دیني، سیرت او تاریخ

روژه او نبوي لارښوونې «پنځمه برخه»

حامد افغان

روژه د قرانپوهنې میاشت

لفظ او معنا دواړه قران دي

د اصول الفقه د علم له تعریف سره سم د قران لفظ او معنا دواړه قران بلل کیږي (القران اسم للنظم والمعني معاً) یوه معنا یا یو لفظ قران نه شي بلل کیدلی او له دې امله که په بله ژبه د قران ژباړه خپریږي باید د قران عربي متن ورسره وي او کنه یواځې ژباړه (معنا) قران نه شي بلل کیدلی.

دا چې د قران لفظ او معنا دواړه یو ځای قران دي، نو پخپل ځای کې دواړه مهم هم دي، یعني د قران لفظ او معنا دواړه مهم دي، ځکه د الله جل جلاله له لوري رسول لله صلی الله علیه وسلم ته دوه دندې سپارل شوې وې، چې یوه امت ته د قرانکریم تلاوت کول و او دویمه د هغه ورزده کول. لکه په دې ایت کې چې راغلي : ربنا وابعث فيهم رسولا منهم يتلو عليهم آياتك ويعلمهم الكتاب والحكمة ويزكيهم [البقرة : 129] . زموږ ربه! دوی ته داسې رسول وروليږه چې ستا ایتونه ورته تلاوت کوي او کتاب او حکمت ورښیي او پاکوي یې. په دې ایت کې د قران له زده کړې مخکي (یتلو علیهم ایاتک) راغلي.

لکه څرنګه چې په صحي توګه د قرانکریم تلاوت مهم ده دا راز د قرانکریم فهم او تدبر هم لازمي ده او دواړه د مومن دنده او د مومن فریضه ده په دې اړه یو نبوي حدیث راخلو چې دواړه یې لازمي بللي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: کوم خلک چې الله په کور (جومات) کې راجمعه شي د الله کتاب تلاوت کوي او پخپلو کې یې تدریسوي دوی ته به ارام ورکړل شي، په رحمت کې به پټ کړل شي، د رحمت ملایکې به پرې چاپیره وي او الله به يې په خپلو مقربینو کې یادونه وکړي. ما اجتمع قوم في بيت من بيوت الله يتلون كتاب الله ويتدارسونه بينهم إلا نزلت عليهم السكينة ، وغشيتهم الرحمة وحفَّتهم الملائكة ، وذكرهم الله فيمن عنده. رواه مسلم (2699) .

تلاوت دوه ډوله دی

د قران د تلاوت په اړه پخپله قرانکریم وایي: الذين آتيناهم الكتاب يتلونه حق تلاوته [البقرة:121]، یعني هغه څوک چې موږ کتاب ورکړی دی هغوی یې په حقه سره تلاوت کوي، د تفسیر امام قتاده رحمه الله وایي: صحابه کرام هغه څوک دي چې قران یې په حقه سره تلاوت کاوه. الجامع للقرطبي ، 1/91 .

د قران تلاوت چې په دې ایت کې یې یادونه شوې ده په دوه ډوله کولی شو یو یې فقط ترتیل او لوستل دي او الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دا ډول تلاوت امر هم کړی دی، لکه قرانکریم وایي: وأمرت أن أكون من المسلمين . وأن أتلو القرآن } [النمل : 91 ، 92] . یعني ما ته امر شوی چې له مسلمانانو نه شم او چې قران تلاوت کړم، په ګڼ شمېر روایاتو کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د قریشو کفارو ته قران تلاوت کاوه او په یوه ایت کې راغلي دي: قل لو شاء الله ما تلوته عليكم [يونس : 16] . یعني ته ورته ووایه که د الله خوښه وی ما به تاسو ته نه و تلاوت کړی.

د تلاوت دویم ډول د قران اتباع او پیروي ده او تلو او تلاوه اتباع او پیروي ته هم وایي لکه: والقمر إذا تلاها. [الشمس : 2] ، اي اتبعها، لکه امام القرطبي د “حق تلاوته” په تفسیر کې کاږي: امر یې منل او له نهي یې ځان ژغول، حلال یې حلال او حرام یې حرام بلل په حقه توګه تلاوت ده. ای يتبعونه حق اتباعه باتباع الأمر والنهي فيُحلون حلاله ، ويحرمون حرامه ويعملون بما تضمنه، یعني الجامع للقرطبي، 1/92 .

په حقه د تلاوت په اړه عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایي: په هغه ذات مې قسم چې زما روح یې په واک کې ده، حق تلاوت دا دی چې حلال یې حلال او حرام یې حرام وبلل شي او داسې تلاوت شي لکه څنګه چې د الله تعالی له لوري نازل شوی دی. او مراد یې له خپله ځایه ونه ښورول شي او هیڅ شی یې ناسم تاويل نه کړل شي. والذي نفسي بيده ! إن حق تلاوته أن يُحِلَّ حلالَه ، ويحرم حرامه ، ويقرأه كما أنزله الله ، ولا يحرف الكلم عن مواضعه ، ولا يتأوَّل منه شيئاً على غير تأويله.. تفسير ابن كثير ، 1/175 .

خلاصه دا شوه چې د قرانکریم په تلاوت کې تدبر او په هغه عمل لازمي ده د صحابه کرامو په اړه راغلي دي چې هغوی به تر پنځه او لسو ایتونو زیات قران نه زده کوه. کله به یې چې مثلا پنځه ایتونه ښه زده کړل او ورسره به یې عملي کړل بیا به یې نور تلاوت کاوه. مشهور او لوی تابعي أبو عبد الرحمن السلمي رحمه لله وایي: ما ته هغو صحابه وو خبره کوله چې موږ قران ور نه ویلې لکه عثمان ابن عفان عبد الله بن مسعود او نورو، دوی ویل موږ به له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه لس ایتونه وویل، نور به مو تر هغو نه ویل څو به مو دا لس ښه زده کړل او هغه به مو عملي کړل. نو موږ به قران علماً او عملاً دواړه زده کاوه. الإتقان ، 2/389 ، التفسير الكبير ، 2/132 .

روژه د قران میاشت ده باید قران په کې تلاوت او زده کړل شي. زموږ عام خلک د قران د زده کړي هیڅ اراده نه لري او له قران سره علاقه یې د هغه الفاظ لوستل وي یعني یواځي تلاوت ده. او د مومن کار او د مومن مسؤلیت تر دې ډېر لوړ او لوی ده لکه مخکې مو وویل د قران یواځي تلاوت هم مهم او مطلوب ده او د هغه زده کړه هم مطلوب او مهمه ده او دا دواړه په یوه بل تکملیږي او د مومن دنده او مسؤلیت ده چې دواړه زده کړي. الله دي په قران د پوهيدلو مینه او توفیق رانصیب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x