افغانستان

ملي امنیت شورا: تېره اوونۍ کې امنیتي ځواکونو تر درې سوه زیات طالبان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې، چې طالبان وایي، تر خپله وسه یې له بریدونو لاس نیولی او یو ډول دفاعي حالت یې غوره کړی، ملي امنیت شورا  اقرار کوي، چې  په تېره یوه اوونۍ کې يې تر پنځه سوه زیاتو طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اړولې.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» نن یوې خبري ناستې ته وویل، تېره اوونۍ د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري ۳۰۹ طالبان وژل شوي او ۲۱۰ نور ټپیان دي.

فیصل که څه هم د دولتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل؛ خو پر طالبانو یې تور ولګاوه، چې پر ملکي وګړو یې بریدونه کړي او ۳۴ تنه ملکیان وژلي.

د نوموړي په خبره، طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، جګړه یې ډېره کړې، بندیان یې د ور سپارل شوي لست مطابق نه دي خلاص کړي؛ نو ځکه امریکا ته ښایي، له خپل ادرسه پر هغوی باندې د ژمنو د عملي کولو غږ وکړي.

ملي امنیت شورا داسې مهال د سلګونو طالب جنګیالیو د وژلو خبر ورکوي، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» او د حکومت سیاسي ملاتړي په پرلپسې ډول له طالبانو غواړي، څو اوربند ته غاړه کېږدي او یا په بریدونو کې کمښت راولي.

په ورته وخت کې طالبان بیا وایي، سره له دې چې تر ډیره حده یې بریدونه را کم کړي، خو که د توافقنامې د تطبیق په وړاندې پراته خنډونه لرې شي، هم به اوربند ته زمینه برابره شي او هم به د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار خلاصه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Sallamoona, You wish. , It is a guerrilla war, when we say a guerrilla war that means a small number of Mujahideen will wait for an opportunity to attack an organized military force. During this fight they are very careful to make sure they win and do not suffer. If not the guerrillas will back off immediately to make sure they do not suffer. Most of the times they are very successful at the time of the fight and they guerrillas win the game. After the fight when the sun comes up, the organised military forces will bomb or attack… نور لوستل »

جمیل

د امریکا غلامان دومره ډیر طالبان وژنی او طالبان بیا یوازی ولسی خلک وژنی ، عجیبه ده ، چی کوم احمق به دا درواغ ومنی ، دا احمقان داسی ښکرور درواغ وایی چی یوازی خپله څیری . همدا اوس د بی بی سی په شیطانی پاڼه کی د خلیلزاد تر سرلیک لاندی د دفاع؟ وزارت له خوا ویل سوی چی طالبان د ورځی لس بریده کوی(که رشتیا وی؟ دا پخپله دا ښیی چی طالبانو د پخوا په پرتله بریدونه ډیر لږ کړیدی ) . په همدی پاڼه کی بیا د ملی امنیت ؟ د شورا تر سرلیک لاندی د ملی… نور لوستل »

Adam Khan

JAMEEL SAIB , MILLI AMNIT DAEROGH DIR WAYEE
DOI FAKAT GORAH GORAH WAYEE AW KHOLA YEE OBA KAWEE

جمیل

د دی شوده په حساب چی په یوه اوونی کی یی ۵۱۹ طالبان وژلی او ټپیان کړیدی چی دکاله تقریبا ۲۷۰۰۰ کیږی او په ۱۹ کالو کی تقریبا ۵ لکو ته رسیږی . دا خو یوازی دوی وژلی دی نو اشغالګرو به په خپلو وژونکو وسلو او وحشی او ناترسه نظامیانو خامخا تر دی څو چنده ډیر وژلی وی ، خو دوی بیا تل دا هم وایی چی ټوله طالبان به د ۴۰ زرو په شاوخوا کی وی .
بیایی هم و اټکلوی چی دا د خدای دښمنان څه وایی .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x