افغانستان

طالبان: د توافقنامې پلې کول مو اوربند ته رسولای شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې اشرف غني له طالبانو وغوښتل، څو د روژې د رارسېدو په مناسبت اوربند ته غاړه کېږدي، طالبانو يې په غبرګون کې د یوې رسمي تبصرې له لارې ویلي، چې په دوحه کې شوې توافقنامه کې د اوربند یادونه راغلې او که په دې توافقنامه عمل وشي، اوربند ته رسېدلای شو.

تبصره کې راغلي، چې امریکایي او داخلي چارواکي په پرلپسې ډول د دوحې له توافقنامې سرغړونې کوي، چاپي وهي، بمبارۍ کوي او د بندیانو د خلاصون په وړاندې خنډ جوړوي مګر له اصلي او بنیادي مسایلو د خلګو د پام اړولو په غرض داسې غوښتنې کوي چې «له توافقنامې سره اړخ نه لګوي».

په تبصره کې راغلي، چې اشرف غني په پرلپسې ډول له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، خو د هغې توافقنامې د عملي کېدو په لاره کې خنډونه اچوي، چې د طالبانو له قوله، جګړه پای ته رسولای شي «دا څووم ځل دی چې اشرف غني له اسلامي امارت څخه د اوربند غوښتنه کوي. خو په عین حال کې نوموړي د هغې توافقنامې د تطبیق په وړاندې خنډ دی، چې له مخې یې دواړه اړخونه د اشغال خاتمې، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او بالاخره اوربند او د مسئلې بنیادي حل ته رسیدلای شوای.»

د طالبانو له قوله، دوی په دوحه کې د کړې هوکړې تطبیق ته ژمن دی او همدا یوازینۍ لاره ده، چې مرحله وار تطبیق يې جګړه پای ته رسولای شي، خو د طالبانو په خبره، ځیني رسنۍ او سیاسي اشخاص یو اړخیز قضاوت کوي او د جګړې پای ته رسول یوازې د طالبانو یو اړخیز مسئولیت بولي «حال دا چې پخپله درګرده د بمبارونو او نظامي عملیاتو سلسله جاري ساتي. په دې برخه کې یو شمیر بې انصافه رسنۍ او سیاسي اشخاص هم یوازې یوه اړخ ته متوجه دي. دوی دا هېر کړي چې په دوحه کې د امضاء شوې توافقنامې له مخې د افغانستان د موضوع د سیاسي حل لار نقشه تعین شوې ده. چې هم یې د افغانستان سیاسي جهتونو هرکلی کړی او هم دسیمې او نړۍ هیوادونو ترې ملاتړ اعلان کړی تر دې چې دملګرو ملتونو لخوا هم تائید شوې ده.»

طالبان وروسته له هغه د توافقنامې عملي کېدل اوربند ته ورغلې یوازېنۍ لار بولي، چې په دې وروستیو کې حکومت په پرلپسې ډول له طالبانو اوربند غوښتی او او ورسره هم مهاله یې په ځینو ولایتونو کې د هغوی په ضد نظامي عملیات هم په لاره اچولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ولی طالبان په ډاګه نه وایی چی کچیری زمونږه ۵۰۰۰ کسان خوشی شی مونږه اوربند ته حاضر یوو. بیا کچیری حکومت د هغوی په خوشی کولو کی پاتی راغی بیا ټوله پله پر حکومت راځی ولی اوس وینو چی حکومت د روژی میاشتی په درناوی د اوربند غوښتنه کوی ولی طالبانو جنګ له سر شروع کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close