نبوي سیرت

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپېڅلی سيرت/ دوهمه برخه

محمد الله عباس

د ستورو په لور پاملرنه او توجه او له هغو نه ئې يو شمير خپل معبودان ګرځول کومه دحيرنتيا خبره نه وه په قرانکريم کې د نوح (علیه السلام) له سورې نه څرګنديږي چې د حضرت نوح (علیه السلام) په رمانه کي  هم د عراق وکړو د یغوث ،یعوق ،ود، نسر، سواع او نورو  نمانځنه کيده چي ټول د ستورو نومونه دي، له دې نه څرګنديږي چي  د ستورو نمانځنه د عربو په هېواد کي له پخوا زمانې راهيسې دود وه په عربي ستورو نمانځونکو کي د سپوږمۍ نمانځونکي تر ټولو زيات وو او سپوږمۍ تر ټولو محبوب معبود ګڼل کيدو.

کهانت او غيب ويل : کاهنان په عربو کي ډېر زيات وو کاهن به ئې هغه چاته ويل چي په پټو رازونو او د غيب له خبرو نه خبر وي او د دې کار دعوه لري چي د تيرو حالاتو حال ووايي هغه ته کاهن، او که څوک د راتلوونکو حالاتو په اړه خبر ورکړي هغه ته عراف ويل کيدو، پر غيبو د پوهيدو دعوه کوونکى نارينه هم وو او زنانه هم ،په عربي کاهنانو کي اقعې ، جزيمه ، ابرش ، شق ، سطيح او نور ډېر مشهور وو ،غيب پوهانو ته به ئې يو ډول ناظر وايه چي ائينې يا له اوبو نه ډک طشت ته به ئې کتل او د غيبو خبرې به ئې کولې او يا د حيواناتو هډوکو،ځيګر او نورو غړو ته به ئې کتل او حکم به ئې کاوو، په دوى کي طارقين حصا ( ګيټکۍ ويشتونکى) او ډبرې ويشتونکى هم وو دا ټول د کاهنانو په اقسامو کي شميرل کيدل خو د دوى مرتبه به له عراف او کاهن نه ښکته ګڼل کيده ،له دوى نه هم د ټيتې مرتبې والاد تعويذ ليکونکى او جوړوونکى وو  .

فال : عرب د تفاول او تشاوم هم دېر قايل وو ،کارغه به ئې ډېر بد او منحوس او د بيلتانه لامل ګڼلو څرنګه چي په عربې ژبه کي کارغه ته غراب وايي له دې لامله ئې مسافرۍ ته غربت او مسافرو ته غريب ويل يعنې د کارغه د اغيز له امله انسان په بيلتانه او مسافرۍ اخته کيږي . ګونګى ئې هم ډېر منحسوس او سپيره ګنلو د هغوى په نظر د ګونګي له اواز نه مرګ او وراني پېښيده . پرنجۍ ئې هم د بدفالۍ سبب ګاڼو ،ځينې خلک جادوګران وو او د جادوکسب ئې کولو او د شيطان د دوستۍ لپاره به ئې له سختو رياضتونو نه کار اخيستو .

جنګياليتوب : په جاهلي عربو کي به په ډېرو کوچنيو او باريکو خبرو جنګونه نښتل او که يوځل به جګړه ونښته بيا به ترڅو پوښتو او پيړيو پورې راونه وه، د هغوى په جنګونو کي يو جنګ هم داسې نه پيدا کيږي چي د کوم معقول او مهم لامل په اساس پيل شوي وي ،په عربي جاهليت کي چي کوم جنګونه ډير مشهور دي لکه د بغاث ، کلاب ، فترت ، قرن ، سويان ، حاطب او نور …. په دغو جنګونو کي کومې قبيلې يا هېواد ته هيڅ ګټه ونه رسيده بلکې له تباهۍ او بربادۍ او نقصان پرته به ئې هيڅ لاس ته نه ورتلل .

پر عربي جاهليت کي يو دود داهم وو چي کله به ئې پر دښمن برى وموندو او د هغه دښمن اهل او عيال به ئې بنديان کړل او له هر ډول زړه سوى پرته به ئې ټول له يوې مخې ووژل، خو په بنديانو کي به چي کوم سړي د هغوى د کور څخه وخوړل نو بيا به له وژلو نه خلاص وو څوک به ئې چې له بند نه ازادول غوښتل نو لومړۍ به ئې د هغه د سرويښتان وخريل . همدارنګه په هغوى کي د تن په تن جنګونو چي مبارزه به ورته ويل کيده ډير دود وه ،د صف بندۍ د جنګونو دود پکې نه وو د آسونو او وسلو ساتلو ته ئې زياته پاملرنه کوله په تور زنۍ ، غشي ويشتلو ، شهسوارۍ او نیزه باری به چي کوم کس ښه پږهیدو د هغه به ئې ډېر عرت  او درناوى کاوو او د هغه نوم به ډېر ژر تر لرې لرې ځایونو مشهور کيدو ، په جنګي فنونو کي ځينو قبايلو شهرت لرلو د خاصو خاصو تورو، نېزو ، کمانونو او د آسونو ځانګړي ، ځانګړي نومونه او بيرغونه وو او په ټول هېواد کې به پيژندل کيدل ،لکه دحرث بن ابى ثمر د تورې خذوم وو د عبدالمطلب بن هاشم د تورې نوم عطشان او د مالک بن زبير د تورې نوم ذوالنون وو دا هرڅه د دې خبرې دليل وو چي عرب وګړي د جنګ جگړو ډېر مينه وال وو ،همدا علت دئ چي د آسونو او تورو نومونه په عربي ژبه کي تر زرو پورې ياديږي.

عاشقى : په عربي جاهليت کي په مطلقه توګه دپردې ستر کولو دود نه وو د هغوى ښځې به په ازادانه توګه له نارينه وو سره مخامخ کيدې چي د هېواد ګرمې اب و هوا دغه ناروغي هم په هغوى کي زياته کړې وه په هغوى کي به هغه سړى ته په ښه سترګه نه کتل کيدل چي هيڅکله به پر کومه ښځه عاشق شوى نه وو،په عربو کي ځينې قبيلې د عاشقۍ له لامله ډېرې مشهورې وي ،لکه د بني عذره قبيله په عاشقۍ کي تر دې اندازې مشهوره وه چي د  اعشق من بنى عذره (( فلانى سړى له بني عذره هم زيات عاشق مزاجى دئ ) ،متل ترې مشهور شوى وو او له يوه اعرابي نه چا پوښتنه وکړه چي ته له کوم قوم نه يې؟ هغه ځواب ورکړ : زه له يوه داسې قوم نه يم چي کله به هغوى عاشقان شول نو خامخا به مړه کيدل داخبره يوې نجلۍ واوريده هغې وويل : عذرى ورب الکعبه (د کعبې په رب مې دې سوګند وي چې ته خامخا له عذرى قبيلې نه يې.)

شاعري : د عربو د جاهليت په زمانه کي داسې هيڅوک نه وو چي د شاعرى سليقه به ئې نه لرله نر ، ښځې ، واړه ، زاړه او ځوانان ټول به خامخا لږ او ډېر شاعران وو ،تابه ويل چي هغوى د مور له نس نه شاعران او فصيح اللسان پيدا کيدل، په عمومي ډول د هغوى شاعري فى البديهه وه فکر او غور کولو او مضمون لټولو ته ئې هيڅ اړتيا نه لرله . هغوى پر خپل فصاحت او ژب پوهنه دومره مغرور وو، چې نورو قومونو ته به ئې عجم (ګونګيان ) ويل ،خو د قرانکريم په نازليدو سره د عربو د فصاحت او بلاغت ملا ورماته شوه او هغه ټول عرب فصيحان او بليغان د قرانکريم په مقابل کې داسې سرکوزي راغلل چي ورو ورو د ټولو عربو د فصاحت او بلاغت غرور مات شو او د قرانکريم پر وړاندې ئې د تسليم سرونه ښکته کړل .

پر کلينو ميلو ،غونډو او د حج پر وخت به چي د کوم سړي قصيدې او د مشاعرو پر غونډه کي تر ټولو غوره وگڼل شوه هغه به په سملاسي ډول د عزت او  عظمت څښتن کيدو . د شاعرانو درناوى د هغوى په نظر کي د زړورو جنګياليو او بادشانو سره برابر ،بلکې زيات کيدو او حقيقت دادئ چي د قبيلو جنګول، قبيلې بې اندازې زړورې کول جنګ دوامداره کول او يا د جګړې پاى ته رسول د هغوى دچپ لاس کار وو ، غوره قصيدې به ليکل کيدې او د کعبې پر خونه به ځړول کيدې لکه چي دغه ډول اوه قصيدې چي په سيع مصلقات سره مشهورې دي د امراء القيس بن حجر کندى ، زبير بن ابى سلمى مزيى ، لبيد بن کلثوم ، عنتره عبسى او نورو شاعرانو له خوا ويل شوى دي .

ښکار سره مينه : په عربي جاهليت کي له ښکار سره  مينه وه له دې امله په عربي ژبه کي د ښکار په باره  کي زيات اصطلاحات پيدا کيږي، نوکوم ښکار به چي له ښي لوري راتلو او د ښکاري کيڼ لور ته به تلو هغه ته به ئې سانح او چې ښکار به له کيڼ لوري راتلو او ښي لور ته به تلو نو هغه ته به ئې بارح ويل، کوم ښکار به چي مخامخ راتلو هغه ته به ئې ناطح او چې کوم ښکار به د شاه له لوري راتلو نو هغه ته به ئې قصيد ويلو ،همدارنګه بايد وويل شي چي عربو به د ښکاري د ناستي ځاى ته قره وايه او د زمرى د ښکاري له پاره به چي کومه موضوع ايستل کيده ،د هغه نوم زيبه وو د ښکار کولو په وخت کي پر زمکه پړمخې پروت کولو ته ئې تلبد او د ښکاري محروم راستنيدولو ته به ئې اخناق ويل . هغوى به چي هر څيز ښکار کړ د هغې غوښه به ئې بې له ځنډه خوړله که هغه حيوان به حرام وو او که به حلال، بيا د اسلام سپيڅلي دين د حلالو او حرامو لپاره شرايط او د ښکار لپاره بنديزونه قايم کړل.

لوټ مار :  له اسلام نه مخکې او د جاهليت په زمانه کي په عربو کي دوه ډوله خلک موجود وو،  يو هغه چي په کليو او ښارونو کي ميشت وو، دويم هغه چي د کوچيتوب په حالت کي ګرځيدل او په شمېر کي زيات وو ، په ښاري خلکو کي که څه هم د ګاونډي د حقوقو د خيال ساتلو او امانت دارۍ صفات  موجود وو، خو په سوداګرۍ کي د  چل او فريب ورکولو بدخويونه هم پکې شتون درلودو ،خو کوچيان د لارو شوکولو او ډاکو غورځولو ډېر مينه وال وو . د مسافرو د لوټولو او په زور ترې د مال اخيستو عادت په ټولو کي وو ،که کوم سړى به ئې يواځې د سفر په حال وليدو ، نو له هغه به ئې مال اخيست او هغه سړى به ئې د غلام په څير پلورولو ، د لويو لارو پر سر چي کوم کوهيان جوړ شوي وو هغه به ئې په وښو کي پټ کړل چي نور مسافر اوبه بيا نه مومي او له تندې مړه شي او له زحمت پرته د هغوي مال ترلاسه کړي ،په غلا کي هم ښه روزل شوي وو ، ځينې خو په غلا کي دومره مشهور شوي وو ،چي د هغوى نومونه د متل پهّ ډول مشهور شول ،دغو غلو ته به ئې ذوبان العرب ( د عربو شرمخان ) دي

د کبر او غرور صفات هم په عربو کي تر وروستي حد پورې رسیدلي وو لکه : د چذیمه ابرش د تګبر دا حالت وو چي هیڅوک ئې خپل وزیر او مشاور نه کړل ، هغه به ویل چي د اسمان ستوري  رما د مجلس ملګري دي ،د بني مخروم فبیلې هر وګړی تر هغه ( جذیمه ابرش) په کبر او غرور کي کم نه وو او په دغه عمل ئې زیات شهرت وموندو.

د غم او ماتم دودونه : کله به چي کوم سړى پکې مړشو  ،نو د هغه خپلوانو به مخونه وهل ، ويښتان به ئې اېستل او ويش واى به ئې کاوو او ښځو  به پر سر خاورې بادولى او جنازې پسې به وروسته وروسته روانې وي لکه څرنګه چي په هندوستان کي  هندوان د مړي په غم کي د  سر او ږيرې ويښتان باسي .

د عربي جاهليت په وخت کي به ښځې هم راغوښتل کيدې هغوى به ښې په زوره ستاينې کولي چي د مړي له دفن به فارغ شول نو دستر خوان به ئې وغوړولو او پر ستاينې کوونکو به ئې خواړه خوړل ،  اسلام د جاهليت دا ټول ناوړه دودونه له منځه يوړل ، خو حيرانتيا  دا ده چي د ځينو هېوادونو په مسلمانانو کي اوس هم  د مړي دريمه ، لسمه ، شلمه ، څلويښتي او کليزه  موجوده ده .

وهم پرستي او د عقايدو کمزوري : عرب د پيريانو، ديوانو او ښاپيريو هم قايل وو ، د هغوى عقيده وه چي ښاپيرۍ پر نارينه انسانانو عاشقانې کيږي او پيريان له بشري زنانه وو سره اړيکې پيدا کوي  ، هغوى پيريان نه ليدل کيدونکى مخلوق ګڼل،  خو ورسره ئې پردې هم باور وو چي پيريان او انسانان  سره يوځاى شي او لاد ترې پيدا شي لکه چي د عربو عقيده وه چي  جرهم د انسان او ملايکې له نسل نه پيدا شوى دئ،  همدغه عقيده هغوى د سبا ښار ملکې بلقيس په باب هم وه چي د يو نجس روح او انسان له يو ځاى کيدو پيدا شوي ده کومې، اوښې به چي بچی راوړي وو او پنځم به  ئې نر وو هغې ته به ئې بحيره ويل دهغې غوږ به يې څيرې کړ، ازاده به ئې پريښوده چي هر چيرې به ئې  غوښتل خوړل  څښل به ئې هيچا به ورته څه نه ويل، که  به د ميږې نر بچې پيدا شو هغه به ئې له بتانو قربانى کاوو او که ښځه به وه هغه به ئې د ځان لپاره ساتلو،  که دوه بچي به ئې نر او ښځه پيدا شول هغه به  ئې نه قربانى کاوو  او( وسيله) به ئې ورته وويل . د کومې  اوښې له نسل به چي لس بچي وزيږيدل هغه ته ئې ډير احترام کاوو نه به ئې پرې بار  باراوو او  نه به پرې په  خپله سپريدل ، د ګلي يارمې د هندره څاروي به ئې ازاد پريښودو  ده او جام به يې ورته ويل د بتانو په مخکې او يا د بوتخانو د برنډې په مخکې به ئې درى غشې ايښي وو پر يوه به ئې (لا) او پر بل به ئې (نعم)  ليکلي وو دا غشي به په يوه تير کش کې ايښودل شوى وو چي کله به کوم خاص او مهم کار پېښ وو،  نو تلل به او له تير کش به يې يو غشي را ايسته ،که د لا والا غشى به راووتو نو له هغه کار به منع کيدل او که د نعم والا غشى به راووتو نو دا به ئې اجازه ګڼله او هغه کار به ئې ترسره کولو او که خالي غشي به راووتو نو بيا به دوهم ځل غشى را ايسته تر دې چي د لا او نعم کوم غشي به راووت  ((ارتم )) يو ډول ونه ده کله به چي سفر ته تلل د تللو په وخت  کي به ئې د ((ارتم) کومې نرۍ لښتې ته غوټه واچوله له سفر نه به چي راستانه شول نو کتل به ئې چي په لښته کي اوس هم غوټه موجوده ده که پرانستل شوي؟  که غوټه به  په خپل حال پاته وه،  نو پوهيدل به چې زما ميرمنه پاک لمنې ده او که غوټه به پرانستل شوې وه نو دا به ئې ګنله چي زما ميرمن زما د سفر په وخت خامخا بد کار کړى دى.

کله به چي کوم سړى مړ شو نو د هغه او ښه به ئې د هغه له قبر سره وتړله سترګې به ئې ورته بندې کړې او په همدې حالت کې به ئې پرېښو دله تر هغې چي اوښه به هملته مرداره شوه يا به ئې د هغې اوښې سرله سينې سره وتړلو او په همدې حالت کې به ئې پريښودله تر هغې چي اوښه به هملته ځاى په ځاى مړ شوه ،دا کار د هغوى په عقيده د دې لپاره کيدو چي له مرګ وروسته چي کله دا سړى راپورته کيږي ،نو په دې اوښه سپور به راپورته کيږي ،د هغوى عقيده وه چي کله کوم سړى کوم کلى ته ولاړ شي او هلته ورته دوباره د ناروغۍ خطر موجود وي ،نو هغه ته په کار دي چي د هغه کلي په دروازه کي ودريږي او د خره په څير وانګيږي چي له وباء نه خوندي  پاته شي، کله به چي د يوه سړي اوښان له زرو زيات شول، نو هغه به چي کوم يو سانډ وو، د هغه سترګې به ئې ايستلې ترڅو ئې نور اوښان له بد نظر وساتل شي .

کله به چي پر کوم اوښ د خارښ مرض ولګيدو ،نو د ناروغ اوښ پرځاى به ئې روغ اوښ نه داغ ورکاوو او دا ئې عقيده وه چي له دې امله به هغه ناروغ اوښ جوړيږي ، کله به چي کوم غوايي اوبه نه څښلې نور غوايان به ئې وهل د هغوى عقيده وه چي پيريان پر غوايانو سپريږي او غواګانې له اوبو څښلو منع کوي ،د هغوى عقيده وه چي که د مقتول بدل له قاتل څخه  وانه خيستل شي نو د مقتول له کو پړى نه يو مرغه چي (هامه) نوميږي راوځي او ترڅو چي انتقام ترې وانه اخيستل شي پرله پسې چيغې وهي چي ماته اوبه راکړئ ماته اوبه راکړئ .

د هغوى عقيده وه چي د هر انسان په ګيډه کي يو مار اوسي کله چي هغه مار وږى وي ،نو د انسان له پوښتيو غوښه خوري ،د هغوى عقيده وه چي که د کومې ښځې اولاد ژوندى نه  پاته کيږي او هغه ښځه د کوم شريف او شتمن سړى په مړي ښه وخيژي راوخيژي نو بيا د هغې بچي نه مړه کيږي ،د هغوی عقيده وه چي پيريان له سوې نه ډېر ويريږي د دې لپاره چي له پيريانو خوندي  پاته شي، نو بايد د سوى هډوکى د تعويذ په ډول د ماشومانو په غاړه کي واچول شي .

لوڼې وژل :  په قريشو او بني تميم قبيلو کي د لوڼو وژلو دود تر ټولو زيات وو ،پر دغه ناوړه دود هغوى وياړ کاوو او د خپل ځان لپاره ئې د فخر نخښه ګڼله ،په ځينو کورنيو کي دا سخت زړيتوب تر دې حد زيات شوى وو چي نجلۍ به کله ښه غټه شوه او خوږې خوږې خبرې به ئې شروع ګړې او عمر به ئې چي پنځه يا شپږ کلونو ته ورسيدو ، نو بيا به ئې ورته ښې جامې واغوستې او سخت زړي او بى رحم پلار به په خپله له کور کلى بهر بوتلله چي دمخه به ئې هلته يو کوهى کنستى وو د دې کوهي پر غاړه به ئې هغه نجلۍ ودروله او بيا به ئې د شا له لوري ټيل وهله نجلۍ به په کوهي کي د پريوتو له امله چيغې وهلې او له پلار نه به ئې مرسته غوښته،  خو هغه ظالم پلار به پرې د پاسه خاورې ور واچولې او هغه به ئې ژوندۍ ښخه کړه بيا به ئې ځمکه هواره کړه بيرته به کلي ته راستون شو او په دې ډول به ئې د خپل زړه د ټوتې په ژوندى ښخولو وياړ کاوو. د بني تميم يو سړى قيس بن عاصم خپلې لس لوڼه ژوندى ښخې کړې وې، د لوڼو وژلو دغه ظالمانه دود نه د عربو يوه قبيله هم پاکه پاته  نه وه، خو په ځينو قبايلو کي به دغه کار زيات کيدو او په ځينو کي لږ څه کم وو.

جواري (قمار) : عرب د جاهليت په زمانه کي د جوارۍ ډېر شوقيان وو، زياتره به ئې د غشو په وسيله جواري کوله ،( ازلام) يو  ډول خاص غشى وو چي وزرونه ورته نه ؤ جوړ شوي او شمېر ئې لس وو د هر يوه غشي په جلا جلانوم وو په ترتيب سره د هغو نومونه داوو :

غذ ، توام ، رقيب ، نافس ، جلس ، مبل ، معلى ، فسيح ، مليح او غد، په دې غشو کي به د هر يوه غشي يوه ځانګړى برخه وه لکه : د غد يوه برخه ،د توام دوه برخې ، د رقيب درې برخې دغه  ډول پوه يوه به زياتيده تردې چي د معلى به اوه برخې شوى، د پاته دريو کومه برخه نه وه لس مالدارو کسانو به څاربه څاربه سيرلى ( پسونه) راونيول هغه به ئې حلال کړل په اته ويشت برخو به ئې وويشل ټول غشي به ئې پر تير کش کي د يوه سړي په لاس کي ورکړل هغه به يو يو غشي را ايسته او يو يو سړى ته به ئې ورکاوو  هرغشي به چې د کوم سړي لاس ته ورغى د همغې په اندازه برخه به ورکول کيده .

وروستني درى غشي به چې د کوم سړي لاس ته ورغلل هغوى به يې برخې پاته کيدل دغه جواري د کعبې خونې دننه د ((هبل)) بت په وړاندې کيده د جوارۍ يوه بله طريقه داوه چي لږ څه شګه به ئې راټوله کړه او کوم څيز به ئې پکې پټ کړ له دې وروسته به ئې هغه شګه دوه ډيرې کړه بيا به ئې پوښتنه کوله چي ووايه هغه څير په کومه ډيرۍ کې دئ ؟ کوم سړي به چي صحيح ټک تير کړ هغه به ګټله او چي چا به غلط ټک تېر کړ هغه به بايلله.

اقتصادي حالت : د عربو  اقتصادي حالت او نظام د هغوى د ټولنيز نظام تر بشپړ اغيز لاندې وو د هغوى د ژوندنيو اړتياوو د پوره کولو تر ټولو ستره وسيله تجارت وو او دا خو ښکاره ده چي امن نه وي نو تجارت او سوداګري به څنګه ترسره شي ؟ هغه وخت امن او امان بالکل وجود نه درلود جګړې به يوازې د محرم الحرام ، رجب المرجب ، ذى القعدې او ذى الحجه مياشتو کي توقف کيدې او په همدې مياشتو کي به د عربو مشهور بازارونه لکه : عطاظ ، ذى المجاز ، مجنه او نور پرانستل کيدل .

صنعت خو ډېر کمزورى وو يوازې په يمن ، حيره ، د شام په سرحدي برخو کي د ټوکر او بدلو څرمنو انګولو او اش ورکولو او داسې نورو صنعتونو رواج درلود خو د جزيرې په منځنيو برخو کي کرهنه او مالداري هم وه د عربو ټولې ښځې په سنۍ او بدلو او جوړلو بوختې وي ،خو څرنګه چي هرڅه په جګړو کي په مصرف رسيدل نو ځکه خلک له لوږي ، فقر او نيستۍ سره لاس او ګريوان وو .

دعربو حکومت او امارت

له اسلام نه مخکې او د عربو د جاهليت په وخت کي عربي واکداران په دوه ډوله وو يو ډول ئې داسې تاج لرونکي پاچايان وو چي په حقيقت کي ئې پوره خپلواکي او ازادي نه درلوده ،بل ډول د قبايلو او کورنيو مشران وو چي د پاچايانو په خير د پوره صلاحيت او امتيازیاتو خاوندان وو او زيات شمېر د پوره خپلواکۍ لرونکي هم وو  او کيدى شي يو شمېر نورو به ئې د کوم پاچا تابيعت هم درلود، د يمن ، آل غسان او الحميره پاچايان تاج لرونکى او نور پاته ئې بې تاجه پاچايان وو .

د يمن پاچايي : يمن کي د العاربه عربو له منځ ته تر ټولو لومړې پيژندل شوى قوم د(سبا) قوم دئ د (اور) په ځمکه کيندنه چي په دې وروستيو کي ځينې داسې معلومات په لاس راغلي دي چي له ميلاد ٢٥ پيړۍ مخکنې زمانې پورې تړاو  لري او د دې قوم (سبا )يادونه هم پکې شوې ده ،د دوى د تمدن ،پرمختګ او واکمنۍ وسعت او پراخوالۍ له ميلاد نه ١١ پيړۍ مخکې شروع شوې دئ د دوى واکمني په لاندې ډول او په مختلفو مرحلو ويشلى شو.

۱- له  ٦٥٠ ق ، م نه مخکې پيړۍ : په دې وختونو کې د دوى پاچايان د ( مکرب سبا ) په نوم ياديدل پايتخت ئې د (صرواح ) ښار وو چې لا تراوسه پورې د مارب ښار لويديځ لور ته د يوې ورځې مزل په اندازه لرې فاصله کي ئې نښې نښانې ليدل کيږي او د خريبه په نوم ياديږي د يمن په تاريخ کي مشهور بند (سد مارب ) هم په همدې دوره کي جوړ شوى وو ويل کيږي چي د ( سبا ) قوم د واکمنۍ لمن دومره پراخه وه چي د عربي هېواد په دننه او بهر کي ئې مستعمرې درلودې .

٢_ له ٦٥٠ ق ، م نه تر ١١٥ ق ، م پورې : په دې دوره کي د دوى واکمنان د (سبا ) د پاچايانو په نوم ياديدل  او د مکرب لقب ئې پرېښود پايتخت ئې له صرواح نه مارب ته انتقال کړ  او اوس هم د صنعاء ختيځ خواته ١٠٠ کيلو متر لرې د دې ښار (مارب) نښې نښانې ليدل کيږي.

۳_ له ١١٥ ق ، م نه تر ٣٠٠ ق م پورې : په دې دوره کي حمير قبيلې د سبا پاچايانو ته ماتې ورکړه او د مارب په ځاى ئې د (ريدان ) ښار خپل پايتخت وټاکه دا ښار وروسته د (ظضار) په نوم ونومول شو ځينې اثار ئې تراوسه پورې (پريم ) ته نيږدې د مدور په غره کي باقي پاته دي د هغوى ځوړتيا له همدې دورې نه پيل شوه ،تجارت ئې له ناکامۍ سره مخامخ شو ځکه چي لومړى د حجاز پر شمال ( انباطيانو ) خپل تسلط ټينګ کړ او د سبا قوم ئې له دې ځاى وويست، ورپسې روميانو په مصر ، سوريې او د دوهم ځل لپاره په شمالي حجاز باندې له تسلط او واکمنۍ وروسته بحري تجارتي لارې هم تر خپل کنترول لاندې راوستې او په دې برسيره د مختلفو قبيلو خپل منځنې اختلافات هم د دې سبب شول چي ال قحطان د ورکې او تباهۍ په درشل ودريږي او له خپل هېواد نه ئې بې وطنه او در په در شي .

٤_ له ٣٠٠ ق ، م نه تر اسلامي لمر څرک پورې:  په دې دوره کي هغوى له راز راز ستونزو کودتا ګانو او خپل منځني جګړو سره لاس او ګريوان وو ترڅو دوى خپل هرڅه حتى خپلواکي هم له لاسه ورکړه په همدې وخت کي روميان عدن ته ننوتل حبشيانو د دوى په مرسته او د همدان او حمير قبيلو له داخلي جګړو نه په استفادې سره په ٣٤٠ م کال کي د لومړى ځل لپاره يمن ونيولو چي تر ٣٧٨ م کال پورې له همدوى سره وو ، وروسته يمنيانو بيرته خپله  ازادي وګټله خو  په دې وخت کي د مارب په بند کي درزونه پيدا شول ترڅو په ٤٥٠ يا ٤٥١ ميلادي کال کي هغه لوى سيلاب چي قرانکريم د (سيل العرم ) په نوم ياد کړې راوبهيدو هرڅه ئې په مخه کړل او ډيره تباهي او بربادي ئې وکړه .

په ٥٢٣ میلادي  کال يهودي مشر (ذونواس ) د نجران په عيسويانو سخته حمله وکړه او غوښتل ئې چي هغوى د نجران عيسويان په زور او جبر سره له مسيحت واړوي ،خو کله چي هغوى دا ونه منل نو يهودي مشر ذونواس ورته د اور کندې وايستلې او هغه عيسويان ئې پکې ور واچول همدې قيصې ته قرانکريم د البروج په سورت کي اشاره کوي او فرمايي :

ژباړه : (( هلاک شول خاوندان د خندقونو ( خندقونه دسره ) اور او د ډېر سوند کله چي ئې دوى پر غاړه ناست وو او شاهد د هغه څه چي مومنانو سره دوى کړل !! او عيناکه ئې ونه گاڼو له دوى ؟ مګر دا چي په ستايلى عزيز خداى ئې ايمان راړ هغه ذات چې د دې زمکې ، اسمانونو واکمني د دده ده او الله دئ په هرڅۀ باندې شاهد)) ۴ – ۹

او د همدې پېښې په نتيجه کي نصرانيان د خپلې بدلې د اخيستو په خاطر د روم د امپرطور تر مشرۍ لاندې په عربو باندې د تسلط او خپلې واکمنۍ د پراختيا په تکل کې شول . حبشيان ئې راپورته کړل بحري قوت ( کښتۍ او جهازونه ) ئې ورته برابر کړل بالاخره (٧٠٠٠٠) او يا زره حبشي فوځيان په يمن وروختل او په ٥٢٥ میلادي کال کي ئې يمن ونيولو  او (ارياط)  ئې حاکم وټاکل شو نوموړى تر يو وخت پورې د يمن حاکم وو ترڅو د خپلو لښکرو دي وه قومندان ابرهه په لاس ووژل شو  ابرهه د قدرت واګې په خپل لاس کي ونيولې  او دا هماغه ابرهه دئ چي د مکې د ورانولو لپاره ئې لښکرې او فيلان را ايستلې وو چي قيصه ئې موږ مخکې  په تفصيل سره ليکلي ده.

د الفيل له پېښې وروسته يمنيانو له فارسيانو نه د مرستې غوښتنه وکړه او بالاخره ئې د يوې کلکې مقابلې په نتيجه کي حبشيان له خپل وطن نه وشړل او په ٥٧٥ میلادي کال ئې د معديکرب بن سيف ذى يزت ا لحميرى تر مشرۍ لاندې خپله خپلواکي اعلان کړه او معديکرب ئې پاچا وټاکل شو .

نوموړى يو شمېر حبشيان د خپل خدمت لپاره له خپل ځان سره وساتل ترڅو يوه ورځ د همدې حبشي خدمتګارانو له خوا ووژل شو او د ده له مرګ سره د ذى يزن د کورنۍ حکومت هم پاى ته ورسيدو.

ورپسې کسرى په صنعاء کي فارسي والى وټاکلو او يمن د فارس يو ولايت اعلان شو .دې سلسلې تر ٦٣٨ میلادي کال پورې دوام وکړ. خو په همدې کال فارسى والي (باذان) اسلام راوړ او په دې ترتيب سره په يمن باندې د فارس تسلط او حکمرانۍ ختمه شوه .

د حيره پاچايي : له کومې  ورځې نه چي لوى قوروش په ٥٥٧_٥٢٩ هـ ق کي فارسيان  سره يوکړي  وو له همغې ورځې نه په عراق او شا او خوا سيمو کي د فارسيانوحکومت چليدو  دا وخت دهغوى دزور او دبدبې وو .هيچا ئې هم مقابله نشواى کولاى ترڅوپه (٣٢٦ق-م )کال کي سکندرمقدوني د فارسيانو پاچا (لومړنى دار)ته ماتې ورکړه او په دې ډول سره دا دولت تجزيه شو ،ملک الطوافي ورباندې حاکمه شوه او دا لړۍ تر( ٢٣٠) میلادي  کال پورې جارې وه، په همدې وخت کي قحطانيانو هجرت وکړ او د عراق ځينې کليوالي سيمې ئې ونيولې، ورپسې عدنانيان راغلل او له دوى سره له کشمکش او جنجال وروسته ئې د فرات جزيرې ځينې برخې قبضه کړې.

د ( ارد شير ) په دوره کي په حيره او د عراق او عربي جزيرې په کليوالو سيمو کي د ميشته قبيلو لکه مضر او ربيعه والي جذيمه الوضاح نوميدو، ارد شير پوهيدو چي په عربو باندې حکومت کول او د هغوى له حملو ځان ساتل تر هغه وخت پورې ممکن نه دي ،چي ترڅو ئې پر دوى داسې يو څوک نه وي ګمارلى چې له قومي او ملي قوت نه برخمن نه وي په قوم کې ځاى ولري .

او وکولى شي چي له روميانو سره د مقابلې په وخت کي ددوى مرسته او ملګرتيا وکړي او هم د عراق عربان د روم تر سلطې لاندې شام کي د اوسيدونکو عربانو په مقابل کي ودروي، همدا راز د الحيرې له والى سره به د فارسي لښکر يو ټولى هم موجود وو ،ترڅو د حکومت په خلاف د صحرا ميشتو عربانو د پاڅون په ټکولو او له منځه وړلو کي ترې کار واخلي، جزيمه د ۲۶۸ میلادي کال په شاوخوا کي مړ شوی دئ .

د جزيمه له ميړينې وروسته د سابو ربن اردشر په دوره کي عمرو بن عدى بن نصراللخمى ،د لخمنيانو د لومړني حاکم په توګه د حيرې والي وټاکل شو ،لخمنيانو تر هغه وخت پورې په حيره باندې حکومت کاوو ترڅو قباذ بن فيروز د فارس واکدار وټاکل شو ،په همدې وخت کي( مزدک) هم را پيدا شو نوموړي د فساد، فحشا او اباحيت لور ته بلنه بيل کړه، قباذ او نورو ډېرو د ( مزدک )دا بلنه ومنله وروسته قباذ د حيرې مشر المنذرين ماء السماء ته ليک واستاوو او هغه ئې هم دې نوي دعوت ته راوبللو ،خو هغه د خپل غرور له کبله دا غوښتنه قبوله نه کړه، نو قباذ هغه عزل او په ځاى ئې د مزدکي مذهب يو پيرو ( حارث بن عمرو بن حجرالکندي) د حيرې والى مقرر کړ .

له قباذ نه وروسته د فارس مشري د کسرى نوشيروان په غاړه ولويده نوموړي له مزدکي مذهب سره ډيره کينه درلوده مزدک او د هغه ډېر پيروان ئې ووژل ،منذر ئې بيرته د حيرې والى وټاکلو، حارث ئې راوغوښت خو هغه ارکلب ته وتښتيدو او بيا هملته مړ شو.

له منذر بن ماء السماء نه وروسته حکومت له همدوي سره وو .ترڅو د نعمان بن منذر دوره پيل شوه په دې وخت کي زيد بن عدي العبادي د نعمان په خلاف يوه توطئه جوړه کړه او د همدې توطئې په نتيجه کي کسرى ورباندې په غوصه شو او هغه ئې خپل دربار ته راوغوښت خو نعمان لومړى په پټه سره د ال شيبان مشر هاني بن مسعود ته ورغى خپل مال او اولاد ئې له هغه سره پرېښودل بيا د کسرى په لور وخوځيدو ،کسرى هغه بندي کړ او په همدې بنديخانه کي مړ شو او د ده په ځاى ئې اياس بن قبيصه الطائى د حيرې والى وټاکه او هغه ته ئې امر وکړچې له هاني بن مسعود نه د نعمان مال وغواړي خو هانى دا ونه منله چي د نعمان مال بيرته ورکړي نو کسرى د هاني په ضد دجګړې اعلان وکړ او خپلې لښکرې ئې د اياس په مشرۍ د هغه په لور وليږلې په دې ترتيب سره د ذي قار په سيمه کي د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه پيل شوه چي په پاى کي بنو شيبان برى وموند او فارسيانو ماتې وخوړه او دا لومړى ځل وو چي عربو عجمو ته ماتې ورکړه او دا پېښه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښ نه لږه موده وروسته واقع شوې ده .رسول الله صلى الله عليه وسلم په حيره باندې د اياس بن قبيصه د حکمرانۍ له پيل نه اته مياشتې وروسته زيږدلى دئ، په اياس پسې د حيره ولايت يوه فارسي نژاد تن ته وسپارل شو، خو په ٦٣٢ میلادي کال کي د حيره ولايت بيرته د ال لخم کورنۍ ته په لاس ورغى او منذر چي په مصرورسره مشهور وو والي وټاکل شو، خو د ده دولايت اته مياشتې لا نه وې پوره چې د خالد بن وليد (رضی الله عنه) تر مشرۍ لاندې اسلامي لښکرې  ورباندې ور وختلې .

د شام حکومت : کله چي عربانو له خپل اصلي ټاټوبي نه کوچيدل پيل کړل نو د قضاعه کورنۍ ځينې پېښې لکه : بنى سليح بن حلوان چي بنو ضجصم بن سليح ئې له اولادې نه وو د شام په پولو کي ميشته شوې .

روميانو دا کورنۍ د ځان کړې او غوښتل ئې چي د دوى په توسط  د صحرا او وچې عربانو مخه ونيسي او له بل پلوه د فارس په مقابل کي ورنه ګته واخلي په دې ترتيب سره ئې د هغوى لپاره بېل پاچا وټاکلو د دوى پاچايي د دوهمې ميلادي پيړۍ له پېل نه تقريباً تر اخر پورې دوام درلود او تر ټولو مشهور پاچا ئې زياد بن الهبوله او د دوى د پاچايي لړۍ هغه وخت پاى ته ورسيده کله چې د ال غسان کورنۍ ضجاعمه ته ماتې ورکړه او په دې سره دروميانو له خوا د شام پاچايي هم ال غسان ته وسپارل شوه، نوموړى کورنۍ د روميانو د نوکرانو په حيث تر (۱۳) هـ کال پورې د شام په عربانو حکومت وکړ ،خو په نوموړي کال د حضرت عمر رضى الله عنه د خلافت په وخت کي د يرموک د غزا په نتيجه کي د دوى حکومت پاى ته ورسيد او د دوى وروستى پاچا(جبله بن الايهم ) اسلام راوړ  او له مسلمانانو سره يوځاى شو .

د حجاز پاچايي : تر کوم وخت پورې چي اسماعيل ( عليه السلام ) ژوندى وو ،د مکې مشري او د بيت الله شريف مسئوليت له همده سره وو ،خو کله چي هغه د ١٣٧ کلونو په عمر وفات شو ،نو دا مسئوليت ئې زامنو ( نابت) او ورپسې( قيدار ) په غاړه واخيستو، له دوى وورسته د مکې مشري د دوى نيکه مضاض بن عمرو الجرهمي ته وسپارل شوه ،خو د اسماعيل عليه السلام اولاده که څه هم مشري له نورو سره وه د ډېر قدر او عزت څښتنان وو ،ځکه د دوى پلار او نيکه کعبه شريفه جوړه کړې وه.

د وخت په تېريدو سره د اسماعيل ( عليه السلام ) د اولادې نوم اونښان مخ په ورکيدو شو جرهميان هم د بخت نصر له دورې مخکې کمزوري شول او په همدې وخت کي د مکې په سياسي اسمان کي د عدنان د کورنۍ ستورى وځليد . په ذات عرق کي په عربانو باندې د بخت نصر د تيرې په هکله را نقل شوى روايت چي وايي: په دې پېښه کي د عربو مشر د جرهم له قبيلې څخه نه وو زموږ د يادې شوې خبرې پخلې کوي .

د عدنان کورنۍ د بخت نصر د دوهمې حملې( ٥٨٧) قبل المیلاد په وخت کي يمن ته وتښتيدو، برمياه (عليه السلام ) چي د اسرائيلو نبى وو ،معد له ځان سره شام ته بوتلو ،خو کله چي د بخت نصر فشارونه کم شول معد بيرته مکې ته راستون شو، خو هغه وخت په مکه کي له جرهميانو نه يوازې جرشم بن جلهمه پاتې وو معد د هغه له لور سره واده وکړ او له هغې نه ئې زوى ( نزار) وزيږيدو .

نور نو د جرهميانو وضعه مخ په خرابيدو شوه څوک به چي مکې ته راتلل نو دوى به ورباندې ظلمونه کول د کعبې ټول مال ئې ځان ته خاص کړ چي دې کار عدنانيان په غوصه کړل او کله چي د خزاعه قبيلې خلک په مرظهران نومې سيمه کي ميشته شول او وئې ليدل چي د جرهميانو او عدنانيانو وضعه ښه نه ده ،نو له همدې وضعې نه په استفادې او د عدنان قبيلې د ځينو کورنيو په مرسته ئې د جرهميانو په ضد جګړه پيل کړه، بالاخره ئې د دوهمې ميلادي پيړۍ په نيمايي کي جرهميان له مکې نه وشړل او د مکې مشري د دوى په غاړه شوه .

اسماعيل ( عليه السلام ) په شلمې قبل الميلاد پيړۍ کي تېر شوې وو نو ، ويلى شو چي جرهم قبيله تقريباً يوويشت پيړۍ په مکه کې اوسيدلى او د شلو پيړيو په شااوخوا کي ئې ورباندې حکومت کړي دئ، له دوى وروسته د مکې مشري د خزاعه قبيلې ته رسيدلې خو دا لاندې درې مسئوليتونه له مضر کورنۍ سره پاته شوې وو .

١- له عرفات نه مزدلفې ته د خلکو ليږدول او په يوم النضير يعنې د ذوالحجې په ديارلسمه ورځ له منى نه د تلو اجازه ورکول دا وظيفه د بنو الغوث بن مره چي د الياس بن مضر له کورنۍ څخه وو په غاړه وه دوى ته صوفه ويل کيدل د ( يوم النضير) په ورځ به تر هغه پورې بل هيچا هم جمرې نه ويشتلې ترڅو به چي د صوفه کوم تن جمري ويشتل نه وو پيل کړي او کله به چي خلک له جمرې ويشتلو فارغ شول، نو د صوفه خلکو به د عقبې دواړه خواوې ونيولې او تر هغه به بل هيچاته د تګ اجازه نه وه ترڅو به چي دوى ټول نه وو تللي او چي دوى به ټول لاړل نو بيا به ئې نورو خلکو ته د تګ اجازه ورکړه .

٢- د نحر ( قربانۍ ) يا لوى اختر په سهار له مزدلفې نه منى ته تلل دا دنده د بني عدوان په غاړه وه .

٣- د الاشهر الحرم وروسته او مخکې کول چي دا د بني کنانه قبيلې د بني تميم بن عدي کورنۍ وظيفه وه هغه وخت هم دوى د حرامو مياشتو احترام کاوو په دې مياشتو کي به ئې جګړې نه کولې خو کله به چي جګړه روانه وه نو بیا به ئې داسې پریکړه کوله چي دا میاشتې به وروسته کړو یعنې اوس به جګړې ته دوام ورکړو او بيا به راتلونکې مياشتې الاشهر الحرام وګرځوو .

په مکه باندې د خزاعۍ کورنۍ مشري درې سوه ٣٠٠ کاله دوام درلود د دوى په دوره کي عدنانيان په نجد ، بحرين او د عراق شا اوخوا کې خپاره شول د قريشو ځينې کورنۍ لکه حلول او حرم او د بني کتانه مختلفې پښې د مکې په څنډو کي پاته شوې ،خو د قصى بن کلاب تر وخت پورې دوى د مکې او کعبې شريفې په کارونو کي هيڅ ونډه نه درلوده ،د قصي په اړه ويل کيږي چي دى لا د مور په غيږ کي وو چي پلار ئې مړ شو مور ئې د بني عذره کورنۍ له ( ربيعه بن حرام ) نومې سړي سره واده وکړ او ورسره د هغه اصلى وطن يعنې د شام سرحدي سيمې ته لاړه ،خو کله چي قصى ځوان شو بيرته مکې ته راغلو په دې وخت کي د مکې مشر د خزاعى کورنۍ حليل بن حبشه وو ،قصى د هغه لور (حبي ) سره واده وکړ، خو کله چي حليل مړ شو نو د خزاعۍ قبيلې او قريشو ترمنځ جګړه وشوه او په پاى کي د مکې او کعبې شريفې ټول کارونه قصي په خپله په غاړه واخيستل.

عربي جھالت او نور ھېوادونه

محترمو لوستونکو ! تردې ځاى پورې چي موږ د عربو او د هغوى د کړو ړو په اړه څه وليکل دا د اسلام د مبارک دين له ظهور او د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر بعثت دمخه حالات وو، د عربو د اخلاقو ، عاداتو ، ټولنيز دود ، مذهب او عقايدو په اړه چي څه بيان شول دا د انحضرت صلى الله عليه وسلم له زمانې نه تقریبا سل کاله دمخه حالات وو او همدغه حالات تر نبوي (صلی الله علیه وسلم) بعثت پورې قايم وو ،درانه لوستونکى دې په خپله غور او قضاوت وکړي چي په کومو خلکو کي چي انحضرت صلى الله عليه وسلم مبعوث شو او څوک چي د اسلام ړومبنى مخاطبين دي په څومره پريوتى او ذليل حالت کي وو ،بيا چي په راتلونکو مخونو کي د پيغمبر اکرم صلى الله عليه وسلم د لارښوونو او د اسلام د اغيز له امله د عربو د انقلاب حال لولئ، نو ډېره صحيح اندازه به درته ولګيږي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم د روحانيت او اسلام اغيز د څومره ستر ځواک نوم دئ او دا  اندازه هغه وخت صحيح لګيدى شي چي کله د نبوى بعثت په وخت کي د ټولې نړۍ حالاتو ته يو ځغلند نظر واچول شي او بيا وروسته دا وکتل شي چي اسلام ،چي په ټوله نړۍ کي خپور شو د قومونو په هر حالت کي ئې بدلون راووست په همدې خاطر د عربو د يادکړل شوي حالت له څرګندولو وروسته راته مناسبه ښکاري چي د نړی د هیوادونو هغه حالات چي  د عربي جاهليت هم مهال وو په مختصر ډول وليکل شي .

ايران : ايران دنړۍ په ډيرو مشهورو ،پخوانيو او پرتمينو هېوادنو کي شمېرل کيږي (مه ابادى) مذهب په دغه هېواد کي دود وو، بيا (مه ابادى) د اصلاح او نويوالي له پاره ډېر امامان د مجتهدينو په توګه په دغه هېواد کي پيدا شول او د دين د اصلاح کار به ئې کولو تر دې دمخه دوران له پاى ته رسيدو پورې زردښت د اورپرستۍ دين له نوى سره جارى کړ چي د ( مه ابادى )د دين يو اصلاح شوې شکل ګڼل په کار دئ، زردښت خپل ځان ته برحق هادى ويلو او د ايران حکومت او خلکو ئې ډېر ژر زردښتي دين ومنلو،  په غالب ګومان سره ويلى شو چي ايران د نړۍ په ټولو هېوادو کي زيات پرمختګ کړى وو، د ايرانيانو د عروج پر وخت د هغوى حکومت د روم تر بحيرې غزيدلى وو ،خو د اسلام د ظهور په وخت کي د هغوى حالت په شرک کي د اخته کيدو له امله دومره خراب شوې وو ،چي يو يو صفت ئې تباه او  له منځه تللى وو .

زردښت ته ئې د خداى صفات ورکړل او هغه ئې په خپلو باطلو معبوداتو کي شامل کړى وو ، دخير د خالق او د شر د خالق په نوم دوه معبودان ئې د يزدان او اهرمن په نوم نمانځل دا ااور پرستي په څرګند ډول ښه په زور او شور سره کيدله، د لمر ، سپوږمۍ ، ستورو او سيارو نمانځنه هم پکې دود وه ،غلا او لارې شوکول هم ښه په قوت سره پکې روان وو د زنا رواج دومره پرمختګ  کړې وو چي مزدک په عام دربار  کي د ايران د کسرى ميرمن بې حجابه کړه او کسرى د هغه دغه ناوړه او حيا سوزونکې حرکت ونه غانده او نه ئې مخالفت وکړ خپل منځني بې اتفاقي يو بل په ناحقه او معمولى خبره وژل ، کينه او حسد دوکه ورکول ،د ځواکمنو له خوا له کمزورو او بې وسه سره دڅارويو په څير  رویه کول هغه عيبونه وو چي د ايرانيانو لپاره ئې ذلت او رسوايي داسې متوجه کړې وه لکه سيلاب چي د ټيټې زمکې لوري ته متوجه وي له ټولو علومو ، ټولو تمدنونو، اخلاقو او له ټولو نيکو انساني اخلاقو  نه ايران خالي وو او هغه هېواد چي يو وخت د علم ،تمدن او تهذيب مرکز وو له يوې مخې تياره شوې وو نه يوازې دا چي د ستورو ،اور او لمر پرستى پکې دود وه ،بلکې پاچایانو ، وزيرانو او اميرانو هم ځانونه پر خلکو نمانځل ، له دغه عذاب نه د ايران خلک هغه وخت ازاد او هېواد ئې له تيارو وژغورل شو چي مسلمانانو د ايران په خاوره کي د برياليتوب قدمونه کيښودل او دا هېواد ئې فتح کړ.

روم او يونان : د ايراني امپراطورۍ په مقابل کي د نړۍ دويم تر ټولو لوى ځواک د روميانو امپراطوري وه ،د روم او يونان تهذيب او تمدن هم ډېر پر تمين او د هغوى علوم او فنون په نړۍ کي مشهور دي، په طب ، رياضي ، نجوم ، منطق او فنون په نړۍ کي مشهور دي ،په طب ، رياضي ، نجوم ، منطق ، فلسفې او د حکمت په پرمختګ کي د نړۍ يو هېواد هم له يونان سره مقابله نشواى کولى ،په همدې هېواد کي سقراط ، بقراط ، لقمان ، افلاطون او ارسطو پيدا شوي وو، په همدې هېواد کي د سکندر په څير فاتحان پيدا شوي وو، يوناني قيصر چي مرکز به ئې قسطنطينه وو ،نه يوازې شاهنشاه بلکې ديني پيشوا هم ګڼل کيدو له دغه علمي او مادي پرمختګ سره سره په پنځمه او شپږمه عيسوي پيړۍ کي روم او يونان د دومره ذلت او خوارۍ حالت ته رسيدلى وو چي د ايران تياره له روم او يونان نه هيڅکله زياته نه وه لکه څرنګه چي به په ايران کي هر پور وړي ځان پلورلو همدارنګه په يونان او روم کي څو ډوله غلامان وو ،يو ډول غلامان داسې وو چي هغه به له هېواد نه بهر نه پلورل کيدل ،خو په عمومي ډول زياتره غلامان به بهرنيو هېوادونو ته وړل کيدل او داسې به پلورل کيدل لکه څنګه چي آسونه ،اوزې ، اوښان او نور څاروي پلورل کيږي ، بادار به د خپل غلام د وژلو داسې حق لرلو لکه څنګه چې وګړي د خپلو څارويو د حلالولو حق لري، مور او پلار به خپل اولادونه پلورل او نور غلامان به ئې رانيول، په روم او يونان کي غلامانو ته د واده کولو حق حاصل نه وو د غلامانو او اولادونو ترمنځ ئې کومه قانوني خپلوي نه وه.

مصر : څرنګه چي مصر يو زراعتي هېواد دئ په همدې خاطر کله چي د پخواني مصر ځواک يو څه کمزورى شو نو دا هېواد د بهرنيو حمله کوونکو قومونو د حملو مرکز وګرځيدو پر مصر ايرانيانو ، يونانيانو او روميانو وار په وار بريدونه وکړل او تر زياتې مودې پورې دا تاريخي هېواد د هغوى تر واک لاندې پاته شو. اټکل کيداى شي چي د دغو بريد کوونکو هېوادونو تهذيب او تمدن به هم په مصر اغېزکړى وي او د مصريانو تهذيب به خامخا پرمختګ کړى وى عيسوى مذهب په مصر کي د روميانو د حکومت پر وخت رواج شو د مصر د اوسيدونکو يو شمېر خلکو عيسوى دين منلى وو ،خو په مصر کي د اسلام تر داخليدو دمخه د هغه هېواد حالات بې حده ذليل او خوار شوى وو ،د عيسوي مذهب حال په مصر کي له نمانځنې زيات نه وو ، په بت نمانځوونکو عيسويانو کي ټول هغه عيبونه موجود وو چي په کوم ډېر ذليل او پريوتي قوم کي کيداى شي، روميان او يونانيان چي فاتح قومونه ګڼل کيدل ولسونه ئې له څارويو هم سپک او ذليل ګڼل کوم عيبونه چي په يونانيانو او روميانو کي موجود وو د هغې تر ټولو بد او خراب حالت په مصر کي ليدل کيدو ، غلامي پکې په ډيره ظالمانه ډول رواج وه د زنا او لوټ مار لپاره پکې هڅوونکي قوانين جوړ شوي وو ، انسان وژنه په سيل ځايونو کي تفريحي کار ګڼل کيدو ،ښځې به ځان وژنې ته ليواله کيدې ،لنډه دا چي هغه مهال د مصر تياره او جهالت په هيڅ حال کي له بل کوم هېواد نه کم نه وو او د اخلاقو او تهذيب نښې د مصر د خلکو په ژوندانه کي بيخي ورکې وي او څومره تياره او جهالت چي کيداى شو پکې موجود وو.

هندوستان :  اشوک، چندرګيت او بکر ماجيت په څير نوميالى نوميالى راجاګان په هندوستان کي تېر شوي وو ، په ستوري پيژندنه، رياضي او د فلسفې په علومو هنديانو په ځانګړې توګه وياړ کولو ،کرشن ، رام چندر او ګوتم بد په څير د مذهبونو بانيان د هغوى دا ستانونه دمها بهارت او رام ليلى دزمينه افسانې هم هغوى ته يادوي خو دکومې زمانې پر نړۍ چي دا مهال موږ خبرې کوو هغه مهال بودايي مذهب له هندوستان نه د وتو په حال کې وو او برهمي مذهب ورو ورو دځواکمنيدو په حال کي وو. د هندوستان په يو ايالت کي هم کوم ځواکمن حکومت نه وو په ټول هېواد کي د بت نمانځنې ښه زور وو په بدهـ او برهمني مذهبونو کي د بتانو نمانځنه يو ډول د نجات او خلاصون وسيله ګڼل کيده د برهمنيانو او بودايانو بتان زياتره په مندر کي څنګ په څنګ کېښودل کيدل او په دېره جذبه او عقيده سره به نمانځل کيدل چينې سياح ليکي چي د هندوستان يو کور هم دسوګند خوړلو له بتانو خالى نه وو د بام راګيانو حياء سوزونکى مسلک د هېواد په هره برخه کي منوونکي او پلويان پيدا کړي وو د مصريانو په شان د زنا لپاره قوانين جوړ شوى وو او يو مذهبي کار ګڼل کيدو د سند په راجاګانو کي داسې مثالونه موجود وو چي له خپلو سکنيو خويندو سره ئې ودونه کړي وو.

چي د حاکمانو ئې دا حالت وي نو ملت خو به ئې په بدکارۍ کي نور هم يو څه زيات وو د هغه زمانې يو څه ليکنې چي د مذهبي کتابونو په شکل ميندل کيږي د هنديانو اخلاق او کړه وړه بې اندازې پست او د هغوى ټولنيز ژوند بې حده د شرم وړ ښکاره کوي، د ستورو ، غرونو ، ونو ، سيندونو ، حيواناتو، مارانو ، ډبرو او تناسى الو نمانځنه په هندوستان کي دود وه او هرې خواته پرې عمل کيدو له دې نه دا اټکل کيداى شي چي نړۍ واله تياره څومره ستره ، ژوره او ويرونکې وه

چين : درنو لوستونکو !تر دې دمه چي د کومو هېوادونو يادونه وشوه هغه ټول د عربي هېواد څلور خواوو ته پراته وو او همدغه مشهور پرمختللي هېوادونه وو په هغوی کي يوازې د چين هېواد ور زياتيداى شي چي هغه هم په ابادو ، سرسبزو او پر مختللو هېوادونو کي شميرل کيده د چين حالت له ذکر شوو هېوادو هم بدتر وو د کنفيوسشن ، تاو او بودا درې مذهبونو کيمياوي ګډون د چين په تهذيب او اخلاقو کي هغه کيفيت پيدا کړى وو بيا کله چي په چين کي د مسلمانانو لويې ډلې هستوګنه غوره کړه او پر خپلو نيکو اخلاقو ئې خپل ګاونډيان اغيزمن کړل .په ترکستان ، روس ، برما او اروپا کي هم انسانان اوسيدل خو د هغه هېواد اوسيدونکو نه يا نړۍ وال خبر نه وو او يا به ئې په ډير مشکل سره هغوى ته انسان ويلى وى په هر حال کوم د يادونې وړ ښه صفت په هغوى کي موجود نه وو.

د  رسول الله صلى الله عليه وسلم نيکمرغه ميلاد

د نن ورځې تاريخ هغه تاريخ دئ چي د زمانې زړې بوډۍ ئې په انتظار کي کروړونه کاله تير کړي دى . د اسمان ستورو له پيل نه د دې ورځې په مينه کي د انتظار سترګې لارې ته نيولې وې، اسمان هم په مودو مودو د دې روح پالونکې سهار په طمع او اميد شپه ورځ سرګردان وو د قضا او قدر کار کوونکو ښايسته مجلسونه د عناصرو رنګينۍ د لمر او سپوږمۍ نور شيندنه ، د وريځو او بادونو منډې تر ړې ، د قدس د نړۍ پاک انفاس ، د ابراهيم (علیه السلام) توحيد ، د يوسف (علیه السلام) جمال ، د موسى (علیه السلام) معجزې ، د عيسى (علیه السلام) د ژوند پوکي دا ټول د دې لپاره وو چي دا ګران او قيمتى شيان به د دواړو جهانو د سردار په دربار کي په کار شي، د نن ورځې سهار هم هغه روح پالوونکى سهار ، هغه نيکمرغه ساعت او هغه مبارک فال دئ. سيرت پوهان د خپل بيان تنګه کړى کي داسې ليکى : نن شپه د کسرى د ماڼۍ ١٤ کنګرې وغورځيدې، د فارس اتش کده مړه او سړه شوه او د ساوه سيند وچ شو، خو حقيقت دادئ چي د کسرى ماڼۍ نه بلکې د عجمو شان ، د روم شوکت او د چين جګې ماڼۍ را نسکورې شوې د فارس اور نه بلکې د شر اور د فکر اورغالى او د ګمراهۍ اورتون ټول يخ او ساړه شول له بت خانو څخه دوړې پورته شوې او بتان له خاورو سره خاورې شول د مجوسيت کوشيرونه تس نس شول او د نصرانيت خزان وهلې پاڼې يو په بل پسې ورژيدې د توحيد غلغله پورته شوه د نيکمرغۍ په باغ پسرلى راغى د هدايت د لمر وړانګې هرې خواته خپرې شوې او د انساني اخلاقو په هنداره قدسى نور وځليدو . مولانا صفى الرحمان مبارکپورى ( رح )  په خپل کتاب ( الرحيق المختوم ) کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم د زوکړې په اړه داسې ليکي: سيد المرسلين حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم دبني هاشم په شعب ( مينه ) کي د دوشنبې په سهار چي د فيل د پېښې د لمړني کال د ربيع الاول نهمه نيټه وه دنيا ته سترګې وغړولى . دغه وخت د کسرى نوشيروان د پاچايي څلويښت کاله تير شوي وو، د ستر عالم محمد سليمان المنصور فوري او فلکي محقق محمود باشا د تحقيق په اساس دا تاريخ د ٥٧١ م کال د اپريل د مياشتې له ٢٠ يا ٢٢ نيټې سره سمون خوري .ابن سعد روايت کوي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم مور وايي کله چي هغه صلى الله عليه وسلم وزيږيدو نو زما له جسم نه يو نور ووتو چي د شام قصرونه ئې روښانه کړل.کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  پيدا شو نو مور بي بي ئې عبدالمطلب ته څوک ور وليږل چي د لمسي زيرى ورکړي عبدالمطلب چي زيرى واوريد ډېر خوشحاله شو او راغى خپل لمسى ئې په غيږ کي واخيستو  او کعبې شريفې نه ئې داخل کړ او د الله تعالى شکرونه ئې اداء کول او دعاء ئې کوله او نوم ئې پرې محمد کيښود هغه مهال د محمد نوم په عربو کي شهرت او رواج نه درلود ،او د عربو د عادت او رواج له مخې ئې په اومه ورځ سنت کړ .

دوام لري….

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

جزاکم الله خیر احسن الجزا

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close