
د امریکا دفاع وزیر: شته فرصت دې د سولې د راتګ لپاره وکارول شي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ غوايي، ۱۳۹۹ل):د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي، طالبان دې د جګړې د شدت په کمولو سره مذاکراتو ته زمینه برابره کړي او تر څنګ یې باید ټول جهتونه شته فرصت د سولې د راتګ لپاره وکاروي.
مارک ایسپر په همدې اړه پر خپل ټویټر لیکلي « امریکا او ناټو متحدینو په پرلپسې ډول له طالبانو غوښتي، څو د جګړې شدت کم کړي او په دې توګه د افغانانو خپلمنځي خبرو ته شرایط برابر کړي.»
نوموړي ددې تر څنګ پر ټولو لورو باندې غږ کړی، چې شته فرصت دې د سولې د راتګ او زمینې برابرولو ته وکاروي.
The U.S. and its @NATO allies continue to call on the Taliban to decrease violence in #Afghanistan to help create the conditions for intra-Afghan negotiations. Now is the time for all parties to embrace the opportunity to deliver a sustainable peace. https://t.co/qj5EbXpfNL
— @EsperDoD (@EsperDoD) April 24, 2020
د امریکا دفاع وزیر داسې مهال پر طالبانو باندې د بریدونو کمولو غږ کوي، چې تېره ورځ د کابل حکومت مشر «اشر ف غني» هم له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې وه.
په ورته وخت کې طالبان بیا وايي، تر خپله وسه یې بریدونه کم کړي خو مقابل لوری له توافقنامې سرغړونې کوي او ددې په ځای چې توافقنامه پلې او له لارې یې اوربند ته ورسېږي، د توافقنامې په وړاندې خنډونه جوړوي او له اصلي مسایلو د خلګو پام په بله اړوي.
د طالبانو له قوله، که چېرې په دوحه کې شوې توافقنامه بشپړه تطبیق شي، اوربند او بین الافغاني مذاکراتو ته پکې لاره برابرېدای شي.
انګریزی یهودانو ( امریکایانو ) د لویو استعماری پلانو یو لوی پلان دا دی چه [[ څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ]] دوحه کی یی د طالبانو سره د توافقنامی لاس لیکول د څو اونیو په ځای تر ۱۴ میاشتو وغځیدل ولی؟ ځواب: امریکایانو هیله او ژوره غوښتنه دا وه چه طالبان د کابل اداری سره مخامخ خبرو کولو ته وهڅوی که څه بیلونه ډالره بیه هم ولری یعنی د قطر د دفتر مهم طالبان په بیه رانیسی او د غلامی اداری سره مخامخ خبری وکړی ولی؟ ځواب: اسلامی امارت د ملت اصلی… نور لوستل »
داسی ښکاری چی امریکایان وخت تیروی او نغواړی چی په افغانستان کی سوله راسی . یو خو داچی طالبانو کلکه ماته ورکړه او د غرور او د نړیوال ستیژه یی لاندی وغورځول ، نو طالبان دویته د نړی تر ټولو سخت دښمنان ښکاری پدیچی امریکا او ناټو هیڅکله داسی د شرم ماته نه وه خوړلی ، بل داچی کوم سره او شنه باغونه چی غلامانو ورته ترسیم کړیوه ټوله درواغ سوه نو امریکایان غواړی چی د خپلو درواغجنو او بیهمتو غلامانو څخه هم انتقام واخلی او په افغان مجاهد ولس یی ښه ووهی . امریکا به خامخا تښتی خو خپل… نور لوستل »