افغانستانسولې اړوند خبرونه

کاناډا: روان سیاسي بحران د سولې پروسې شاته بیايي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ غوايي، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د کاناډا سفارت وایي، د افغانستان روان سیاسي بحران د سولې پروسې مخه نیسي او باید ژر تر ژره حل شي.

د کاناډا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا هیواد د کابل د روان سیاسي بحران له امله اندېښمن دی او باور لري، چې دا بحران د ښې حکومتولۍ په وړاندې ستونزې راولاړوي، د سولې پروسه شاته بیایي او د کورونا په وړاندې د اغېزناکې مبارزې په لاره کې خنډونه ایجادوي.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل له افغانستان سره د کاناډا د مرستو یادونه شوې او تر څنګ په ټولو سیاسي اړخونو غږ شوی، چې روان بحران دې ژر تر ژره پای ته ورسوي او په یوه متحده رهبرۍ دې سره راټول شي، تر څو وکولای شي د نړیوالې ټولنې لاسنیوی او ملاتړ جلب کړي.

کاناډا داسې مهال د کابل د سیاسي بحران له امله اندېښنه ښيي، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ اختلافات لا هم روان دي او عبدالله عبدالله په حکومت کې  خپلې ډلې ته د ځای پيدا کولو په موخه له خپلو سیاسي ملګرو سره په سلا مشورو بوخت دی.

تر کاناډا وړاندې هم ګڼو هیوادونو او نړیوالو ټولنو په حکومت غږ کړی وو، چې روان سیاسي اختلافات دې پای ته ورسوي او د یوې ښې رهبرۍ تشکیل  ته دې لاره پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

زه حیران یم چی طالبان چی کوم ترون لاسلیک کر له آمریکا سره د یو نوی حکمت په جوره ولو او له افغانستانه د اشغال ختمیدل، نو گورو چی آمریکا کوم فعلی نظام په کابل کی لرئ او اختلافونه په روان دی ، داسئ معلومیژئ چی طالبان یی صرف د یو کاغز پرمخ ته کینه ولی کله یو نوم په ژدی او کله بل، اصلان د طالبانو لاس ته سه ورغلال اولته لا خلگ یی تورنه وی چی صلحه نه وغوارئ کومه د جهاد انگیزه مظبوته چی وه هغه اوس ضعیفه شکاری، نه بندیان خلاص سول هیس هسئ وقت ده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx