نظــر

چين ولې د کرونا خطرات پټ وساتل؟

سعيد «افغان»

چين د کورونا وژونکي ناروغۍ خطرات پټ وساتل، ترهغې چي دا وژونکي ناروغي په ټوله نړۍ کي په ناورين بدله سوه.

کورونا وژونکی وايروس «کويډ_۱۹» په لومړي ځل د چين په «ووهان» ښار کي خپور سو، چي دا مهال يې د نړۍ تر «۱۱۰» زياتو هيوادونه ته انتشار کړی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان پر چين نيوکه کوي، چي ولي يې کورونا وژونکي ناروغۍ آړوند مخکي له مخکي ترتيبات ونه نيول او ولي يې ددغه وايروس د نښو نښانو او په سرعت له خپرېدو څخه نړۍ خبره نه کړل؟

ياد سازمان وايي، چين په لوی لاس کورونا وايروس په ټوله نړۍ کي خپور کړ او په دغه وژونکي ناروغۍ سره يې د افغانستان په څېر د نړۍ د ډېرو بېوزلو هيوادونو اقتصاد ته ضربه ورکړل.

د روغتيا نړيوال سازمان او يوشمېر هيوادونه ځکه چين په دې پړ بولي، جي نه يې خپله کورونا ناروغي مهار کړه او نه يې هم نورو هيوادونو ته ددې وژونکي ناروغۍ د خپرېدو مخنيوی وکړ.

چين نړۍ ته د کورونا د خبر او احتمال نه ورکولو په صورت کي د نړۍ «۷.۸» بيليونه نفوس وننګاوه او ددې ترڅنګ يې د افغانستان په ډول د نړۍ ډېری ټيټ اقتصاد لرونکي هيوادونه د بحران سره مخ کړل.

روغتيايي کارپوهان کورونا ناروغي د وايروسونو په يوه لوی کور پوري تړاو لرونکې ګڼي او دا وايروس د «سارس» په نوم هغه وژونکي وايروس ته ورته بولي، چي په «۲۰۰۲م» کال کي په چين کي راپيدا سوی و.

د دقيقو آرقامو له مخي، سارس ناروغۍ هغه مهال په چين کي ۸زره کسان نيولي وه او «۷۷۴» کسان له دې ناروغۍ څخه مړه سوي وه.

په عادي حالت کي په کورونا مبتلا کېدل د یخنۍ لامل کیږي، مګر په ځینو حالتونو کې بيا د شدید تنفسي سنډروم لامل کیږي؛ په انسانانو کي ددغه وایروس په لومړنيو نښو کي تبه، ټوخی او ساه لنډي شامل دي.

تراوسه ددغه وایروس لپاره هیڅ واکسین شتون نه لري، نو ځکه يې د خپرېدو د مخنیوی یوازينۍ لار د ناروغ پر وخت تشخیص کول او قرنطین بهترينه درملنه ښودل سوې ده.

روغتيايي څېړونکي آټکل کوي، چي ښايي په نړيواله کچه په کورونا د آخته کسانو له هرو ۴ څخه ۳ يې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

چين په ټوله نړۍ په ځانګړي ډول په افغانستان ځکه ملامت دی، چي د کورونا په څېر د وژونکي ناروغۍ خطرات يې پټ وساتل، ترڅو چي ددې وژونکي وايروس په پايله کي د افغانستان په شمول د نړۍ ډېرو بېوزلو او غريبو هيوادونو قرباني ورکړه او لاهم پکي د کورونا بحران روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx