ورزش

د کرونا له کابو کولو وروسته، چین د نړۍ تر ټولو ستر فوټبال لوبغالی جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ غوایي، ۱۳۹۹ل): لکه څرنګه چې په چین کې د کرونا له کبله لګيدلي بندیزونه نږدې پای ته رسیدلي، ددغه هېواد یوه فوټبال کلب پریکړه کړې چې وضعیت یوه نوي پړاو ته بدل کړي.

د چین په ګوانژوو ښار کې پر یوه داسې فوټبال لوبغالي جوړولو کار پېل شوی چې په نړۍ کې به تر ټولو د زیاتو نندارچیانو ظرفیت ولري.

دغه لوبغالي ته د ګلاب په څير بهرنی ډيزاین ورکړل شوی چې تمه ده (۱.۷ ملیارده) ډالره لګښت پرې راشي او تر ۲۰۲۲م کال پورې بشپړ شي. ددې لوبغالي ډيزان د چین په شنګایي ایالت کې د امریکایي مسلمان ډیزاینر حسن سید د لومړۍ مفکورې په تعقیب جوړیږي.

ددغه لوبغالي عمارتي کار د تیرې پنجشنبې په ورځ پېل شوی، چې پرتله به یې د استرالیا سیډني ښار اوپيرا هاوس او د عربي اماراتو برج خلیفه سره کیږي، چې د چین فوټبال یو نوی مهم سمبول به نړۍ ته وړاندې شي.

ګوانژوو ایورګراندی کلب لوبډله له ۲۰۱۱م کال راهیسې په داسې لوبغالي کې لوبیږي چې د ۶۰زره نندارچیانو ځای کولو ظرفیت لري.

خو نوی لوبغالی به د ۱۰۰زره نندارچیانو ظرفیت ولري، دا به د هسپانوي کلب د برسلونا لوبډلې «کامپ نو» لوبغالي څخه هم ستر وي کوم چې له ۹۹۰۰۰ زیاتو کسانو ظرفیت لري. اوسمهال برسلونا لوبډله په نړۍ کې تر ټولو ستر فوټبال لوبغالی لري.

ګوانژوو ایورګراندې په آسیا کې او په ځانګړي ډول په چین کې یو له کامیابو کلبونو څخه شمېرل کیږي، دغې لوبډلې تر دې دمه د چین سوپر لیګ اتلولي اته واره ګټلې ده.

Inside 'Flower City' – Guangzhou Evergrande's new £1.36 BILLION ...

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx