغه شعر:

بر خم شعر سنګ پرهيز ميزنم
دیوان شاعری به آبريز ميزنم
جز نعت آن حبيب که سالار کشور است
هر دفتری ز سينه به لبريز ميزنم
شستم کتاب خال و خط به آب ندامت
پرويز قلم ګشته به چنګيز ميزنم
ګر دانی جګر خويش را به آب توبه پاک
اين عرض را به ياريزی سرتيز ميزنم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلامونه د تاریاکو په حرامه معامله کی قارونی پانګه لاسته راوړل ( رحمت الله خان نورزی) او د کندهار د ښار په زړه کی د ارزښتمنو مځکو رانیول او پخې پخې او جګی ودانۍ آبادېدل او بیا د خدای او ځان او خلګو د تېر ایستلو لپاره د مدرسې جوړول او په همدې مردارو او حرامو پیسو د مدرسې د طلباوو او مدرسبنو تمویل د مسئلې یو اړخ دی امّا د مسئلې د بل اړخ په بطن به زیاتی ګوتی وهل مناسب نه وی. د خوښۍ ځای دی چی مرحوم بریالی د سفر په وروستیو رباطونو کی له شعر څخه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x