نن ټکی اسیا

د شیخ مولوي الله نور صاحب (رحمه الله) اړوند یوه لنډه خاطره!

مولوي عبدالحلیم مخدوم

کله چې حافظ حمدالله مشهور په حافظ ګلالي له ملا دادالله آخند (تقبله الله)سره په هلمند ولایت دګرمسېر ولسوالي کې د آمریکايي طيارو په وحشیانه بمبار کې شهید شو، زه یې کور ته د فاتحې لپاره ورغلم، غرمه مهال و دروازه مې ور وټکوله یو کوچني ماشوم در وازه را خلاصه کړه، پوښتنه مې وکړه غیر له شیخ صاحب په کور کې نور څوک نه وو، که مې کتل شیخ صیب خپله در وازې ته تشریف راوړ، له روغبړ وروسته یې مېلمستون ته بوتلم، اوس نو ما ځان دې ته جوړوو چې د تسلیت اړوند څه و وایم، شیخ صاحب (رحمه الله) د حافظ صاحب (تقبله الله) د مناقبو په بیان پيل وکړ له هغې بعد یې د شهید د مقام اړوند ډېر څه وویل په دې ټول بیان کې یې تر پایه له سترګو اوښکه نه ده راغلې په آخر کې د تفسیر القرطبي په حواله دشهید په مناقبو کې دا حدیث هم بیان کړ :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

“شهيد ته اللهﷻ پنځه داسې اعزازونه ورکړي دي، چې هغه عزتونه يوه پيغمبر ته نه دي ورکړل شوي؛ حتی ماته هم ندي راکړل شوي؛

اول: دټولو انبياوو روحونه ملک الموت قبض کړي دي، زما روح به هم ملک الموت قبض کړي ؛

مګر دشهيدانو روحونه اللهﷻ په خپل قدرت سره خپله قبضوي، ملک الموت نه ورباندې مسلطوي؛

دویم: ټولو انبياوو ته پس له مرګه غسل ورکول کېږي، ماته به هم غسل راکړل سي، مګر شهيد ته غسل نه ورکول کېږي، او نه هم شهيد ددنيا اوبو ته اړتيا لري.

دريم: ټولو انبياوو ته کفن ورکړل شوی، ماته به هم کفن راکړل شي، مګرشهيد ته کفن نه ورکول کېږي بلکې له خپلو جامو سره خښیږ‎ي.

څلورم: ټولو انبياوو ته پس له مرګه مړه ويل شوي دي، ماته به هم پس له مرګه مړ ويل کېږي مګر شهيد ته مړ نه ويل کېږي.

پنځم: ټولو انبياوو ته دقيامت په ورځ دشفاعت اجازه ورکول کېږي، ماته به هم دقيامت په ورځ د شفاعت اجازه راکړل شي ، مګرشهيد ته هره ورځ دشفاعت اجازه ورکول کېږي”.

تفسير القرطبي