افغانستان

د ولایتي شورا غړی: وردګو کې امنیتي ځواکونه له جګړې پرته ولس په توپونو ولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا یو تن وکیل وایي، په دې ولایت کې پرته له دې چې د مخالفینو له لوري له امنیتي ځواکونو سره کومه نښته رامنځته شي، دولتي سرتېري د ولسي وګړو کورونه په توپونو ولي.

شریف الله هوتک، چې د عسکرو له لوري د وروستیو توغول شویو توپونو په پایله کې د زیانمن شویو ولسي وګړو د پوښتنې په موخه روغتون ته تللی، وایي، نن له روژه مات یوازې پنځلس دقیقې وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري يو کور په ډي سي توپ لګېدلی او د ښځو په ګډون څلور تنه پکې ټپیان شوي.

هوتک  له جګړې پرته په یوه سیمه کې د ولسي وګړو په نښه کول له ولس سره ښکاره دښمني بولي او وايي «ميدان وردګو ولايت کى بې عدالتي ترحده اوښتې، مونږ به له خپلو ولسونو او ځوانانو سره تر مشورو وروسته د محلي ادارى د ټولو خپلسريو او بى عدالتیو پروړاندى غږ اوچتوو .»

د نوموړي په خبره، په دې وروستیو کې د وردګو ولایت د مرکز ميدانښار، نرخ ، سيدآباد او چک ولسوالیو د اکثریت سیمو اوسېدونکي د بې هدفه ډي سي ړندو توپونو او هاوان مرمیو له توغولو تر پوزې راغلي دي او که دا کار دوام پیدا کړي، د ولس او حکومت تر منځ به شته فاصله لا پسې زیاته شي.

یاده دې وي، چې دا یوازې میدان وردګ ولایت نه دی، چې اوسېدونکي یې د دولتي ځواکونو د ړندو توپونو تر دم لاندې دي، همدا تېره ورځ د غزني ولایت مرکز اړوند شالیز سیمه کې هم د توپچي برید پرمهال ۱۴ تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

په ملکي وګړو باندې د دولتي او بهرنیو ځواکونو بریدونه داسې مهال دوام لري، چې حکومت او بهرنیان په پرلپسې ډول طالبان د جګړې د شدت په زیاتوالي تورنوي او له هغوی د اورکم او اوربند غوښتنې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Sallamoona

What a shame. GOZAR KAWA, KHO LAS SHA TA NEESA.

They drop those huge bullets on houses killing innocent babies and mothers. They then keep their bloody hands at the back of their bodies and pointing to Taliban that Taliban attacked on us despite the peace agreement,

HONEY KEEP COUNTING YOUR DAYS NAN DI KA SABA DA KALLAI DI DA MULLA DADULLAH

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx