افغانستان

مزار شریف: لاریون کوونکي وایي، له بېکارۍ او فقر سره مخ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): په بلخ کې د کورونا ویروس له خپرېدو او د مزار شریف د ښار له قرنطین کېدو سره، سره ددې ولایت زرګونو اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړی او له فقر او بېکارۍ سر ټکوي.

د اوا خبري اژانس د راپور له مخې، لاریون کوونکو له مزار شریف تېره شوې لویه لار تړلې او ادعا کوي، چې فقر او بېکارۍ له جدي ستونزو سره مخ کړي؛ خو دولت ورته هیڅ پاملرنه نده کړې.

لاریون کوونکي، چې په لویه لار باندې یې ټیرونو او لرګیو ته اور ورته کړی، وایي، د کورونا له امله یې دندې له لاسه ورکړې او نشي کولای، کورنۍ ته د ماښام ډوډۍ برابره کړي.

په ورته وخت کې د بلخ د والي ویاند «منیر فرهاد» بیا وایي، د مسجدونو د امامانو او د کلیو د وکیلانو په مرسته یې د پنځلس زره مستحقو کورنیو لست برابر کړی او خوراکي توکي به ور باندې وویشل شي.

د بلخ  د ولایتي شورا رییس بیا د حکومت له لوري کېدونکې مرسته کمه بولي او وایي، په بلخ کې ۱۶۸ زره کورنۍ شته خو حکومت یوازې پنځلس زره کورنیو ته د مرستو ویشلو پلان لري.

یاده دې وي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس خپرېدو ګڼ هیوادوال له ستونزو سره مخ کړي او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

داچی کابلیان تر مزاریانو یوڅه نازولی هم دی یو څو کورنیو ته یی پر کور څلورنیم کیلو غنم ورکړل ، د مزار ۱۵ کورنیو ته به هم پر کور دوه نیم کیلو غنم ورکړی .
دا فاسد او غله غلامان په مسکینانو او غریبانو هم ملنډی وهی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x