افغانستان

ناټو: افغان مشران باید اختلافات پای ته ورسوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): ناټو سازمان وایي، افغانان دې د سولې رامنځته شوی فرصت غنیمت وګڼي او افغان سیاسي مشران دې اختلافات ژر تر ژره پای ته ورسوي.

دغه څرګندونې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» کړې، ده ویلي « افغانستان باید د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت غنیمت وبولي او افغان مشران دې سیاسي اختلافات حل او په یوه پراخ بنسټه حکومت دې موافقه وکړي.»

نوموړي ددې تر څنګ طالبان د جګړې په زیاتوالي تورن کړي، دا کار یې د نه منلو وړ بللی او له هغوی یې غوښتي، چې له ځنډ پرته مذاکراتو ته ننوزي.

د ینس په خبره، د کورونا ویروس پراختیا دا ایجابوي، چې مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.

ناټو داسې مهال د سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو غږ کوي، چې په کابل کې د عبدالله او غني تر منځ ناندرۍ لا هم دوام لري او دواړه لوري تر دې دمه کوم توافق ته نه دي رسېدلي.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله په سیاسي ملاتړو کې هم د نظر اختلافات راپورته شوی او د عبدالله له لوري د احتمالي کېدونکي جوړجاړي د نه منلو ګواښ یې کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کابل تر غلامی اداری د ناتو اداره لا د امریکا دستور او قوماندی ته سترګی په لیار ګوری ، او د ناتو مشر تر غنی که کم نه وی زیات هم نه دی. د طالب مجاهدینو سره یی په ۱۴ میاشتو کی د غلام غنی په شان حاشیه کی ساتلی وو ، بیا نو د خپل شرم پټولو د پاره وایی څه چه د امریکایانو ( بادارانو ) خوښه وی زمونږ خوښه ده ، مونږ د بادارانو سره یوځای راغلی او یوځای به وځو او داسی نوری ګډی ودی وایی . په نړی کی خپلواک خلک یواځی او یواځی… نور لوستل »

جمیل

اوه ! د بګیلی ناټو بګیل مشر وایی طالبان دی له ځنډ پرته مذاکراتو ته ننوزی ! که نه ننوزی نو څه به وکړی ؟ دا بګیل به هرومرو دا وایی چی بیا تښتو . امریکا دا وایی ، ناټو دا وایی ، ملګری ملتونه دا وایی د بشر حقوق؟ دا وایی ،….، ټول هغه اړخونه چی د ګران افغانستان په تباهی او یرغل کی ونډه لری همدا وایی ، خو منی یی په چا ؟ هغه اتل او مجاهد زمریان چی د خپل خالق د رضا لپاره خپل ځانونه او مالونه قربانوی یوازی او یوازی د هغه امرونه منی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close