ټکنالوژي

هواووې شرکت د نووا ۷ لړۍ درې ځيرک موبایلونه چې 5G خدمتونه هم لري ډير ژر بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غوایي، ۱۳۹۹ل): د موبایل جوړولو ستر او مشهور چینايي شرکت «هوواوې» به د نووا ۷ لړۍ درې په زړه پورې ځيرک موبایلونه چې د فایو جي انترنیت خدمتونو څخه برخمن دی ډیر بازار ته وړاندې کړي.

یاد شرکت به نووا ۷، نووا ۷ پرو، او نووا ۷ اېس اي بازار کې خرڅلاو ته وباسي.

ویل کیږي، چې درې واړه موبایلونه به د انډرایډ ۱۰ اپریټنګ سیستم ولري؛ خو د امریکا د بندیزونو له امله به ګوګل پلی خدمتونه پکې موجود نه وي.

Huawei nova 7, 7 SE and 7 Pro announced with 64MP cameras and 5G support

په دری واړو موبایلونو کې د انټرنېت د فایو جي5G  سرعت هم کارول کېدلی شي.

یاد موبایلونه چې تر ډیره سره ورته دي، خو په پراسیسرونو او ډسپلی کې یې له یو بل سره توپیر موجود دی.

نووا ۷ (Huawei Nova 7)huawei nova 7 front Huawei Nova 7 5G

د دې موبایل ډسپلی ۶.۵۳ انچه ده، د فنګر پرنټ (ګوتې کولپ) سانسر هم پکې ځای پر ځای شوی. پراسیسر یې کیرین ۹۸۵ دی، ۸ جي بي ریم، ۱۲۸ او ۲۵۶ جی بي حافظه، ۴۰۰۰ ملي امپیره بیترۍ او له سیلفي کامرې سره د ۵ کیمرو درلودونکی دی، چې د سترې کامرې پیاوړتیا یې ۶۴ میګاپېکسله ده.

بیه: هوواوې نووا ۷، ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لرونکی (۴۲۵ ډالره)، ۸ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظه لرونکی (۴۸۰ ډالره) بیه لري.

نووا 7 پرو (Huawei Nova 7 Pro)Huawei Nova 7 Pro, Huawei Nova 7, Huawei Nova 7 SE With 5G Support Launched: Price, Specifications

دا موبایل ۶.۵۷ انچه ډسپلی لري، فنګر پرنټ سیستم، کیرین ۹۸۵ پراسیسر، ۸ جي بي ریم، ۱۲۸ او ۲۵۶ جی بي حافظه، ۴ د شا او یوه د مخې کامرې او ۴۰۰۰ ملي امپيره بیتري لري، چې له ۴۰ والټه چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي.

بیه: هوواوې نووا ۷ پرو، ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لرونکی (۵۲۲ ډالره)، ۸ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظه لرونکی (۵۸۰ ډالره) بیه لري.

نووا 7 ایس اي (Huawei Nova 7 SE)huawei nova 7 se front Huawei Nova 7 SE 5G

دا موبایل بیا د پورتنیو په پرتله کم طاقت لرونکی دی. ډسیپلې یې ۶.۵ انچه ده، فنګر پرنټ یې پر شا دی، پراسیسر یې کیرین ۸۲۰ دی او په حافظه او ریم کې د پورتنیو موبایلونو خصوصیات لري. د بیترۍ ماډل یې هم د ذکر شویو موبایلونو په څير دی.

بیه: هوواوې نووا ۷ اس اي، ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لرونکی (۳۴۰ ډالره)، ۸ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظه لرونکی (۳۹۵ ډالره) بیه لري.

Huawei nova 7, 7 SE and 7 Pro announced with 64MP cameras and 5G support

یاد موبایلونه به د اپریل میاشتې له ۲۸مې نیټې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

د یادونې ده چې د هوواوې نووا موبایلونه به د اوبو ضد ځانګړتیا هم ولري.

هوواوې په داسې وخت کې خپل موبایلونه وړاندې کوي چې څه موده وړاندې ایپل شرکت خپل ارزان بیه موبایل (ایفون اس اي) بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړ. د هوواوې شرکت دا اقدام ممکن د ایپل د نوي موبایل پر پلور اغیز وکړي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله اوسمهال بازارونه، مارکیټونه او شرکتونه په بشپړ ډول بند دي چې د نورو توکو سربېره یې د موبایلونو بازار هم خراب کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x