نظــر

غل او مدافع

سيد عبدالرزاق

تیر کال د کابل ادارې یو لوړ پوړي چارواکي د ارګ په ځینو کړیو تور پوري کړ چي دوی د ولس په عزت لوبې کوي، د ملت د خویندو میندو عصمت چاک کوي او جنسي خواهشات پوره کوي، د چا د اړتیا څخه په غلطه استفاده د خپل باطني خباثت اطمینان تر سره کوي.

ارګ که څه هم د نوموړې تورونو ته کلک غبرګون وښود او دا هر څه یې تش تورونه وبلل، خو قانوني دائرې ته نه خپله حاضر شول او نه یې همدغه شخص احضار کړ، له بلې خوا تور لګونکي درسنيو حضور د ارګ غبرګون ته په تحدي سره دا اعلان وکړ چې څارنوالي دې مونږ ټول د قانون په شکنجه کې ودروي، زه به دا هر څه په ثبوت ورسوم، خو د نوموړي دا خبرې هم د هوا په څپو کې غائبي او د تل لپاره ورکې شوې.

له دې تورونو سره سم د بي بي سي ځینو خبریالانو د خپل تحقیق لپاره د هغه ښځینه و تلاش پیل کړ کوم چې ددې وحشت سره لاس او ګریبان شوي او د ارګ یا بلې کومې زور واکۍ له خوا ځورول شوې وې، د بي بي سي له اوږدو څیړنو وروسته دا جوته شوه چې ګڼ شمیر ښځې له دې زور واکانو له خوا نه صرف بې عزته شوي بلکه اوس هم د هغوی د ژوندانه سره لوبې روانې او لمحه په لمحه د هغوی ژوند له کړکیچ سره همدم و، اوس هم دوی ته د زورواکانو له طرفه اخطارونه ورکول کېدل او له دوی څخه د زور په وړاندې خپل خواهشات پوره کېدل.

بي بي سي دا هم څرګند کړه چې دا هر څه صرف تر ارګ پورې محدود نه دي، هره اداره خپل ترحده پوره ونډه لري، ځینو رسنیو خو د یوې ښځې دا ویډیو هم خپره کړه کومي کی چي دیوې ښځي خاوند دملي اردو په صف کي قتل شوی دی،اوس دده دکورنۍ دپاره ځیني مالي مرستیاوي ځانګړي شوي،دا ښځه چي دخپل حق اخیستلو په مټه یو ادارې له ځي نو هلته ددې نه دجنسي خواهش دپوره کیدلو ویل کیږي،دا دهغه ځای نه را بډ وهی او قاصي صاحب ته خپل شکایت وړاندي کوي، نو قاضي صاحب هم دخپل ارمان وړاندوینه کوي،دا سلسله په همدې شان تر ارګ پوري رسي.

دارګ دغه چارواکی چي دهمدې تورونو له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړې اوس یو ځل بیا پر هماغه پخوانۍ دنده ګمارل شوی او ده هم قبوله کړې او عزم یې کړی چي خپل کار به په پوره هوډ ترسره کوي.

سوال دا دئ چي آیا دافغان ملت دغه خویندي میندی به تر کومه داسي داور په درشل کي کړيږي؟ آخر ددوی ددرد مداوا به څوک کوي؟ ددوی دعزت او عصمت ساتنه به له چاله خوا پلي کیږي؟ کوم څوک چي دکابل دادارې لپاره خپل ځان په اور کبابوي دهغوی عزت لا هم تر پښو لاندي کیږي نو نورو افغانانو عام اولس ته به اطمینان له کوم اړخ اوجهت نه حاصلیږی؟

کله چي دکابل ادارې یو شخص خپله دنده پرېښودل او په ارګ یې تورونه ولګول نو ځینو ټامیانو به هغه دوني سر ته خېژاوه او فخر به یې کاوه،لیکن نن چي هغه یو ځل بیا په هماغه پخوانۍ دنده راغلو نو اولس ته معلومه شوه چي داهر څه دخپلو شخصي ګټو په اړوند و.

بل لوري ته که موږ وګورو نو دافغانستان یو غټ زور واکی دطالب په نوم یادیږی،اتلس کاله دهغه منفي اړخونه اولس ته په ګوته کېده او ددې مقصد لپاره هرڅه په بې ساري توګه خرڅېده خو اوسه پوري کومي رسنۍ او کوم بل چا دا په ګوته نه کړه چي دیو چا ناموس ته دي طالب په بد نظر کتلي وي،البته که رسنۍ دخپلو څیړنو لپاره اولس ته رجوع وکړي نو هغوی ته به لا داهم جوته شي چي طالب دناموس دفاع خپل مقاصدو کي یو غټ مقصد ګڼلی ده،او ددې عملي ثبوت به طالب نه بلکه اولس به یې په کراتو پیش کړي.

نو اوس دا قضاوت اولس له پکار دی چي څوک دناموس غل او څوک یې مدافع دئ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x