افغانستان

له توافقنامې سرغړونې؛ بدخشان او جوزجان کې بمبار لسګونه کورونه ویجاړ او ملکیان یې وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳۹۹ل):د حکومت او بهرنیانو له لوري د اوربند او اورکم له غوښتنو سره هم مهاله، په جوزجان او بدخشان ولایتونو کې بمبار د لسګونو ملکي وګړو کورونه له خاورو سره برابر کړي او  درنه مرګ ژوبله یې اړولې.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې  د ګډو ځواکونو له لوري د جوزجان ولایت د خمآب ولسوالۍ په مرکز او شاخوا کلیو باندې بمبارۍ او د ثقیله وسلو  په مټ بریدونه شوي، چې له امله یې د خمآب ولسوالۍ شفاخانه، یو باب مسجد او ۲۲ کورونه ویجاړ شوي، یوه ماشومه په شهادت رسیدلې، او ۳ تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې نن ماسپښین د بدخشان ولایت د مرکز «فیض اباد» اړوند «بند کوچنک» نومي سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبار په پایله کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون څلور تنه ملکیان وژل شوي.

طالبانو هم هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره شوي بریدونه غندلي او له توافقنامې څخه د سرغړونو دوام یې نومولی.

دغه بریدونه داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې طالبانو په قطر کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» او ورپسې «خلیلزاد» ته له توافقنامې څخه د سرغړونو بشپړ لست کېښود او د ملکي وګړو پر کورونو او ددوی پر جنګیالیو د شویو هغو بریدونو په اړه یې ورسره جدي خبرې وکړې، چې طالبانو له توافقنامې څخه «سرغړونې» بللې.

بل لور ته ملکی وګړي داسې مهال د ګډو ځواکونو د هوایي بریدونو تر دم لاندې دي، چې حکومت او بهرنیان په پرلپسې ډول له طالبانو د اوربند او اورکم غوښتنې کوي او له هغوی غواړي، د جګړې شدت کم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x