نظــر

د ملا صیب رحمه الله د تلین په مناسبت

حفيظ الدين پيرزاده
ستاکهلم سوېډن

د ملا صیب مرحوم د تلین د را رسیدو په مناسبت ځینو ملگرو راڅخه پر مرحوم د څه لیکلو ھیله وکړ‎ہ. ماته ھم ځان د ھغه اخلاص او عقیدت له مخې چې ملا صیب ته یې لرم، پوروړ‎ی ښکاریدہ او د څه لیکلو په تکل کې وم.

خو حیران وم څه ولیکم؟! د ملا صیب د شخصیت په کوم اړ‎خ لیکنه وکړ‎م. د مرحوم په زوکړ‎ہ او د یو غریب یتیم په څیر پر رالویدنه، اخلاقو، سوچه افغاني خویونو، تقوی، پاک نفسۍ څه وکاږ‎م او که د ھغه د مبارزې په مختلفو پړ‎اونو ؟! د ھغه په رھبریت او زعامت څه ولیکم او که په ادارہ او مدیریت یې؟!

یو ځل مې وپتیله چې پر مبارزہ یې څه ولیکم. د ملاصیب د مبارزې څلور بارز اړ‎خونه مې مخې ته کیښودل؛

۱-ملا صیب مرحوم له روسانو سرہ د جھاد په دوران کې د یوہ زړ‎ور مجاھد په رول کې

۲- ملا صیب له شر، فساد، لوټمارۍ، غصب او د وطن له تجزیې څخه د ژغورنې د ناجي په کرکتر کې

۳- د قدرت پر مھال له خپل نفس سرہ د مجاھدې په مبارزہ کې

۴- او بیا د غربي اشغال په مقابل کې د مجاھدینو د لارښود په بڼه کې

خو د مرحوم پر دې حمیدہ اړ‎خونو کما حقه څه لیکل راته د یوې لنډې مقالې له حوصلې پورته ښکارہ شو او بھترہ مې وگڼله د ھغه مرحوم د شخصیت یو مقایسوي جاج له نورو افغاني مشرانو سرہ واخلم. غوښتل مې پر ملا صیب او د مجاھدینو او نورو بي ۵۲ په وزرو سپارو راغلیو سیکولرو مشرانو تر منځ یوہ پرتلیزہ لیکنه وکړ‎م.

زہ په ھمدې سوچونو کې وم چې د وزیر گل زنگ راغی.

ما له سلام دعا پس خپله ارادہ ورته ښکارہ کړ‎ہ. د یوې لحظې لپارہ د تیلفون پر لیکه خاموشي طاري وہ، ما فکر وکړ‎، اړ‎یکه مو پرې شوې نو مې غږ‎ کړ‎: وزیر گله اواز درځي؟ ھغه وویل: ھو غږ‎ دې اورم خو نه پوھیږ‎م څه ووایم؟!! ستا پرتلیزہ لیکنه به دا وي چې د مجاھدینو فاسد مشران د جھاد له برکته د کورونو، جایدادونو او شتمنۍ خاوندان شول خو مرحوم ملا صیب نه خپله څه لرل او نه یې خپلو اولادونو ته حرام څه پریښودل.

ھغوی پر دین تجارت وکړ‎ او ملا صیب پرې غیرت . ھغوی پخپلو حزبونو او ډلو ټپلو کې قدرت میراثي کړ‎ که پخپله نه وي، زوی یا بل نژدې خپلوان یې ځایناستی دی خو د ملا صیب ځایناستی یې نه زوی و او نه کوم بل خپلوان.

سیکولر مشران لکه کرزی په غرب کې د تیلو په یوہ کمپنۍ کې مامور و او غني بیا د سود د ھغې منډۍ ( world bank ) دلال و، کومه چې غربي ښکیلاک د ضعیفو ملتونو د زبیښلو او ایل کولو لپارہ پرانستې دہ.

دا ډیر سپک او واړ‎ہ خلک ول چې پخپلو کلیو کې ھم چا نه پیژندل خو غربیانو یې شخصیتونه د خپل رسنیز ماشین او پیسو پر مټ ور وپړ‎سول او په موږ‎ یې را وتپل. خو ملا صیب د خپلو خلکو له منځه راپاڅید، وځلید.

حیات او ممات یې له خپل ولس او خلکو سرہ و. د دې مشرانو زامن، لوڼې او کورونه په خارج کې دي او افغانستان ته ھم د غربي پروگرامونو د عملي کولو لپارہ راغلي، خو ملا صیب داسې نه و.

ما وویل: ای شاباش وزیر گله! ھمدغه خبرې زما په سر کې ھم گرځیدلې او غوښتل مې چې و یې لیکم.

ھغه راته وویل: ھو زہ پوھیدم، خو دا شیان مه لیکه! دا پرتلیزہ لیکنه مه کوہ! ما په تعجب ترې پوښتنه وکړ‎ہ:

ولې یې و نه لیکم؟ ھغه راته وویل: د مرحوم ملا صیب پرتله له غلو، مفسدو، خاینو او گوډاگیو مشرانو سرہ به د ھغه له شخصیت سرہ نا انصافي وي! او دا چې ملا صیب خیانت نه دی کړ‎ی، قدرت یې نه دی میراثي کړ‎ی، وطن یې له تجزیې ژغورلی، غربي اشغال یې په گونډو کړ‎ی پخپل ځای ښې کړ‎نې دي خو په مقایسوي توگه باید و نه لیکل شي. سرہ له دې چې د ملا صیب دا اوصاف به د مسلمانانو په ډیرو نورو صالحو مشرانو کې ھم په لږ‎ او ډیرہ پیمانه و موندل شي خو ھغه څه چې ملا صیب له نورو جلا کوي، بل څه دي.

ما ترې سمدلاسه پوښتنه وکړ‎ہ: ښه، نو اوس ژر راته ووایه! ھغه څه دي؟! وزیر اوږ‎دہ ساہ راکاږ‎له او راته یې وویل: په صلیبي جگړ‎و کې د مسلمانانو تر مغلوبیدو او ورپسې د عثماني خلافت له ړ‎نگیدو را وروسته د ټولې نړ‎ۍ مسلمانان په دې اند و چې د شرعي نظام راتگ بیا شونی نه دی. د یوې سالمې او صالحې ټولنې اساسات باید یا په سیکولرزم او یا ھم په کمونزم ولاړ‎ وي. ډیریو ته یې داسې بریښیدہ چې د مترقي انسان د اړ‎تیاو پورہ کولو لپارہ باید نظام له ھمدې ډولونو څخه پر یو ډول متکي وي. شرعي نظام ورته نور خیال او محال ښکاریدہ.

ملا صیب مرحوم ورته په عمل کې ثابته کړ‎ہ چې د یوې رښتینې صالحې او سالمې ټولنې چې له ھر رنگ فساد، خیانت، سود، فحاشۍ او نورو رذیله اوصافو پاکه وي، جوړ‎ول یواځې او یواځې د شرعي نظام له لارې ممکن دی. ھغه د نړ‎ۍ مسلمانانو ته عملآ دا وښودہ چې د شرعي نظام اساس عدل دی او پر عدل ولاړ‎ہ ټولنه یې محصول دی چې ھیڅ غربي سیکولر یا د دیموکراسۍ په اصولو ولاړ‎ د نظام کوم بل ډول یې سیالي نشي کولای. ھغه په مسلمانانو کې د رښتیني اسلامي نظام د استرداد روح پوک کړ‎. مرحوم په یویشتمه پیړ‎ۍ کې د شرعي نظام مجدد دی!

اوس به د ملا صیب بله ځانگړ‎نه چې ھغه مرحوم له نورو جلا کوي، درته ووایم: ما وویل: مھرباني وکړ‎ہ! زہ ټول غوږ‎ غوږ‎ یم! وزیر گل راته کړ‎ہ: د وارسا تړ‎ون له ماتیدو پس، ناټو چې د امریکې او یورپ مشترک جنگي ماشین و، د فوځي تجھیزاتو او اقتصادي امکاناتو له مخې د ځان سیال نه لیدہ. د نړ‎ۍ ټول ھغه ھیوادونه چې د ناټو د تړ‎ون غړ‎ي نه ول، ورڅخه په ویرہ کې ول. د امریکې په یو تیلفون به د بې ھمته ھیوادونو تگلارې بدلیدې.

ملگرو ملتونو به د ناټو ھر ناجایز اقدام ته قانوني پرتوگ اغوسته. چین، روسیه او نورو لویو قوتونو ھم له ناټو
سرہ ښکر په ښکر کیدل نه خوښول او د ناټو خیلو ھر جارحانه او غیر قانوني اقدام ته به یې د میدان په پریښودلو عکس العمل ښودہ.

ھغه مھال د یولسم سپتمبر حادثه پیښه شوہ. امریکا لکه وحشي خښمیدلی فیل د ھیچا په خبرہ غوږ‎ نه نیوہ. ټولې نړ‎ۍ ته یې په جار وویل؛ یا زموږ‎ سرہ او یا زموږ‎ په مقابل کې. د نړ‎ۍ د سترو ھیوادونو لویو مشرانو حتی د بې طرفه پاته کیدو جرئت ھم نه درلود. د ټولې نړ‎ې په زعیمانو کې یوازې مرحوم ملا صیب د خوشال بابا د دې شعر په تعبیر چې وایي:

مست ھاتي خوني زمري په زنځیر کیږ‎ي
بویه دا چې زمانې ته ځان تربور کړ‎م

له ټولې زمانې سرہ ځان تربور کړ‎ او د ناټو او امریکې ناروا او غیر قانوني غوښتنو ته یې نه وویل! ھغه عملآ د اشغال په مقابل کې ودرید. موږ‎ ۱۷کاله پس ولیدل چې ھماغه خښمیدلی او مست فیل د تش لاسي او بې یار او مددگار حق لخوا په گونډو شو! د ملا صیب مرحوم ځانگړ‎نه دا وہ چې د ټولې نړ‎ۍ ضعیفو ملتونو ته یې د غربي ښکیلاک په مقابل کې د مقاومت او پاڅیدو زړ‎ہ او جرئت ورکړ‎! د ھغه مرحوم له مقاومت څخه پس که د نړ‎ۍ په ھر گوټ کې کوم مظلوم ملت د غربي ښکیلاک په مقابل کې عملي مبارزہ کوي، نو د ملا صیب د احسان مرھون به وي!

مرحوم ملا صیب په یو یشتم قرن کې د ټولو مظلومو او مقھورو ملتونو د ازادۍ د کاروان سر لاری دی.

زہ یې د دې قرن د استعمار په مقابل کې د سیاسي استقلال او ازادۍ مجدد بولم!!

ما د وزیر گل خبرې اوریدې او له سترگو مې بې اختیارہ اوښکې روانې وي. ما سرہ ھغه ته د څه ویلو لپارہ ھیڅ ھم پاته نه و یواځې دومرہ مې ور ته وویل: وزیر گله! رب دې زر کلن کړ‎ہ! زہ وعدہ کوم چې ھیڅکله به بیا له گوډاگیانو او خاینو مشرانو سرہ د ملاصیب مقایسه او مقارنه و نه کړ‎م!

دغه لامل و چې د ملا صیب تلین تیر ھم شو خو ما ھیڅ پرې و نه لیکل!!

د ھغه ستر انسان اروا دې ښادہ وي
________________

حفیظ الدین پیرزادہ
ستاکھولم سویدن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmad Shah

ما شاءالله ډېره پزړه پورې ليکنه ده الله ج دۍ اجر درکي جزاکم الله خیرا

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx