افغانستانسولې اړوند خبرونه

حنیف اتمر: تلپاتې سوله یوازې د جمهوري نظام په چوکاټ کې راتلای شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «حنیف اتمر» وایي، تلپاتې او سرتاسري سوله یوازې د جمهوري نظام په چوکاټ کې شونې ده.

اتمر دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر«وانګ یو» یو سره د لیدنې په مهال کړې.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین سفر ددې  لیدنې په ترڅ کې د کابل او بیجینګ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او د اتمر په کاري دوره کې یې په هره برخه کې د اړیکو د غښتلتیا هیله څرګنده کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دواړو لورو د نورو موضوعاتو تر څنګ د سولې د هڅو، بین الافغاني مذاکراتو، اوربند او د طالب زندانیانو د خلاصون په اړه هم خبرې کړې او د چین سفیر د خپل هیواد له لوري د سولې د هڅو د ملاتړ ډاډ څرګند کړی.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې اتمر د چین له هڅو قدرداني کړې او ادعا یې کړې، چې تلپاتې او سرتاسري سوله یوازې د «جمهوري نظام» په چوکاټ کې راتلای شي.

اتمر داسې مهال سرتاسري سوله یوازې د جمهوري نظام په چوکاټ کې شونې ګڼي، چې طالبان وایي، د نظام په اړه پرېکړه به د افغانانو د خپلمنځي خبرو په مهال کېږي او دا د هغوی خوښه ده، چې کوم ډول نظام ټاکي.

طالبانو ددې تر څنګ په بیا، بیا ټینګار کړی، چې د نظام نوم ورته مهم نه دی؛ بلکې محتوا او له اسلامي اصولو سره برابروالی اړین ورته برېښي او په دې برخه کې د افغانانو د انتخاب په اساس پرېکړه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

جمهورى برابر ددموكراسى
د شه نوم نه لاندى بد كار كيدلاى شى خو د بد نوم نه لاندى شه كار محال دى د شرابو كارخانه كى د زمزمو اوبه نه جوريژى
چاول سنگ به سکھ وى
هر نظام او هره تگلاره اول د هغه له نوم څخه پيژندل كيژى
څوك څوك به راضى کړې

نواب

اتمر: تلپاتی سوله یوازی دکمونیستانو په چوکات را تلی شی.

الحاج استاذ بیانزی

امریکایانو ولی زمونږ هیواد اشغال کړو؟ ځینی وایی، چه د غج اخستنی له امله، ځینی بیا وایی چه دا هیواد ډیر معدنیات لری ځینی وایی د سوق الجیشی اهمیت لرلو له مخی او داسی نور غچ اخستنه خو ناسمه ځکه ده چه ۹/۱۱ باندی خپله امریکایان قانع شوی چه د بوش د اداری له خوا پلان شوی او په افغانستان او عراق باندی د اشغال د پاره یی عملی کړو. مګر دا چه افغانستان ډیر معدنیات لری ، زمکه به یی د نشه توکو تولید او قاچاق د پاره وکاروی ، د سیمی د هیوادو کنترول او څارنه به د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x