ټولنیزه برخه

ای د مسلمه امت ځوانه!

عمر زبير

ځوانان د یوه ملت تر ټولو قوي او پياوړى ځواک دى.

ځوانان دي چې د هر قسم حالاتو په تغیر کې پياوړى رول لوبوي،ځوانان د ټولنې د ملا تیر ګڼل کيږي، ځوانان دي چې نظامونه په پښو دروي او نظامونه را پرځوي.

الله تعالى هم په خپل کتاب قرانکريم کې د څو ځوانانو نمونې وړاندې کړيدي،لکه اصحاب کهف چې هغوی ټول ځوانان وو،همدارنګه حضرت ابراهیم خليل الله تنکى ځوان ؤ چې بوتان يې مات کړل،یوسف علیه السلام هم دخپلې ځوانۍ څو کالونه په بنديخانه کې تیر کړل… داخو هغه ځوانان ؤ چې کيسې يې الله تعالى په خپل کتاب قرآن کريم دعبرت په خاطر مونږ ته وړاندې کړې.

اوس غواړم درسول الله صلى الله عليه وسلم دامت دځوانانو ځينې کارنامې درته تقديم کړم.

د رسول ﷺ ټول صحابه کرام رضوان الله عليهم اجمعين ځوانان وو دهمدغو مخلصو او په دين مينو ځوانانو برکت وو چې دفارس او روم په شان لويې لويې امپراطوری ونړيدې، او داسلام مقدس دين دنړۍ ګوټ ګوټ ته ورسيد.

خو افسوس د نن زمانې په ځوانانو چې بې غمه بې درده اوبې احساسه خپل ژوند په عبثیاتو کې تیروي .

د تیري زماني ځوانانو به چې کله داسلام ضد عمل ولید دسر په بیه به یې دهغه د محوه کولو لپاره اقدام کولو ترهغه پورې به يې ادامه ورکوله تر څو به يې دغه اسلام ضد عمل محوه کړى نه ؤ،يا به دوى شهيدان شوي نه ؤ،او يا به يې بری او سوبه ترلاسه کړې نه وه.

چې نن مونږ ټول مسلمانان دهغه وخت په مسلمانانو او دهغوى په تاریخ ویاړو او افتخار پرې کوو.دبېلګې په توګه داسلامي تاريخ ځلانده ستورى تنکى ځوان محمدبن قاسم یادولای شو چې نو موړى په اوولس کلنی کې د یوه لوی لښکر مشري په غاړه واخسته هند او سند یې فتحه کړل.

اې دامت ځوانه راشه  ته هم د محمد بن قاسم لاروی شه،تاته نن امت ضرورت لري،نن ته هغه څوک شه چې په راتلونکى کې داسلام تاريخ او راتلونکي مسلمانان په تا باندې ووياړي،همدا ته دامت هیله او امید یې،همدا ته يې چې مظلوم امت ته دسر تاج شي، ته یې چې د مظلوم دفاع ته لبیک ویلی شې،ته یې چې د مظلومو او نا چارو مسلمانانو اوښکې پاکولای شي،ته یې چې د نړی په هر ګوټ کې و غواړي د مظلوم نه دفاع کولای شې ،ته یې چې بیرته د مسلمانانو تیر برم او عظمت را وستلای شې…

خو افسوس د نن زمانې په ځوانانو

د نن وخت ځوانانو د اسلام تیر تاریخ هیر دی خپل نومیالي ځوانان نه پیژني، په هر حالت کې د غرب تقلید کوي ، د غرب ځوان ورته ښه ښکاري، دغرب په تمدن باندي افتخار کوي،ډیمکراسي او سیکولریزم ورته تر ټولو ادیانو بهترین دین ښکاري، خپل صورت او سیرت دواړه دغربيانو په موډ برابروي،اسلام او مسلمانان ورته وروسته پاتې ښکاري،او دغربې کلتور دعملي کولو لپاره نه ستړې کيدونکې هلې څلې کوي،کله مو ډلینګ تر عنون لاندي په مسلمانانو کې غربې افکار نشرکوي کله د مینانو ورځ لمانځې او کله هم دغرب په لمسون داستعمار پروګرامونه ترویج کوي …

اې د امت محمدي ځوانه راشه لاس بډې کړه او د اسلام لپاره کار وکړه ځکه نن امت تاته ضرورت لري، سبا به تاته داسلام په تاریخ کې د قهرمان او نو میالي اتل نوم درکول کیږي په نوم باندي به د دمسلمانان افتخار کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دا بیان د حق وو که څوک سر خلاصوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close