تاریخي پيښي

په کانټينر کې مظلوم او بې اسرې شهیدان!

مولوي عبدالحلیم مخدوم

د جهادي مدرسې یو هغه ملګري مې راته قیصه کړه چې د دوستم په کانټينر کې ژوندی پاتې شوی و!

د مبارکې روژې میاشت او روژه مو په خوله وه، چې دقندوز په چهاردره ولسوالي کې یې لکه پسونه کانټينر ته واچلو، سره له دې چې یو بل مو سره نه لیدل خو بیا مو هم یو د بل لاسونه سره خلاص کړل، یوه شپه او ورځ کانټينر همدلته ولاړ وو، او بیا یی د شبرغان(جوزجان) پر خوا روان کړو، ځنې ملګرې خو لا له روانیدو مخکې د هوا د نشتوالي له کبله بې هوښه او د کوما حالت ته ورسېدل.

سره له دې چې هوا ډېره سړه وه، خو بیا مو هم د ډيروالي او ګڼه ګوڼې له کبله په اول سر کې ډیرې خولې وکړي، چې همدا خولې به مو د جیبي دستمالونو په واسطه ځبیښلې او خپل هغه وژونکې او وحشتناکه تنده به مو پرې ماتوله، چې له بده مرغه لږ شېبه وروسته مو په بدن کښې داوبو د کمښت له کبله هغه خولې هم ختمې شوې او خبره ډير یو نه زغمونکي او بوګنونکي پړاو ته ورسیدله.

په کانټينر کښې داسې فریادونه او بغارې وې چې انساني غوږنو یې داوریدلو توان نه درلود، د وخت په تیریدو سره به غږونو یو په بل پسې دبندیانو په شهادت سره د تل لپاره چوپتیا غوره کوله، ډیره بوګنونکې خو دا وه چې بعضې بندیانو به په نورو بندیانو خولې لږولې او د هغو دخوړلو هڅې به یې کولې، لنډه یې دا چې یو غیر عادي او وحشتناک حالت و چې په هیڅ صورت د زغملو نه و.

زما سره څنګ ته یو بندي وو له ډيرې تندې او تکلیف وروسته یې زما څخه وغوښتل چې په خوله کې(حیاء دې وي) بولې ورته وکړم، خو ما له دې کاره ډډه او انکار وکړ، له ډير اصرار وروسته یې تهدید کړم چې که ته دا کار ونه کړې!

نو ژبه دې په راسره د چړې په پل پرې کوم، ما هم له ناچارې په خوله کې بولې ورته وکړې; زه خپله هم څو واره بيهوښه شوم او بېرته به په سد کې راغلم، بس الله مې ورځ نه وه پوره کړې ځکه له مرګه بچ شوم.

داسې کانټينران هم وو چې بندیان به یې ور واچول درې څلور ورځې به پر لار قصداً ځنډول کیدل، تر څو د وخت په تېرېدو سره په کانټينر کې موجود ټول بندیان ختم او شهیدان کړي، بخت خو زمونږ یو څه بیدار وو چې یوه شپه او ورځ بعد یې د شبرغان محبس ته ور داخل کړو، خو بیا هم د ټول کانټینر څخه چې د یو سلوپنځوسو شاوخوا پښتانه بندیان پکښې وو، یواځې دګوتو په شمیر یو څو دانې دکوما په حالت کښې ژوندي راوو ایستل شول، نور ټوله د هوا د نه شتون له کبله شهیدان شوي وو، ډير داسې کانټینران هم وو چې دروازه به یې ورخلاصه کړه ټوله به شهیدان وو حتی چې یو کس هم ژوندی نه دی ځنې راوتلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close