افغانستان

بادغیس کې پولیسو خپل ۱۳ملګري وژلي او تښتېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یو شمېر پولیسو تیره شپه ددې ولایت په مرکز قعه نو کې د پوستې دننه خپل ۱۳ پولیس ملګري وژلي او تښتېدلي دي.

دا پېښه تیره شپه ناوخته د بادغیس ولایت مرکز قلعه نواړوند په لامان سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) د پوستې دننه یو شمېر  پولیسو په خپلو ملګرو ډزې وکړې.

د بادغیس د ولایتي شورا غړی بهاء الدین قادسي وايي، په دغه پېښه کې ۱۳ تنه سیمه ییز پولیس مړه، ۷ تنه ټپیان او یو شمېر نور بې درکه دي، چې په خبره یې کیدای شي طالبانو ته تسلیم شوي وي.

نوموړی زیاتوي، برید په داسې مهال شوی، چې سیمه ییز پولیس(اربکیان) په خپله پوسته کې ویده وو.

د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو لویدیځ په ۱۵ کیلو مترۍ کې پرته د لامان سیمه چې پخوا د کورنیو چارو وزارت اړوند عامه نظم پولیسو لخوا ساتل کېده، اوس هلته د سیمه ییزو پولیسو مرکز دی، چې د ملي امنیت لخو تجهیز او اکمال کیږي.

د بادغیس د ولایت، امنیه قومندانۍ او نور دولتي ادارو ویاندویانو تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په لیکو کې داخلي بریدونه زیات شوي دي،  وړمه روځ د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ په سې توت سیمه کې هم یو پولیس خپل ۵ پولیس ملګري ووژل او وتښتېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دا هیواد په رڼا ورځ او په ډیر وحشتت اشغال شو په لکونو او میلونو مظلوم ولس د دجالی استعمار په الوتکو او ټانکو په شهادت ورسید او رسیږی. دغه خره ملیشی ، پولیس او اربکان ولی د اشغالګرو او د اشغلګرو د غلامانو په قومانده د یو څو ډالرو د پاره خبل اولس او یا د ازادی غوښتونکی وژنی ؟ ځواب : د نوی نړیوال استعمار تر ټولو لوی استعماری فارمول له اشغال وروسته د ګوتو به شمار یا یو سلنه بیلونر او نور نهه نوی سلنه خلک د فقر او سواد له کچی شکته کوی او ښکته ساتی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close