نظــر

ملا محمدعُمر مجاهد او طالبان، د افغانستان د ماضی او مستقبل دوه وصل کونکي کړۍ

لیکوال: عنایت الله کاکړ

د طالبانو تحریک او امارت، د عطف دوه نقطې:

په افغانستان کې د طالبانو د اسلامې تحریک پیل کیدل او بیا پر ټول هیواد حاکمیدل زموږ د معاصر تاریخ د ماضي او راتلونکي او د ماقبل او مابعد تر منځ د عطف یوه داسې نقطه ثابته شوه چې اثرات او اغیز ې به یې تر اوږدې مودې پورې د هیواد پر ټولنیز جوړښت او سیاست باندي ملموسي او محسوسي وي، حقیقت دا دی چې د طالبانو لومړی ظهور په داسې یوه حالت کې وشو، چې هیواد مو د شوروي یرغل او د هغه د مابعدي اغیزو (After Shocks)له امله د مطلقي شړیدا پر درشل ولاړ وو. د کمونستانو د کودتا او په راوروسته کې د شوروي یرغل په پایله کي د مملکت سیاسي او ټولنیز احوال چورلټ قلب یا سرچپه شو. یو دودپاله مسلمان هیواد په شپه شپه کې پر یوه لنینستي، مارکسستي، سوسیالستي هیواد واړول شو. دین چي زموږ د ټولني په کیمیايي ترکیب کې یو محوري او برخلیک ټاکونکی عنصر وو، د افغانستان له ټولنيزي معادلې حذف کړای شو. ملا خان او ملک چي زموږ د دودیز تولنیز جال وصل کونکي کړۍ وې، له دغه جاله و ایستل شول او ځای یې ګوندي کمیټو او کوپراتیفونو ونیو. که څه هم چي د غه معادله افغانانو قبوله نکړه او پر خلاف یې یو بې امانه ملي مقاومت پیل کړ چي په پایله کي یې شورویان ووتل او کمونستي رژیم سقوط شو، خو له بده مرغه زموږ د ملي مقاومت پر مهال چې افغانانو د خپلي زړې ټولنیزي معادلې د بیا احیاء هڅه کوله، ځینو باندنیو ستراتیژیکو بزرجمهرانو پکې زموږ د ټولنيز ترکيب خلاف د نورو نامطلوبه خبیثه عناصرو د ګډولو هڅه وکړه چې زموږ د ټولنې له دودیز ترکیب سره یې تعامل ونکړای شوای. څنګه چي د افراطیت، ژبني، نژادي او مذهبي سکتوریزم دغه عناصر له خپله آره او ماهیته خبيثه ول، هم په مقدار کي زیات ول او هم یې زهرجني اغیزې ډیري ځواکمني وې، ځکه يې نو زموږ په ټولنیز دیګ کې تخریبي تعامل پیل کړ، د ملي یووالي تر فورمول لاندې يې زموږ د ټولنیز ترکیب لطیف عناصر خنثی کړل، ټولنه مو سقوط شوه، مرکزي نظام له منځه ولاړ او په کابل کې مجاهد تر نامه لاندي د بې فرهنګه غلو غدۍ حاکمه شوه. په ټولنه کې د نظام د نشتون له امله ټوپکوال غله حاکمان شول، د هیواد خاوره د ګز او لويشت په حساب د شر او فساد د دغو عناصرو تر منځ وویشل شوه. د شر او فساد دغه عناصر که په کابل کي وو یا له کابله دباندي، لکه چي مخکي مو اشاره وکړه لکۍ یې زموږ د هیواد د دودیزو مغرضو ګاونډیانو په ستراتیژیکي سوړو کي بندي وې، او دغه مغرضین زموږ ټولنیز ترکیب ته د شر او فساد د دغو خبیثه عناصرو په را ګډولو سره دوه موخې تر لاسه کول غوښتل، لومړی دا چې که وتوانیږي زموږ په ټولنیزه معادله کې د خپلو خبیثو عناصرو د تغلیب له لارې هغه له خپلې خوښې سره سمه او په اوږده مهال کې افغانستان خپله برخه یا علی الاقل تر خپل اشراف لاندي د یوې داسي سیمي په بڼه وساتي، چي سوداګرۍ او باندنۍ اړیکې یې د دوی له لاري تأمینیږي او پنځه زره کلن د خپلواکئ او غرور تاريخ لرونکی افغانستان د مغرضو هیوادونو په یوه داسي تابعه سیمه واوړي چي برخلیک یې د دغو هیوادوونو د کورنیو چارو په وزارت کي د غیر رسمي متبوعو سیمو په ریاست کي د افغانستان د مدیریت له لوري پر مخ وړل کیږي.
خو لکه څنګه چي افغانانو د شورویانو له لورې د تپل شوي معادلې خلاف مقاومت وکړ، د دښمنانو دغه شوم پلان ته یې هم رب ورپام کړ او خورا په ښه وخت کي خورا ښو خلګو یو ځل بیا د هیواد د خپلواکئ برم او حیثیت د ساتلو په موخه اقدام وکړ.

طالبان یو دودیز ځواک، د ناجیانو په دودیز نقش کي:

لکه مخکي چي مو اشاره وکړه دین زموږ د تولنیز ترکیب بنسټیز عنصر وو، په افغانستان کي د ثور تر کودتا وړاندي ټولټال پنځه څلویښت زره جوماتونه ول چي په هر جومات کي د ملا امام تر څنګ اوسطا لس تنه طالبان اوسیدل چي په دې حساب سره پنځه څلویښت زره امامان او نژدې څلور نیم سوه زره فعال طالبان هم ول، په دغه شمیره کي د رسمي او غیر رسمي مدرسو (لکه نور المدارس فاروقي، نجم المدارس، کابل دار العلوم او نورو…) طالبان ندي شامل، او نه هم هغه شمیر طالبان پکې شامل دي چي د هجرت په دوران کي یې زده کړي ترلاسه کړي دي.

دغه علماء او طالبان د ثور له کودتا سره سم د کمونستانو خلاف د جهاد په سنګرونو کي ودریدل او د شوروي له یرغل وروسته په مرحله کي د هیواد په بیلابیلو سیمو په تیره په جنوبي او جنوب غربي حوزه کي د طالبانو ځانګړو جهادي جبهاتو او قطعاتو حماسې وزیږولې او کارنامې یې راتلونکو نسلونو ته په میراث پریښودلې. په کندهار کي د حاجي معاون صاحب مرحوم، لالا ملنګ شهید، مرحوم ملا محمد عمر اخوند او نورو طالبانو ځانګړي جهادي تشکیلات د تقوا، للّهیت او اغیزمنو او پراتیفي عملیاتو له پلوه خورا مشهورول.
په زابل کي د شهید ملا موسی کلیم او معاون صیب ملا مدد خان جبهات او جهاد یې زموږ د معاصرو مقاومتي تاریخ روښانه باب دی، په غزني کې د شهید قاري عبد الله دانش د فدایانو ګروپ او همداراز د هیواد په طول او عرض کي د طالبانو ګروپونه په حقیقت کي زموږ د جهادي بهیر د ملا تیر تشکیلاوه.
حقیقت دا دی چي د یوه دودیز ولسي ځواک په بڼه طالبانو ته د تاریخ په بیلابیلو مرحلو کي د دین او هیواد ساتني دنده له خپلو اسلامي اسلافو نه په میراث رسیدلې وه، د انګلیسیانو پر وړاندي په دری ګونو جګړو کي د طالبانو سپیڅلی مقاومت زموږ د برم او ویاړ نه ډک تاریخ یوه زرینه برخه ده. په کندهار کي د هغه مهال د شهیدو طالبانو یوه ستره هدیره اوس هم شته چي د طالبانو د اسلامي تحریک، امارت او اوسني مقاومت د شهیدانو په راتګ سره یې لمنه نوره هم پراخه شوي ده.

دغه طالبان د شوروي له ماتي او دکمونستي رژیم له سقوط وروسته بیرته خپلو حجرو او جوماتونو ته ستانه شوي وو، خپله ملا محمد عمر مجاهد هم له خپلو وفاشعارو ملګرو سره په سنګ حصار کي په یوه حجره کي میشت وو او له بریت مولوي صاحب څخه یې دیني سبقونه ویل، خو کله چي د پردیو نوکرانو یعني د شر اوفساد د عاملینو د جرایمو او جنایاتو له لاسه وطن د حتمي سقوط د تیاره تونل په خوله کي ولاړ وو، طالبانو یو ځل بیا د خپل تاریخي ملي رسالت په پام کي نیولو سره د خپل کرشماتي مشر ملا محمد عمر مجاهد غږ ته لبیک ووایه او د شر ا و فساد د عاملینو له منځه وړلو او د هیواد نجات ته یې کار ووایه.

ملا محمد عمر مجاهد د یوه بشري رسالت لپاره یو الهي انتخاب:

که د افغانستان معاصر مقاومتي تاریخ ته ځیر شو، نو ګورو چي آن د اسلامي نهضت له پیله موږ بیلابیل مشران تجربه کړل، د شورویانو پر ضد د جهاد په دوران کي د خود ساخته رهبرانو منډیاني ولګیدلې، هر رهبر مو د علم اود کمال له پلوه بحر وو، د وژن، سیاسي بصیرت، فراست له پلوه یې ثاني نه وو، په نړیواله کچه یې د عزت او توقیر دا حال وو چي رونالډ ریګن به يي په سپینه ماڼۍ کې میلمستیاوي کولې، برژنسکي به ورته د خيبر په دره کې لاس په نامه ولاړ وو،انور السادات به ورته لوګی لوګی کیده، سعودي شاهي کورنۍ به یې د ږیري ویښتان او د څادر پیڅکي د تبرک لپاره زغلولې، اربکان او اردګان به یې په پښو کي داسي ناست ول لکه مرید چي د پیر په پښو کي ناست وي.

هو….! د غو رهبرانو علمونه لرل، ‌سندونه یې لرل، شهرت یې وو، خو یو څه چي دوي نه لرل هغه اخلاص وو، هغه حق ته انقیاد وو، هغه له داعیې او ولس سره خواخوږي وه او هغه د الله پر ذات توکل او له غیرالله نه اړیکه شلول وو. همدغه د اخلاص نشتوالی وو چي رب تعالی ورباندي د نصرت دروازې هم وتړلې، سره له دې چې ټوله کفري نړۍ او همداراز اسلامي نړۍ یې ترشا ولاړه وه.

د پیسو خزانې او د وسلو زیرمي یې په لاس کې وې، د نړۍ ټول رسمي او غیر رسمي تبلیغاتي کانالونه یې په خدمت کي ول، مګر بیا یې هم ګام په ګام له دښمنه ماته خوړله، خوار شول ذلیل شول رسوا شول، او خدای ولس او تاریخ ته مختوري شول، إلا ماشاء الله….

چي الله درسره مل نه وي رحمانه
که لښکرې درسره وي، یک تنها یې

له جهادي ليډرانو سره لښکرې ډیري وې، خو الله ورسره مل نه وو، او هغه ځکه چي دغه مشران الهي انتخاب نه ول بلکې یا خو خودساخته رهبران ول او یا هم د مغرضینو ستراتیژکي انتخاب ول چي هدف یې د دوي د شومو اعمالو له لارې د افغان ولس د عظیم جهاد بدنامول او په هیواد کي د سوچه اسلامي نظام مخنیوی وو چي له بده مرغه دښمن کي بریالي هم شو.

خو له بله پلوه د سنګ حصار په خړه پړه حجره کې میشت ملا محمد عمر اخوند وو چي نه یې دیني علوم بشپړ لوستلي وو، نه يې پر نړیوالو سیاستونو کي عبور درلود، نه د ګاونډیانو له مهلکو پلانونو او مخربو ستراتیژیو خبر وو، نه یې له افغانستانه د باندي نړۍ لیدلې وه، نه ېې په نړۍ کې تر دې وړاندې چا عکس لیدلی وو او نه یې هم چا نوم اوریدلی وو.
خو د زده کړو او جهان ګشته جهادي لیډرانو په مقابل کي څو داسې ځانګړنې وې چې ملا محمد عمر تر دې برخمن وو او رهبران یې بې برخې……!

دغه ځانګړني تقوا، اللّهیت، حق ته انقیاد، اخلاص، له ولس او داعیې سره خواخوږي، د رب پر ذات توکل، له غیرالله نه پریکون او د رب په ذات کې فنائيت ول. د طالبانو مشرتابه د هغه ځاني انتخاب نه وو بلکې دا یو الهي انتخاب وو، تر ملا محمد عمر اخوند مشران او سابقه داره ملګري ول چي د تحریک د قیادت وړتیا یې درلوده، خو د هغو ټولو په زړونو کې رب دا خبره را سخه کړه چې یواځې ملا محمد عمر مجاهد دی چي د دوي قیادت کولای شي، او په دې ډول ټولو حاضرو مشرانو د بیعت لاسونه وروغځول، اتلس تنه تش لاسې سروهلي،بر وهلي ملګري د نژدې ټوپکي (تور) پر پاټک د برید لپاره راووتل. د حق د لارویانو د دغې قافلې په تصور کولو سره سړی ته د اردو ژبي شاعر مجروح سلطانپوري دغه شعر ورپه یاد شي چي وایې:
میں اکیلا ہی چلا تھا جانب منزل
مگر
لوگ ساتھ آتے گئے اور کاروان بنتا گیا
او په کم وخت کې د حق پالونکو دغه له مادي اسرې بې برخې کاروان يو په بل پسې د شر او فساد څلې ونړول، د توپکمارو د غرور مورچلونه یې نسکور کړل، جهاد په نامه د فساد عاملينو خالې یې ړنګې کړې، د راسیزم، فاشیزم او سکتوریزم بتان یې مات او د مغرضو ګاونډیانو نوکران یې پسې وزغلول، او د هیواد له پولو یې د باندي وایستل.

اسلامي امارت، شانداره ماضي او روښانه مستقبل د عطف نقطه:

فقیر ملا محمد عمر مجاهد د شر او فساد له ماتولو وروسته د حکومت په جوړولو کې هم د فاسدو رهبرانو متکبرانه دود مات کړ، رهبرانو به تل د اسلامي نظام له حاکمیته خبري کولې، خو کله چي موقع په لاس ورغله پوچ وختل.

خو ملا محمد عمر مجاهد د دودیزي اسلامپالني پر وړاندې نه د نړیوالو حساسیتونو پروا وساتله او نه د لائم د لومې، سلګونه کلونه وروسته یې د اسلافو پر دود د شرعي بیعت له لاري اسلامي امارت رامنځته کړ، یو داسې امارت چي د لويې لارې پر سر په جومات کي پر لمانځه د ولاړو خلکو تر منځ به چا دا توپیر نشوای کولای چي په دوی کي يې کوم یو امیرالمؤمنین، کوم یو مجاهد او کوم یو یې عام ولسي وګړی دی.
پروټوکول، کش او پش، اشرافیت او وي آيي پیزم ته یې د پای تکی کیښود.
خو ای وای بدمرغي چې نړیوال کفر چې کله پر دې پوه شو چې اسلامي امارت د دې امت د ماضي د شانداره روایاتو او د اسلام تر سیوري لاندي د روښانه مستقبل تر منځ د عطف نقطه ثابتیدای شي، نو يې هر لوري ته د دسیسو او توطئو دامونه وغوړول، او په دغو توطئو کې زموږ هغه تش په نامه مسلمان خواخوږي مخکښ پاتي شول، چي په ښکاره یې زموږ پر شا ډبولو خو په پټه یې زموږ د هیواد ماتولو ته چم جوړ کړی وو.

مقاومت، سوله او د طالبانو دوهم ظهور:

طالبانو د ملا محمد عمر تر قیادت لاندي د امریکايي یرغل په وړاندي کټ مټ داسي بې امانه مقاومت وکړ لکه افغان ولس چي د شورویانو پر خلاف کړی وو. که څه هم شورویان مات او کمونستان سقوط شول، خو د شوروي د یرغل مابعدي شوکونو زموږ د هیواد بشپړ څلور نور کلونه هم ولړزاوه. په دغو مابعد شوروي اغیزو کې که له یوې خوا کمونستي ملیشو بارز نقش درلود نو له بلې خوا زموږ د مغرضو ګاونډیانو نوکران هم د هیواد په ورانولو کې بشپړ دخیل ول. اوس چې طالبان د خپل مرحوم امیر د وړاندویني او وژن سره سم د امریکایې یرغلګرو پر خلاف مقاومت کې بریالي راوتلي دي، د دغه یرغل مابعدي ټکانونه د طالبانو انتظار کوي. سیناریو په کم توپیر سره هماغه ده لکه د شوروي له وتلو وروسته چي وه، خو دوه سترتوپیرونه شته او هغه دا چې د مجاهدینو مقاومت سره پاشلی، ویشلی او بل دا چې تر ډيره په باندنیو مغرضینو پوري تړلی وو.
خو د طالبانو صف واحد دی، مشر یې معلوم او تګلاره یې واضحه ده، د طالبانو او مجاهدینو ستر توپیر دا دی چي مجاهدین شعورا د معرضینو ګاونډیانو لمني ته لویدلي او د هغوی پر دام کیوتلي ول، خو طالبانو شعوار ځان د مغرضو ګاوندیانو له ګورت نه داسي ایستلي لکه کب چي د ښکاري له لاسه ووزي، طالبانو له ګاونډیانو سره د دغه غلامانه تړاو د نه منلو خورا لویه بیه هم پرې کړیده. د لومړئ درجې زیاتره قیادت یې د خپل دغه دریځ قرباني کړی دی….

یو بل ستر توپیر دا دی چي د شوروي د یرغل په مهال قرباني مجاهدينو ورکړه خو له شورویانو سره خبري اتري ګاونډیانو کولې، خو له امریکا سره مقاومت او خبرو اترو دواړو کې اصلي فریق طالب دی.
نن په داسي حال کې چې طالبان د خپل عبقري مشر د وفات اووم تلین لمانځي، په افغانستان په سیاسي ټولنیزه افق باندي په نوي بڼه د بیا ظهور په حال کي دي.طالبان یو ځل بیا حاکمان کیدونکي دي، که حاکمان نه وي، نو په حاکمانه پوزیشن کي به ارومرو وي، خو که هر څه وي طالبانو ته یو خطرناک مسئولیت ورله غاړي دی.

په نویمو کلونو کي په ورته سیناریو کې د نجات تر ساحله پوري د هیواد بیړئ رسول خورا ستره ځیرکتیا، فراست، احتیاط او دقت غواړي.

خو تر دې ټولو مهم او حیاتي توکي چې طالبان یې باید د خپل مشر مرحوم په اقتضاء او متابعت کي خپل کړي، تقوا او اخلاص دی. د مجاهدینو مشرانو ته وګورئ له علمي پلوه ټول له ځانه پوره ول، خو چې تقوا او اخلاص یې نه وه، رسوا شول.

ځکه نو هغوي ته په کار دي چې د خپل مرحوم مشر په اقتفاء سادګي او فقر خپل کړي، له وړو وړو قبيلوي چوکاټونو راووزي او د ملت په کچه فکر وکړي، د محدودو افکارو پر ځای افاقي فکرونه خپل کړي. فقر او استغناء خپله کړي، مادیت ته نه ووايي، د این او آن پر ځای له رب سره خپله اړیکه ټینګه کړي، د هغه به ذات کې فناء شي، پر هغه توکل وکړي، د ولس قیادت پلرنی میراث نه بلکې یو الهي امانت وګڼي. خو که داسې ونکړي، پر خپل علمیت، درایت، بصيرت او فراست غره شي، تقوا او اخلاص ته شا کړي نو همدغسې به رسوا شي لکه د مجاهدینو رهبران…!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx