افغانستان

سهیل شاهین هندي شنونکو ته: طالبان په ګاونډ کې ښې اړیکې غواړي او د افغان خاورې د ناوړه استعمال مخه نیسي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): په قطر کې  د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» وایي، طالبان په سیمه او ګاونډ کې له پرتو هیوادونو سره نېکې اړیکې غواړي او کله هم اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په زیان استعمال شي.

د «دي هندو» ورځپاڼې د راپور په اساس، شاهین دغه څرګندونې د یوه انلاین سیمینار له لارې هندي شنونکو ته کړې، ده له هند سره د طالبانو د اړیکو په جواب کې ویلي « موږ د سیمې او ګاونډ له ټولو هیوادونو سره غوره اړیکې غواړو، داسې اړیکې چې د متقابل احترام او متقابلو ګټو په بنسټ ولاړې وي.»

د شاهین په قول، دوی به کله هم بهرنیو کړیو او سازمانونو ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد د تهدید لپاره وکاروي « موږ به بهرنیو سازمانونو ته اجازه ورنکړو، د افغانستان له خاورې بل هیواد په نښه کړي، موږ به داسې قوانین وضع کړو، چې دا ډول کړنې ودروي.»

نوموړي ددې تر څنګد ښځو حقوقو ته د طالبانو ژمنتیا یاده کړې او ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په خپل ټیم کې ښځو ځای ته ورکړي که نه؟ نوموړي ویلي «هر څه امکان لري.»

شاهین داسې مهال د سیمې له هیوادونو سره د ښو اړیکو درلودلو ټينګار کوي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو سیاسي استازو د چین، روسیې، ازبکستان او پاکستان په ګډون د سیمې ګڼو هیوادونو ته سفرونه کړي او داسې ښکاري، چې تر ډېره یې هغوی ته له خپله اړخه قناعت ورکړی.

شنونکي په دې باور دي، چې طالبان په کمو امکاناتو؛ خو بریالۍ ډيپلوماسۍ توانېدلي، د سیمې هیوادونه د خپل دريځ ملاتړ ته وهڅوي او د راتلونکي افغانستان په اړه د هغوی اندېښنې ځواب کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close