نړۍ

کرونا وایرس په امریکا کې پنځه میاشتنۍ ماشومه ووژله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): دغه پنځه مياشتنۍ ماشومه نجلۍ چې «جيې نټالي» نوميږي او د نيويارک ښار د اور وژنې عملې د کارکوونکي «جيريل لاسانټا» او د يوې تعليمي ادارې د مامورې «لېنډسي لاسانټ»ا لور ده، په نیویارک روغتون کې له يوې مياشتې درملنې وروسته مړه شوې ده.

نوموړې ته په دغه موده کې د کرونا ضد هر قسم درمل ورکړل شوي وو؛ خو بالاخره په نړۍ کې د کرونا تر ټوله کم عمره قرباني شوه چې مړينه يې د نيويارک د هېسپانيک ټولنې مشر جوز پروسپر تايید او اعلان کړه.

پلار يې چې په نومبر مياشت کې د اطفايې کارمند شو نو دا هم په دې مياشت کې پيدا شوه نو د مبارزې روحيې لرلو له کبله يې پرې «جيې نټالي» يا د مبارز “جګړيالي” شهزادګۍ نوم کېښود.
که څه هم په مصر کې تردې وړاندې د کرونا وایرس له امله د نړۍ کم عمره ماشوم به توګه یو ورځنی ماشوم وفات شوی ؤ؛ خو د امریکا په نیویارک ښار کې بیا «جيې نټالي» لومړنۍ کم عمره ماشومه بلل کیږي چې د کرونا وایرس له امله په داسې حال کې مړه کیږي، چې د کرونا په زرګونو قربانيانو کې زياتره د زيات عمر څښتنان شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx