شعـــــرونه

مشرملاصيب ته/ عمر عمري

عمر عمري

عظیمې مرتبې او مغفرت ملا عمره!
په برخه دې کړي رب درته جنت ملا عمره!

شفق هم په ژړا ؤ، سترګې سرې یې وې نيولې
اې! دومره دې له درد ډک ؤ رحلت ملا عمره!

سخت زړه يې ژړولی دی، باور وکړه بېلتون دې
کم نه ؤ له محشر او قیامت ملا عمره!

ها تا یې پېشګويي چې وه څو کاله وړاندې کړې
نن مات شو هغه لوی سوپر طاقت ملا عمره!

ستا عُجز، په تقواء او ديانت کې شُبه نه شته
منلی دې دی هر چا کرامت ملا عمره!

په دود، رواج، پښتو او په هېواد باندې له هر څه
إسلام ته دې ورکړی اوليت ملا عمره!

عرب دی، که عجم، يا کوم رښتونی مسلمان دی
په تا باندې وياړېږي ټول اُمت ملا عمره!

خټين کور، ملنګي، فقيرانه ژوند، تکلیفونه
دي هغه څه چې خدای یې پرې اوچت ملا عمره!

آن کړو دې دښمنانو إعتراف په ننګ، مېړانه
ته وې داسې هستي او شخصيت ملا عمره!

أميرالمؤمنين وې، بل سالار مو د کاروان وې
په زغرده به دې کاندو محبت ملا عمره!

مونږ ټول يوو ورته ژمن او لکه خپل کور داسې ساتو
دې تا يادګاري نښه امارت ملا عمره!

تاريخ يې په صفحو کې د اتل په نوم ليکلی
هم ډکې کارنامې دې د غيرت ملا عمره!

ستا شان دی خورا لوړ، د‌ (عمري) قلم به څه وي
او څه به دې پرې وکاندي صفت ملا عمره!

عمر عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx