نظــر

طالب جنګيالي سخت ترهېدلي وو

شفيع اعظم

جورج بوش نړۍ مخاطبه کړه چې يا موږ سره شئ يا له ترهګرو سره. ټولې مسلمانې او غېر مسلم نړۍ د جورج بوش په پلوۍ د لبیک نعرې سر کړې.

دا ځل د هټلر خلاف نړيوالې جګړې په پرتله هم يو لوی ائتلاف ايجاد شو. دوهمه نړیواله جګړه کې د ايټاليا او جاپان سربېره ډیرو نورو هېوادونو هم د هټلر څنګ ونيوه خو دا ځل عمر د امريکا په قيادت نړيوال ايتلاف ته په يواځې سر را ووت.

شمال کې د امريکا او ناټو چورلکو له اسمان او نظار شورا د زمکې لاندې په ټانګونو سپاره طالب جنګيالي تر اور لاندې ونيول. د يوه لوی فریب او توطیې له مخې یې قلعه جنګي، کندز او ليلي دښتې کې زرګونه اسير طالب ځوانانو لاسونه په خپلو لنګوټو تر شا وتړل او بيا یې کانټينرونو کې په هغه وحشي انداز قتل عام کړل چې اسمان او زمکه یې د اهونو ګواه وه.

د جنګياليو روحیه په ټوله مانا ځپل شوې وه. تبليغات دومره په اوج کې وو چې ټولو دا باور وو چې اسمان کې چورلکې په زروي او لايزري وسلو سمبال دي چې ټوپک او وسپنې ورسره په مخ کېدو ويلي کېږي. پداسې روحيه او داسې جنګيالو د ټولې نړۍ خلاف جګړه سخته وه.

عمر په کندهار کې د يوه ځايي سوداګر په کور کې مطرح طالب مشران راغونډوي څو تصميم ونيسي چې راتلونکی ګام به څه وي.

اطاق کې بیساری خاموشي خپره وه. ټول ويرې په سر اخیستي وو نه د جګړې د دوام وس وو او نه هم د خپل امير مقابل کې د دې احساس اظهار. بلاخره يو تن جرئت کوي، سکوت ماتوي او وایي چې اوس د نړۍ مقابل کې مقابله ګرانه ده. ډيری غړي په سکوت سره له دغه نظره د تاييد اظهار کوي.

خو برعکس؛ عمر په ککرۍ کې د مقاومت او مقابلې پلان لري خو اکثريت اراوو ته په احترام خپله پرېکړه په زور په نورو نه تحميلوي. همدلته د طالبانو د اسلامي تحریک له مشرۍ لاس په سر کېږي او مشري همدې مجلس کې ملا عبید ته سپاري او درې ځله غږ کوي چې اوس د امارت مشر زه نه، ملا عبید دی. ټول پوه سواست؟! څوک خو اعتراض نلري!؟ ټول د تاييد په پار خاموش وو.
عمر کلاشينکوف په لاس، څادر په اوږه اچوي او همداسې له خدای په اماني پرته له خپلو څو باوري ساتونکو سره له کوټې وځي.

د بي بي سي داود جنبش یې پوښتي چې تاسې د امريکا د برید په اړه څه غبرګون لرئ.

عمر په عجيبه قوي اعتماد او ايماني جذبه د مقاومت خبره کوي او همدلته د جګړې په پېل کې د امريکا د ماتې زیری کوي او زياتوي چې “تاسې یې منئ يا نه خو دا واورئ چې امريکا به د لېست له سره و د لیست و پای ته راځي”. دا وينا په هغه وخت کې ډیره مسخره بریښده او داوود جنبش په تعجبي شکل پوښتنه کوي چې تاسې د څه نويو وسلو بندوبست کړی څه بلا؟

ځواب کی یې وایي چې دا د وسلو خبر نده موږ به دا مېدان په الهي نصرت ګټو.

هو! ايمان ډیر لري او په کلام الله شريف کې د خدای دا وعده ډیرو اورېدلې او لوستي چې زه د مومنانو مرسته کوم، کوچنی د مومنو ټولی په لویو او ځواکمنو بريالی کوم خو يوويشتمه پيړۍ کې چې انسان تر غیبو زيات پر عقل او شته امکاناتو متکي دی په خدای داسې قوي باور صرف عمري ايمان او هوډ غوښت.

طالب مشرانو د ملا عبید په مشرۍ د وخت نوي تشکيل شوي حکومت سره د سولې خبرې پېل کړې. حامد کرزي ته د امریکا ځواب واضح وو چې طالب سره د سولې چانس نشته او دوه اپشنه دي چې زندان يا مرګ.
طالبان ناهيلي راځي خو امريکا، نظار شورا او د هغوی نور افغان ملاتړي د طالب په ماتې او کور کې پر کېناستو بسنه نکوي بلکه په کورونو یې يرغل وروړي، نيمه شپه کې یې د کور دروازې ماتوي او د بچيو مخکې یې په سر تورې خولۍ کش، په ډیر سخت شکنجه یي حالت لاس تړلي تر باګرام او ګوانتنامو بيایي.

طالبان د خپل ملنګ طبعيته او روحاني مشر حکمتي دريځ ته متوجه کېږي چې دوی لار ورکي شوي وو او ډېر ژر بېرته د خپل روحاني مشر لوی ملا صېب پر محور راڅرخي او د هغه تر روحاني اقتدار او امامت لاندې د ازادۍ پاتې مزل ته ادامه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بابرخان صحرائی

دہ ھمت غر وو

پتنګ

شفیق اعظم صیب الله د اجرونه درکړي زما دزړه ارمان او د سترګو لیدلی حال دې لیکلی دی . زه چې د طالبانو تحریک ته له اوله تر اوسه پورې ګورم نو داسې حالت هم راځي چې زړه مې ډير نری شي ، کله چې دمزار ، قلعه جنګي ، شبرغان او دشتې لیلې ظلمونه ، وژنې په ډير حقارت سره په وید یو یې حالت کې ګورم او خصوصا د جمي دوراند ایرلنډي وید یو ګانې!! د طالبانو لپاره یوه لاره پاتې وه چې هغه د پاڅون لاره وه ( یا مرګ یا مراد !). زه ډیر فلمونه لرم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx