نړۍ

کراچي: دسمندرساحل ته څیرمه دسمندري ځواکونو یه بی پیلوټه الوتکه راغورځیده

breaking_news_in_karachi(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۹) کراچي: دپاکستان دسمندري ځواکونو ویاند عرفان الحق له خبري رسنیو سره په خبروکي وویل، دپاکستاني سمندري ځواکونو یه بي پیلوټه الوتکه نن له غرمي څخه مخکي دکراچي ښارته ته څیرمه دسمندر له ساحل سره  هغه وخت راوغورځیده کله چي له یوه مرغه سره په هواکي وجنګیده، نوموړی زیاته کړه الوتکه دتیلو دتصفیی له شرکت سره راپریوتلي ده، خوسیمه کي یی کوم مالي اوځاني زیان نه ده پیښ کړی.

دپاکستان دسمندری ځواکونو ویاند زیاته کړه الوتکه دپاکستاني سمندري ځواکونو یو بی پیلوټه الوتکه وه، چي دسمندر دڅارني لپاره یی په سیمه کي الوتنه کوله، په دی وروستیو کی پاکستان په خپل هیواد کي دننه دبی پیلوټه جاسوسی الوتکو په جوړلو لاس پوري کړي ده، خو دامالومه نده چي دغه راپریوتي جاسوسي الوتکه دپاکستان خپله جوړه کړی الوتکه وه اوکه له بله ځایه ترلاسه کړي وه.

دامریکي متحده ایالات چي دپاکستان په شمال ختیځ  کی دوسلوالو په وړاندي دبی پیلوټه الوتکو په واسطه بریدونه کوي، وپاکستان ته دبی پیلوټه الوتکو دورکولو غوښتنه ردکړه، چي له هغه څخه وروسته پاکستان په خپله دهیواد پلازمیني اسلام اباد ته څیرمه دالوتکو دجوړولو په دوو شرکتونو ( ساټوما او ایسټ ویسټ انفینیټي) شرکتونو کي دبی پیلوټه الوتکو دجوړولو کارباندی لاس پوري کړ، خود تراوسه پوری دامالومه نده چی دغه الوتکه دپاکستان خپله جوړه شوی الوتکه وه اوکه یی له کوم بل هیواد څخه ترلاسه کړی وه.

په تیرو اتو میاشتو کی دغه دریمه الوتکه ده چي دکراچي ښارته څیرمه راپریوزي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x