افغانستانسولې اړوند خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان د تشدد او سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو غږ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان د روژې میاشتې ته د درناوي په مناسبت په افغانستان کې د تشدد د کمولو، اوربند او د سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو غږ کړی.

ددې سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روژې د میاشتې په مناسبت باید د جګړې ټول ښکېل لوري د یوه بیړني اوربند د رامنځته کولو لپاره کار وکړي او تشدد ته د پای ټکې کېږدي.

خبرپاڼه کې وړاندې په افغان سیاسي مشرانو باندې د روان سیاسي بحران د حل غږ شوی او ویل شوي « اسلامي همکاریو سازمان له ټولو افغان لورو غواړي، څو د یوه سوله ییز ډيالوګ له لارې خپل اختلافات پای ته ورسوي، توافق ته ورسېږي او د افغانانو په رهبرۍ د یوې تلپاتې سولې راتګ ته زمینه برابره کړي.»

یاد سازمان د افغانستان له خلګو سره د خپلې همکارۍ د دوام ډاډ څرګند کړی او  له ټولو افغان مشرانو یې غوښتي، چې د ملي یووالي په ساتلو سره د کورونا وبا مقابله  وکړي او تر خپله وسه یې د خپرېدو مخه ونیسي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د اسلامي همکاریو سازمان له دې اعلامیې هرکلی کړی او له افغان سولې پروسې یې ددې سازمان ملاتړ ستایلی.

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال په افغانستان کې د اوربند غږ کوي، چې د طالبانو له لوري د توافقنامې د نه پلي کېدو په صورت کې د حکومت د اوربند غوښتنه «نا معقوله» بلل شوې او ویل شوي، چې دا ډول غوښتنې له اصلي مسایلو څخه د خلګو د پام اړولو په غرض کېږي.

د طالبانو په خبره، له امریکا سره شوې توافقنامه د سولې د راوستلو لپاره غوره میکانیزم دی، چې ملګرو ملتونو هم تائید کړی؛ نو ځکه ښايي، عملي شي او له همدې لارې اوربند ته د رسېدو هڅه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

خليلزاد ضلال خو دير مست ښكارى لكه چ كومه شيرينى په امريكايانو وخوړو او د امريكايانو خوله د كوژدى په شيرينى خوژه كړى ده ، د امريكايانو لخوا ښه په شا دبول شوى او نازول شوى ده .
اوس چڼى وهى او غواړى بي ولوره يا د وعده شوى ولور څخه په كم شى ناوى هم د امريكا لمن ته وغورزوى
هى هى بيضميره شرميدلى خرڅ شوى اجنتانو په مردار خوراك به موړ نشى نو

جمیل

دا د یهود او نصارا د ګټو لپاره جوړ سوی سازمان کټمټ لکه د استعماری کفارو ګویا څه چی هغوی وایی دوی یی تکراروی . د دوی څخه بیله شره د خیر غوښتنه نسی کیدای ، دا ۱۹ کاله کومی بمباری او وحشت چی پر افغانانو کیږی یو ځل یی هم ږغ را ونه ایستی چی پر مسلمانانو دی دا بمباری او وحشت لږ سی ، خو د بامیان د بت دفاع په ویاړ او مړانه کوی او جهاد هم په ویاړ او مړانه غندی . د دی ( اسلامی !؟ )سازمان د استازو ظاهره ته چی وکتل سی یو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x