
تر کرونا پس «لومړۍ برخه»
حفيظ الدين پيرزاده
د فرانسې انقلاب ( ۱۷۸۹م- ۱۷۹۹ م )
د فرانسې صنعتي انقلاب لس کاله دوام وکړ، خو د خامو موادو برابریدل او د شرایطو مساعدیدل ورته تر سلو زیات کلونه نیولي و.
د فرانسې انقلاب د نړۍ نخچه بدله کړہ، مسلط دین او پاپان یې تر کلیسا پورې محدود کړل. سیکولرزم په غربي ټولنو کې د یوہ اصل په توگه ومنل شو.
په اتلسمه عیسوي پیړۍ کې ھمدا انقلاب د نړۍ پر مخ تر ټولو لویه واقعه وہ، خو انقلاب بنفسه موخه نه وہ بلکې موخې ته د رسیدو وسیله وہ.
لومړۍ نړیواله جگړہ او د بلشویک انقلاب
په ۱۹۱۴ م کې لومړۍ نړیواله جگړہ ونښته، په روسیه کې تزار امپراطوري وہ. ھغه مھال روسیه د دولس میلیونه فوځ په لرلو سرہ د نړۍ تر ټولو ستر نظامي طاقت و، خو په لومړۍ نړیواله جگړہ کې یې نژدې پنځه میلیونه نظامي پرسونل معیوب او یا ووژل شول. فقر، بیکاري، د ارتزاقي موادو لوړو بیو او د تزار امپراطورۍ استبدادي نظام د بلشویک انقلاب ته لار خلاصه کړہ. ولادیمیر لینن وتوانید چې په اکتوبر ۱۹۱۷ م کې د روسیې واگي په لاس کې واخلي.
بُلشِویک په روسۍ ژبه کې اکثریت ته وایي او دا انقلاب د روسیې د کمونست گوند چې بلشویکان ول، لخوا ادارہ کیدہ.
تر لومړۍ نړیوالې جگړې او د بلشویک له انقلاب څخه پس ھم د نړۍ د سیاسي جغرافیې نخچه بدله شوہ.
روسیه شوروي اتحاد شو، د مرکزي اسیا آزاد مسلمان ریاستونه یو په بل پسې له منځه لاړل او د نړۍ په ھر گوټ کې د پام وړ تغیرات راغلل.
دویمه نړیواله جگړہ ( ۱۹۳۹م- ۱۹۴۵م )
دې جگړې ھم د نړۍ سیاسي، جغرافیوي، او ټولنیزہ نخچه بدله کړہ. د جاپان او ایټالیا امپارطورۍ له منځه لاړې، المان وویشل شو، ستر عثمان خلافت په ترکیې بدل شو، شرقي اروپا کمونست بلاک شو او په اسیا او افریقا کې د غربي ھیوادونو استعمار مات شو چې په نتیجه کې یې ډیر ولسونه آزاد او ځینې نوي ھیوادونه وزیږیدل.
د یولسم سپتمبر حادثه ( ۲۰۰۱ م )
په یولسم د سپتمبر ۲۰۰۱ م کې د امریکا دوہ دنگ څلي چا وویشتل چې په تعقیب یې د نړۍ په نخچه کې نوي تغیرات راغلل.
غرب اسلام او مسلمانان په ټوله کې په دوہ کټه گوریو وویشل؛ ھغه چې اسلام یې د مذھب په توگه منلی، بې ضررہ وگڼل شول خو ھغوی چې اسلام یې دین گاڼه، غرب خپل مدعیان او دښمنان وبلل.
له دې سرہ یې افغانستان او عراق اشغال کړل او په مصر، سوریه، یمن، لیبیا، سوډان او نورو کې یې یا د خپلې خوښې حکومتونه نصب کړل او یا یې د ھرج او مرج پر جوړولو بې ثباته کړل.
کرونا
که پورته ذکر شویو حوادثو ته لږ ځیر شو، و به وینو چې تر ھرې سترې حادثې را وروسته د نړۍ په سیاسي جغرافیه، ټولنیز جوړښت او اقتصادي حالت کې د پام وړ تغیرات راغلي؛ که یو ځای ځینې ھیوادونه له منځه تللي نو بل ځای بیا د نړۍ پر مخ نوي ھیوادونه را ټوکیدلي.
که د یوې سترې واقعې په نتیجه کې ځینې ولسونه له قحط، وچکالۍ او ولوږې رنځیدلي نو بل ځای بیا کورنیو جگړو زور اخیستی. که د یوې حادثې را وروسته ځینې محکوم ولسونه آزاد شوي نو د بلې په تعقیب ځینې نور یې غلامان شوي!
سترې پیښې پخپله لمنه کې ستر بدلونونه لري. د تیلو منفي بیه که ھمداسې دوام وکړي ښایي پولي انفلاسیون را منځته کړي چې تر ټولو ستر زیان به یې ډالر ته وي ځکه ډالر نړیواله پیسه دہ او د اوپیک یا د تیلو د نړیوال سازمان د فیصلې مطابق د تیلو خرید او فروش یواځې په ډالر ممکن دی. د تیلو د تولید او بیو په اړہ د تیلو د صادرونکیو دوہ مخکښو ھیوادونو، سعودي او روسیې ناندرۍ او لانجې لا پخپل ځای پاته دي.
کرونا د نړۍ او په ځانگړي ډول د غرب اقتصاد داسې وځاپه چې ښایي غربي نړۍ تر کرونا پس سترو ریفورمونو ته مخه کړي. د بي بي سي په حواله د کرونا له امله نړۍ ته د ورپیښو شویو اقتصادي خساراتو اټکل تر اوسه نھه تریلونه ډالر دی.
د خوراک نړیواله ادارہ تر کرونا پس له لوږې سرہ د مخ انسانانو تعداد تر ۲۵۰ میلیونه زیات یادوي.
د غربي ھیوادونو GDP یا د سړي سر عائد ھم مخ په ځوړ روان دی.
کرونا به میاشت، کال او یا چې کله د الله عزوجل ارادہ وہ ختمه شي، لکه د نورو ولسونو پشان به موږ ته ھم ځاني او اقتصادي خسارات را ورسوي خو تر کرونا پس به ټوله نړۍ د پورته ذکر شویو او یا دی ته ورته نورو چلنجونو سرہ مخ وي چې موږ ھم ترې مستثنا نه یو، اوس دلته پوښتنه دا دہ: آیا موږ من حیث القوم د دا رنگ ننگونو د ځواب استعداد لرو؟! آیا موږ د روان ناورین په موجودیت کې د بل یوہ متحمل کیدای شو؟!
که ځواب منفي وي نو حل لارہ څه دہ؟!
څه باید وشي؟!
نور بیا……..
________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د اپریل ۲۴/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن