دیني، سیرت او تاریخ

روژه او نبوي لارښوونې «لومړۍ برخه»

حامد افغان

روژه د بيداري او بدلون میاشت

روژې ته هرکلی
روژې ته د زړه له کومي هر کلی وایو، روژه هغه مبارکه میاشت ده چې لوی څښتن زیات فضيلتونه او برکتونه ورکړي دي، روژه د تقوی او صفا پسرلی ده او د مومنانو د زړونو او روحونو د خوشالي موسم ده. قران کریم د روژې په اړه مبارک ایتونه د روژې میاشتي په نوم ( شَهْرُ رَمَضَانَ)پیل کوي او وایي: د روژې میاشت هغه ده چې قران په کې نازل شوی دی، یعني د قدر په شپه کې یې نازلیدل پیل شوي دي، د خلکو لپاره د حق هدایت ده، په دې میاشت کې د هدایت دلایل روښانه شوي دي او د حق او باطل ترمنځ توپیر. شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ .

دا مبارکه میاشت د رحمتونو او برکتونو میاشت ده، په دې میاشت کې له اسمانه برکتونه راوریږي او ځمکه د الله له رحمتونو ډکه وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه صحابه کرامو ته چې زېری ورکوي هغوی ته فرمایي: تاسو ته د روژې مبارکه میاشت راغله، الله عز وجل یې پر تاسو روژې فرض کړې دي، په دې میاشت کې د اسمانونو دروازې خلاصيږي او د جهنم دروازې په کې بندیږي او سرکشه شيطانان په کې تړل کیږي، د الله په دې میاشت کې یوه شپه ده له زرو میاشتو غوره ده، څوک چې یې له خيره محروم شي نو هغه محروم شو. أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ، فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ، تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ، وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ، وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ، لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ، مَنْ حُرِمَ خَيْرَهَا فَقَدْ حُرِمَ .رواه البخاري ومسلم.

دا میاشت د الله د رحمت او هغه ته د عبادت د تمرين میاشت ده، د کال په اوږدو کې انسان دنیوي بوختياوو غافل کړی وي، الله جل جلاله او د هغه رسول په مومن غږ کوي چې په دې میاشت کې ځان له غفلته وڅنډوه، بیدار او اوڅار شه! او د الله بندګي ته تکړه شه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه حدیث په یوه برخه کې راغلي دي: د روژې په لومړۍ شپه کې … او اوازکوونکی اواز وکړي: ای د خیر غوښتونکیه! مخ راواړوه، او ای د شر غوښتونکیه! نور بس کړه او الله په هره شپه کې خلک له اوره خلاصوي. وَيُنَادِي مُنَادٍ : يَا بَاغِيَ الْخَيْرِ أَقْبِلْ ، وَيَا بَاغِيَ الشَّرِّ أَقْصِرْ ، وَلِلَّهِ عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ ، وَذَلِكَ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ.رواه البخاري ومسلم.

د دې مبارکي میاشتي مهم کار دا دی چې مومن له ځانه غفلت وڅنډي، بیدار شي او د زړه له میني د الله عبادت او بندګي وکړي، باید یوې خبري ته ډېر متوجه شو او هغه دا چې روژه او د روژې عبادت باید مخلصانه وګرځوو، باید دا عبادت د روح له تله وي، په مینه، اخلاص او زیاته توجه سره وي، زموږ ستونزه او مصیبت دا دی چې ډېری او د ډېرو عبادتونه تش رواجي او عادي غونده دي، روژه، عبادتونه، خیراتونه او نفلونه ټول له روح او نشاط نه خالي وي، څرنګه چې اکثره عبادتونه همداسي وي ځکه یې اغېز او اثر هم کم او په نشت شمار وي، بناء د عبادت کمیت ضروري نه دی کیفیت یې مهم ده .

بله مهمه خبره دا ده چې په ځانګړې توګه شتمن باید د مسکینانو او غریبانو لوږه او تنده احساس کړي، په روژه کې د شتمنو لپاره همدا مهم درس او عبرت دی چې د غریبو او خوارانو د لوږي او تندي احساس وکړي، نو په روژه کې د غریب او مسکین د ستونزو احساس د شتمن لپاره مهم عبادت ده، خو له بده مرغه ډېری شتمن په روژه کې خپل ځان او اولاد ته متوجه وي، د روژې لپاره په تياري کې د اصراف او بذر په ګناه ځانونه ولړي، که دوی د اصراف پر ځای اعتدال خپل کړي او له اړتیاوو زیات شی غریبانو ته خیرات کړي د اصراف له ګناه به یې ځان ژغورلی وي او هم به یې د غریبانو د ستونزو د احساس عبادت ترسره کړی وي.

یادونه : دا سلسله واره لیکنه ده، که ژوند و ټوله روژه به هره ورځ خپریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د حامد افغان ورور د ښکلی لیکنی څخه په مننی سره. د اسلام د ارکانو د پر ځای کېدو څخه هغه څوک خوند اخلی کوم چی ژور اعتقاد ولری. روژه واقعاً یو خوږ او ستر او رغوونکی عبادت دی کوم چی بې شمېره مادی او معنوی ګټی لری البته هر عبادت او یا هر دودیز او عنعنوی مراسم خپل ځانته مخصوص آداب لری، که څه هم د ځینو اجتماعی بې عدالتیو او ځینو حکومتونو او حُکامو او سترو شتمنو او سرمایه دارانو د خائنانه کړنو له کبله د اسلامی امت اکثره وګړی د سختی لوږی سره مخامخ دی او په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx