نړۍ

مصر جمعه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ غوایي، ۱۳۹۹ل): د مصر دار الافتاء اعلان وکړ چې سبا د پنجشنبې ورځ د شعبان میاشتې وروستی ورځ او جمعه به د روژې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

په ورته توګه په عراق کې د سني مذهب دارالافتاء اعلان وکړ چې جمعه به د روژې لومړۍ ورځ وي.

ځینو نورو هیوادونو تر اوسه اعلان نه دی کړی خو نن د چهارشنبې په ورځ هم د میاشتې لیدلو هڅه شوې وه، په ځانګړي ډول په بحرین، لبنان کې حکومت غوښتنه کړې وه چې د چهارشنبې په ورځ دي د میاشتې لیدلو هڅه وشي.

بلخوا سعودي، متحده عرب امارات، اردن، او سوریې حکومتونو اعلان کړی چې دوی به سبا د پنجشنې په ماښام د روژې میاشتې لیدلو هڅه کوي او ویلي يې دي که چا میاشت په سترګو یا دوربین ولیده، محکمې او چارواکو ته دي خبر ورکړ.

باید وویل شي چې د روژې مبارکه میاشت په داسي وخت کې راځي چې د اسلامي نړۍ په شمول د نړۍ اکثره هیوادونه د کرونا وبا له امله پر ځان را ټول شوي، پر سفرونو بندیزونه لګېدلي، مسجدونو او ګڼې ګوڼې څخه ډډه کیږي او د بیت الله شریفې د عمرې مراسم لغوه شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close