روغتیا

د کرونا په اړه لس درواغ چې خلکو رښتیا او حقیقت ګڼلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ غوایي، ۱۳۹۹ل): د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا په اړه ځيني ناسم معلومات (افواهات) چې په خواله رسنیو کې د ياد وايرس په اړه خپاره شوي هيڅ ځانګړی غبرګون او مخنيوی نه دی کړی.

د تيرو څو مياشتو راهيسې په  ټولنيزو رسنيو کې د کرونا په اړه ۱۰ هغه خپاره شوي درواغ او افواهات چې عامو خلکو رښتیا ګڼلي او د کرونا مخنیوي لپاره یې په بشپړ ډول عملي کوي کتنه کیږي، په دې اړه د روغتيا نړيوال سازمان ځواب څه دی؟

دغه لس افواهات په لاندې ډول دي:

  • د ماشو له چيچلو  وروسته انسان ته کرونا رسيږي

د روغتيا نړيوال سازمان دا خبر ردوي چې ګويا د ماشو او نورو حشراتو د چيچلو له لارې انسان ته ياد وايرس انتقاليږي او په وينا یې تر اوسه یې داسې شواهد نه دي موندلي چې د ماشو او حشراتو د لارې دې کرونا انسان ته ليږدول شوي وي.

  • په ګرمو اوبو لامبل کرونا له منځه وړي

د روغتيا نړيوال سازمان د خپل فیسبوکي حساب له لارې دا خبر په کلکه ردوي چې ګويا په ګرمو اوبو سره د ياد وايرس مخنيوی کيږي، بلکې په ګرمو اوبو سره لامبل د انسان پوستکي ته لا زيان رسوي.

  • په پوزه کې د سپری او چکک اچول د کرونا مخنيوی کوي

د روغتيا نړيوال سازمان په خپل فیسبوکي حساب کې زياتوي چې په پوزه کې په مکرر ډول سره د سپری او  چکک اچول د ياد وايروس مخنيوی نشي کولی.

  • کرونا د مړو څخه ژونديو ته  ليږدول کيږي

مها طلات چې د منځني ختيځ لپاره د روغتيا د کنترول په برخه کې د روغتيا نړيوال سازمان سلاکاره ده وايي، کرونا وايرس له مړو څخه ژونديو ته نه انتقالیږي، ليکن ددې ترڅنګ بايد د کرونا د مخنيوي لپاره احتياطي تدابير په پام کې ونيول شي.

  • کرونا پر ځوانانو اغېز نه کوي

د روغتيا نړيوال سازمان له خوا په نويو څيړنو کې دا جوته شوې چې کرونا پر ځوانانو هم اغيز کولی شي، یاد سازمان په خپلو سپارښتنو کې ويلي چې ځوانان بايد د بوډاګانو سره د فاصلې واټن په نظر کې وساتي.

  • سګرټ څکونکي له کرونا څخه خوندي وي

د روغتيا نړيوال سازمان څخه په خپاره شوي خبر کې راغلي، سګرټ څکونکي د کرونا څخه خوندي نه دي، بلکې د سګرټ او د هغې نور ډولونه لکه شيشه او يو شمير نور د کرونا ګواښ نور هم زياتوي. او په اسانۍ سره یې نورو ته ليږدوي.

  • د نمونيا ضد واکسين د کرونا مخنيوی کوي

د روغتيا نړيوال سازمان دا خبر په کلکه ردوي چې ګويا د نمونيا ضد واکسين به د کرونا په ختمولو کې مرسته وکړي، ځکه کرونا يوه نوې ناروغي ده او ددې لپاره خپل ځانګړي واکسين په کار دي چې تر دې دمه نه دي ایجاد شوي.

  • په سرکې او يا مالګې سره غړغړه کول کرونا له منځه ځي

د روغتيا نړيوال سازمان وايي داسې هيڅ کوم شواهد نشته چې ګويا په سرکې او مالګې سره غړغړه کول د کرونا مخه ډب کړي، بلکې دا د يو عادي زکام په مخنيوي کې خپل رول لوبوي.

  • کرونا په مستقيم ډول سره د هوا له لارې انتقاليږي

څه موده وړاندې رسنیو داسې راپورونه ورکړي وو چې ګواکې کرونا د تنفس او د خبرو له لارې هم لیږدیږي، خو د روغتيا نړيوال سازمان په ډاګه کړې چې کرونا مستقیما د هوا له لارې نه انتقاليږي، بلکې د پرنجي یا ټوخي له لارې له يو انسان څخه بل ته سرايت کوي.

  • کرونا د 5G انترنیتي سیګنلو له لارې خلکو ته انتقاليږي

ځینې مبصرینو او پوهانو په تېره نږدې کې داسې څرګندونې کړې وې چې ګواکې کرونا وایرس یوه انساني اختراع ده او د فایو جي سیګنلو له لارې انسانانو ته انتقالیږي، د روغتيا نړيوال سازمان لخوا دا افواه ګټل شوې، دوی وایي، دا ناشونې ده چې کرونا دې د راديويي څپو، د ګرځنده موبايل سیګنلو او يا د 5G له امله له يو کس څخه بل ته انتقال شي.

پورتني لس هغه ناسم معلومات او افواهات دي چې د دیسمبر له میاشتې یا د کرونا وایرس له پېله د خلکو ترمنځ خپاره شوي دي، خو د روغتیا نړیوال سازمان په وینا دا هیڅ اصلي سرچینه نه لري او نه هم د یاد وایرس په مخنیوي کې ځانګړی رول لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x