افغانستان

په کابل ښار کې د یوې هګۍ بیه ۶ افغانیو ته راښکته شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د کرهڼې، اوبو رسولو او مالدارۍ وزارت وايي، په پلازمینه کابل کې دا مهال د چرګانو د یوې هګۍ بیه له ۱۲ افغانیو څخه ۶ افغانیو ته راښکته شوې ده.

ددغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د روانې اونۍ سه شنبې په ورځ د کرهڼې او مالدارۍ خونې مسئولینو د چرګانو د تولید او واردولو له سترو سوداګرو سره د هګیو د بیو د کمولو په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

نوموړی زیاتوي، په دغه ناسته کې هېواد ته یوازې د ۳ بندرونو له لارې په محدوده کچه د هګیو د واردولو خبره وشوه، ترڅو د خلکو مشکلات حل شي.

د نوموړي په خبره، ددې خبر په اورېدو سره هغو سوداګرو او تولید کوونکو چې د احتکار او لوړې بیې پلورپه موخه یې هګۍ زیرمه کړې وې، په سمدستي توګه زیرمه کړې هګۍ بازار ته را وویستلې، چې له امله یې په بازار کې د هګیو بیه بیرته را ټیټه شوه.

رستمي دغه راز وویل: «نن په بازار کې یوه هګۍ د ۱۲ افغانیو پرځای په ۶ افغانۍ او پرېمانه کچه پیدا کېدل ددې ښکارندويي کوي، چې د وزارت لخوا د محدودې کچې وارداتو پرېکړې محتکرین څومره وارخطا کړل او زیرمه شوې هګۍ یې بازار ته راوویستلې.»

نوموړي ددې ترڅنګ ویلي، د کرهڼې وزارت هڅه کوي، ترڅو په کابل ښار کې د یوې هګۍ بیه پنځو افغانیو ته راښکته کړي.

په هېواد کې د کرونا وایرس د خپرېدو نه مخکې په کابل ښار کې یوه هګۍ په پنځه افغانۍ پلورل کېده؛ خو د کرهڼې وزارت چارواکي وايي، چې د بیو د لوړېدو اصلي لامل د یو شمېر سوداګرو لخوا «احتکار» ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx