افغانستان

افغان سوله، ټرمپ له پاکستاني او قطري مشرانو سره تیلفوني خبرې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ غوايي، ۱۳۹۹ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان سولې په تړاو د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د قطر پاچا شیخ تمیم سره خبرې تیلیفوني خبرې کړې دي.

رویټرز خبري آژانس د پاکستان د لومړي وزیر عمران له دفتر څخه د خپرې شوې اعلامیې په حواله لیکلي، چې دواړو مشرانو د افغان سولې په برخه کې د امریکا په هڅو بحث او خبرې کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، عمران خان ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغان سولې بهیر ته د زمینې په برابرولو کې مرسته کوي؛ خو د هغو ګامونو په اهمیت یې هم ټینګار کړی چې کولی شي د سولې پروسې چټکتیا او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک څخه کابو دوه میاشتې په  تیرېدو دي؛ او امریکا نه ده توانېدلې چې له طالبانو سره کړې ژمنې عملي کړي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه تړون د ساتلو د هڅو په دوام له عمران خان وروسته د قطر امیر شیخ تمیم سره هم تیلیفوني خبرې کړي دي.

رویټرز خبري آژانس لیکلي، د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ او د قطر پاچا شیخ تمیم د خبرو په جریان کې ویلي، چې طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسیږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ټرمپ او تمیم دواړو په افغانستان کې د اوربند رامنځ ته کولو په اړتیا خبرې کړي او داچې په خبره یې طالبان د تاوتریخوالي کمولو او د سولې تړون باندې پاتې کېدو ته باید زمن پاته شي.

دوی دغه راز د افغان حکومت له لوري د زندانیانو خوشې کول یو ښه ګام بللی او په افغانستان کې یې د سولې هرډول هڅو څخه د ملاتړ ژمنه کړې ده.

ټرمپ په داسې مهال له طالبانو د اورکم غوښتنه کوي، چې تردې وړاندې ناټو، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال او روسیې په ګډون د سیمې ګڼو هېوادونو هم په یو اړخیز ډول له طالبانو د جګړې بندولو غوښتنه کړې وه؛ خو طالبان بیا استدلال کوي چې جګړه په دوی تپل شوې او د تلپاتي اوربند او سولې لپاره په کار ده په لاسلیک شوي تړون باندې عمل وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته هم په خپل ټویټر پاڼه په جوزجان او بدخشان ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا د هوايي بریدونو راپور ورکړ، چې په خبره یې دا کار له لاسلیک شوي تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.

تردې وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر مسئولینو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر ته له توافقنامې څخه د سرغړونو تر عنوان لاندې یو تفصیلي لیست سپارلی ؤ، چې د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا د هوايي بریدونو، توپچي بریدونو او شپینو چاپو په هکله معلومات په کې ځای شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

شیطانی امریکی بیا هغو درواغو او نخرو ته مخه کړی چی پخوا یی کول چی پاکستان دی دا وکړی او قطر او طالبان او ….دی دا وکړی لکه توافقنامه چی ګرسره نوی لاسلیک سوی . په کرااتو یی د لاسلیک سوی تواقنامی څخه سرغړونی وکړی او کوی یی . امریکی ! چی شل کاله نور هم د امپراتوریو پدی هدیره کی پاته سی بیابه مو هم امپراتوری همدلته ښخیږی او په مړو سترګو او ټیټو سرو به شرمنده او ناکامه وزی ، څه مکرونه چی مو زده وه هغه مو ټوله کار کړل نور څه ندی درپاته چی ویی کاروی… نور لوستل »

عبدالواحد

وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدَىٰ آمَنَّا بِهِ ۖ فَمَن يُؤْمِن بِرَبِّهِ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًا (13) سوره -الجن ۱۳.معنی: اوبیشکه هرکله چه موږ واوریدۍ هدایت نوموږ ایمان راوړۍ پرهغه پس څوک چه ایمان راوړی په رب خپل نودۍ به نه ویریږی له نقصانه اونه ظلمه —–آیاعمران پردی آیات عمل کوی دټرمپه نه بیریږی. حضرت عمرفاروق(رض)دیمن ابوموسی اشعری ته په یوه لیک کی فرمایی :قضاءیوه محکمه فریضه ده کم وخت چه یوه قضیه درته وړاندی سی پرهغه صحیح قضاوت وکه اوخپل حکم عملی که حق ویل چه عملی نسی ګټه نلری،آیا دماډل ټون قضیه عمران تطبیق کړه آیاپه پلستین اوافغانستان کی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx