افغانستانمرکې

د ملا محمد عمر مجاهد د اوم تلین په مناسبت د هغه د ورور حاجي ملا عبدالمنان عمري سره مرکه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): اوه کاله وړاندي د ۱۳۹۲ هجري شمسي کال د ثور میاشتې پر ۳مه نیټه چې د ۲۰۱۳ د اپریل د ۲۳مې نیټې سره سمون خورې، د سې شنبې په ورځ ملا محمد عمر مجاهد د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د ور پيښې ناروغۍ له امله د ماپښین څلور بجې شاوخوا وفات سو، د هغه راهیسي اوس پوره اوه کاله کیږي او تېره ورځ یې اوم تلین وو، په دغه مناسبت نن ټکی اسیا د مشر ملا صاحب د ورور حاجي ملا عبدالمنان عمري سره مرکه کړې ده.

حاجي ملا عبدالمنان عمري د ملا محمد عمر مجاهد یوازینی پاته ورور دی، ځکه چې د ملا صاحب دوه نور وروڼه حاجي عبدالخالق او ملا عبدالسلام د امارت پر مهال ددوی پر کور په چاودنه کې په شهادت ورسیدل، ملا عبدالمنان عمري د افغانستان تر اشغال مخکې ټول عمر د ملا صاحب په څنګ کې تیر کړی او تر اشغال وروسته یې د نورو مسؤولیتونو او تحریک بیا را ژوندي کولو عملي هڅو تر څنګ د ملا صاحب د کورنۍ سرپرستي او حفاظت هم کړی دی.

ملا عبدالمنان عمري اوس مهال د طالبانو د اسلامي امارت د رهبري شوری غړی، د امریکا سره د مذاکراتي ټیم غړی، د سمع شکایات او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسون مشري هم په غاړه لري.

دلته مو هڅه کړې چې د ملا صاحب مرحوم د ژوند او شخصیت په اړه د نوموړي مرکه وکړو.

یوټیوب ویډیو:

بشپړه مرکه لاندي غږیږ فایل کې اوریدلای سئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ملا صیب د خدای و بښی ###### دادی ورور یی ماشاالله ښایسته خبری کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx