نظــر

یو اوسپنیز سړی!

طارق بدر

شل کاله وړاندې دا خوب و، چې د ټکنالوژۍ په نیلي سپاره کفار او د هغوی ملګري به مو پر موټر سیکل سپور ځوان له پښو غورځوي، د نړۍ په سطحه به يې شرموي او ان هغه څوک چې کفر يې د ورکېدو او یا تسلمېدو اعلان وکړ، د دې وړ کېږي چې د روغې جوړې او ځان ایستو لپاره به زارۍ کوي، پر یوه مېز به کېني او همدا د موټر سایکل ځوان به نړۍ په سیاسي سټیج لوی او مهم سیال بولي!

خو یو څوک و، چې نه يې ایمان د پاټکونو انساني سپیو ولړزاوه، نه د بې دوه پنځوس کلسټر بمونو متزلزل کړ او نه يې د نړۍ په سطحه د خدايي د دعوه دار د اخطار پروا درلوده، دا سړی اوسپنیز سړی، چې هر رګ يې له ایماني جوشه ډک او ټول بدن يې د تقوا ژوندۍ نمونه و، دا سړی زموږ د سر سړی امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله و!

دا سړی د شریعت مجدد و، دې سړي وېشلی افغانستان سره یو، له پته لوېدلی افغانستان پتمن او د پاټک پر سر ولاړ سپي يې پر انسانانو بدل کړل، په تش لاس، په تشه اوږه خو له ایماني عظمته ډکې سینې سره!

پر موږ دا پرېښته سړی ځکه واکمن شو، چې ګناوې مو د پاټکونو په جمپونو کې توی شوې، خو کله چې مو د دې ستر نعمت کفران وکړ، نو الله جل جلاله را باندې سلامت کفر مسلط کړ، خو بیا هم همدا سړی، غر سړی او د ایمان مظهر سړی د دې کفر پر وړاندې ودرید، کورنۍ، ژوند، دولت، اولادونه او هر څه يې د الله جل جلاله لپاره قربان کړل!

شل کاله وړاندې يې وویل، چې د کفر سرلاري د خبرو له لارې مسئله حل کول نه غواړي، خو داسې وخت به راشي چې دوی به د خبرو زارۍ کوي، دا هوډ، دا عزم او دا باور يې هغه وخت درلود چې دلته ګڼ سرونه د روشنفکرۍ له دعوې سره سره د کفر پر بوټونو پر سجدو و!

دی باوري و، ځکه داسې لار يې نیولې وه چې نېغه خدای ته تللې، داسې ځوانان يې پرې وروزل چې ان تر ځان يې بمونه تاو کړل، خپل هډونه يې ذره ذره کړل، خپل ارمانونه يې لولپه کړل او خپلې دنګې ځوانۍ د موټر بمونو په لوخړو کې خدای ته نذرانه کړې، چې د کفر پښې يې ورېږدولې!

عمر پر افغان ملت د الله جل جلاله د لويې مهربانۍ په زړه پورې نمونه، چې تکرار يې بیا زموږ توبو ته اړتیا لري، چې له ګناهونو پاک شو، ایله به د عمري لارویانو د حکمرانۍ لایق شو!

رب العلمین دې پر امیر المؤمنین رحم وکړي، جنت الفردوس يې نصیب او لارویان دې يې پر نېغه لار سره واحد ولري!

آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

الله ج دی د دوی جهادی کړنی او شهادتونه قبول کړی او مونږ ته دی الله ج هم توفیق راکړی چه د دوی سپیڅلی لیار تعقیب کړو او د الهی نظام پلی کولو د پاره هلی ځلی ولرو

جمیل

امین یا رب العلمین

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx