نړۍ

کوټه: دیوي امریکنی مرسته کونکي مؤسسي کارکونکي وتښتول شول

empoyees_of_NGO_kidnapped(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۹) پښین: له یوی امریکایی مرسته کونکي مؤسسي ( ARC) سره کارکونکي اته تنه پاکستاني وګړی نن هغه وخت وتښتول شول کله چی دبلوچستان ایالت دپښین له ضلع څخه دکوټي په لور روان وو، له سیمي څخه امنیتی چارواکي وایی اته سره کسان هغه وخت نادرکه شوي دي کله چي یی په سیمه کی دافغاني مهارجرو یو پنډغالي کي خلکوته مرسته ورکولي اوله سیمه څخه بیرته دکوټي په لور راروان شوی وو.

دپښین دضلعي مرستیال کمشنر منصورکاکړ له خبری رسنیو سره په خبرو کی وویل، تښتول شوی کسان له پښیين څخه کوټي پرلاروو چی تښتول شوی دي ‎، نوموړی زیاته کړه مونږ  هڅي پیل کړی دي ترڅو دتښتول شویو کسانو درک ولګوو، خودراوسه پوري کومي نتیجي ته نه یو رسیدلي، اوتراوسه داهم نه ده مالومه چی دغه کسان دچاله لوري او ولی تښتول شوی دي، دغه موسسه له کال ۲۰۰۲ څخه راپدي خوا دبلوچستان په ایالت کي کارکوي اوله افغانی مهاجرو سره په مختلفو بخشونو کی مرسته کوي.

د ARC په نامه سره دغي موسسي له کال ۲۰۰۵ راهیسی کله چي دپاکستان شمال یوي وژونکي اوویجاړونکي زلزلي وښوراوو، هلته هم کار باندی لاس پوري کړی دی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x