نړۍ

دچین هیواد دهینګزو اوسوزو ښارونو مرستیال ښاروالان اعدام کړل

hangzhou_city(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۰) بیجینګ: دچین هیواد ددو ښارونو هینګزو او سوزو مرستیال ښاروالان درشوت اخیستلو اودخپلو دندو پروخت باندی بی شماره دولت جوړولو په تور دري کاله مخ کی دپولیسو له لوري نیول شوی ول، چي وروسته بیا په کال ۲۰۰۸ کی دواړه کسان دبی شماره بډو داخیستلو په تور په مرګ سره محکوم شول، په ۲۰۰۸ کال کي چی کله دواړه کسان په مرګ سره محکوم شول بیایی له حکومت څخه ددوي په حق کي درحم غوښتنه کړی وه، خو دحکومت له لوری ددواړو غوښتنه رد شوی وي

له چین څخه په رارسیدلی راپورکی ویل کیږی چي یوازی دیوه کس دارایی تر دری سوه لکه ډالره زیاته وه، اودغه پیسي یی ټولی دخپلو دندو په وخت کي ترلاسه کړی وي.

دغه ووچي نن دواړه کسان اعدام شول

بخت الرحمن بخت……………………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x