
زمونږ د تباهۍ لاملونه، د دېموکراسي لسيزه او د کمونستانو کودتا
عباس عابد
محمد نادرخان د سردار محمد يوسف خان زوی، د يحیی خان لمسی، د سردار سلطان محمد خان کړوسی او د سردار پاينده خان کودی دی. محمد نادرخان د غازي اميرمان الله خان د واکمني پرمهال د پوځ سرلښکر او همدارنګه د استقلال په جګړه (غزا) کې د جنوبي محاذ قوماندان و. په اماني دوره کې په فرانسه کې سفير و، کله چې د سقاو زوی حبيب الله کلکاني په هېواد کې اړ و دوړ جوړ کړ، نو محمد نادرخان له فرانسې څخه راغی او نور وروڼه يې هم هېواد ته ستانه شول، چې د هېوادوالو په مرسته او ملاتړ يې د حبيب الله کلکاني (۹) مياشتنۍ دوره پای ته ورسوله.
پاچا نادرخان د خپلو وروڼو په ملاتړ مضبوط حکومت جوړ کړ. د هېواد د رغونې او هوساينې لپاره يې ګڼ کارونه وکړل او بالاخره له څلور کاله واکمنۍ ورووسته د ۱۹۳۳ ز د نومبر په (۸ مه) نېټه د يو زده کوونکي عبدالخالق له خوا د تومانچې په ډزو وويشتل شو.
د پاچا محمد نادرشاه له وژل کېدو وروسته د هغه ۱۹ کلن زوی محمد ظاهر خان واکمن او د خپلو مدبرو ترونو په مرسته او همکارۍ يې د پاچاهي واګې په لاس کې ونيولې، خپل تره سردار محمد هاشم خان يې د صدراعظم په حيث وټاکه. صدراعظم محمد هاشم خان د کابينې پر تشکيل وګمارل شو، هغه کابينه جوړه او په کار يې
شروع وکړه.
د پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په لومړيو وختو کې دوهمه نړيواله جګړه پېل شوه، چې ده خپل ناپېيلتوب اعلان کړ او خپل هېواد يې د پرديو له رقابته وژغوره، پاچا د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره ډېر کارونه وکړل، سرکونه يې وغځول، د برېښنا بندونه يې ودان کړل او ډېرې کارخانې يې جوړې کړې.
سردار محمد هاشم خان له صدارته استعفی ورکړه او د هغه ورور سردار شاه محمود خان د صدر اعظمي دنده تر اوو کلونو پورې پر مخ بوتله او بیا یې د ناروغۍ له کبله له صدارته استعفی وکړه.
له دې وروسته د پاچا د تره (عزیز خان) زوی سردار محمد داود خان د صدراعظمي په څوکۍ کېناست، هغه غوښتل چې هېواد په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ډګرونو کې په پښو ودروي؛ نو لومړی پنځه کلن پلان یې ترتیب کړ، چې په اساس یې ډیر کاروونه وکړل. ولې د ځينو ستونزو له امله سردار محمد داود خان له صدارته استعفی ورکړه.
ځینو کسانو نوې نغاره پیل کړه، چې مونږ دیمکراسي غواړو، سلطنت باید مشروطه شاهي شي، نوی اساسي قانون تدوین شو او د شاهي کورنۍ د صدرات له څوکۍ، د ملي شورا له غړیتوبه او د سترې محکمې له عضویته د دیموکراسي په لسیزه کې پنځه صدراعظمان دې څوکۍ ته ورسېدل، د سیاسي ګوندونو د جوړښت او فعالیت کولو قانون د لویې جرګې له لوري تائید او تصدیق شو ولې پاچا تر اخره هغه توشیح نه کړ، بیا هم ځينې ګوندونه تشکیل او په فعالیت یې پیل وکړ؛ لکه:
۱ــ د خلق دیمکراتیک ګوند چې وروسته په خلق او پرچم ووېشل شو.
۲ــ اسلامي نهضت یا د مسلمانو ځوانانو غورځنګ
۳ــ شعله یې جاوید ګوند
۴ــ مترقي دیمکرات ګوند
۵ــ افغان ملت ګوند
۶ــ ستم ملي ګوند
۷ــ اتحاد ملي ګوند
همدا شان نورې وړې او لویې ډلې ټپلې هم منځ ته راغلې او د دیموکراسي له قانون څخه په استفاده یې خپل فعالیتونه شروع کړل [همدا د دیموکراسۍ لسیزه د هېواد د بربادۍ او تباهۍ لسیزه وه، چې تر اوسه یې خوند څکو].
په دې لسیزه کې ځینې ګوندونو جریدې او ورځپاڼې نشرول هم شروع کړل، لکه: خلق، پرچم، ګهیځ، ندأی حق، قیام حق، مساوات…
په یاده لسیزه کې د خلق دیمکراتیک ګوند خورا پیاوړی شو، ډېر ملګري په دولتي ادارو او نظامي قطعاتو کې پیدا کړل.
پاچا محمد ظاهر شاه اروپا ته د درملنې له پاره لاړ، نو سردار محمد داود خان په ۱۳۵۲ د چنګاښ په ۲۶ مه سپینه کودتا وکړه، مشروطه شاهي نظام یې چپه او جمهوري سیستم یې رامنځ ته کړ. د ولسمشري، صدراعظمي، بهرنیو چارو او دفاع وزارت څوکۍ ګانې یې په خپل لاس کې ونیولې، کابینه یې جوړه کړه. د ۱۳۴۳ هـ. اساسي قانون یې لغوه او نوی اساسي قانون یې جوړ کړ.
ولسمشر سردار محمد داود خان اووه کلن اقتصادي پلان جوړ کړ، چې د هغه په اساس ځینې اساسي کارونه ترسره شول او ډیر نیمګړي پاتې شول، ځکه چې د ده خلاف د دیموکراسۍ د لسیزې روزل شویو کمونستانو د ۱۳۵۷ هـ د ثور په اوومه پوځي کودتا وکړه، جمهوري نظام یې رانسکور کړ او کمونیستي رژیم یې (د کور، کالي، ډوډۍ) تر غوړ شعار لاندې په پښو ودراو.. نور محمد تره کي یې له ډیرو څوکیو او القابو سره د واک په ګدۍ کېناو. (همدا کودتا زمونږ د ناورین اصلي لامل دی)
نور محمد تره کي چې واک تر ګوتو کړ، خپله منحوسه څېره یې ولس ته راښکاره کړه، پرله پسې یې خپل فرمانونه جاري کړل، د ښځو مهر یې (۳۶۰) افغانۍ وټاکه، د کورونو د دروازو بندول او تړل یې ممنوع اعلان کړل او د علماو، پوهانو، محصلینو، زده کووونکو قومي مشرانو او د ویښو خلکو وژلو، شکنجه کولو او بندي کولو ته یې ملا
وتړله، په لسګونو زره هېوادوال یې قیدیان او بندیان کړل.
د کمونستانو حکومت د شوروي بلاک هېوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شو؛ نو افغاني کمونستانو هم د شورویانو په څیر کړو وړو (ظلمونو) ته ملا وتړله؛ خو بل خوا مسلمانو علماؤ هم د دوی خلاف د جهاد فتوی جاري کړه، له کودتا نه دری ورځې وروسته په پکتیا، کونړ، دره صوف او نورو سیمو کې د کمونستانو خلاف جهاد پیل شو، ژر ژر د جهاد سنګرونه جوړ، پراخه او هېواد شموله شول، مسلمانو هېوادوالو په لور، تبرګي، توره او کچه توپکو د کمونستانو سرونه مات او غوڅ کړل او د هغو داړې یې ورووېستلې.
کمونستانو نعرې وهلې چې تاریخ نه تکراریږي، ولې غیورو او ننګیالیو افغانانو تاریخ ور تکرار کړ او له یوه، یو نیم کاله وروسته تره کی د خپل وفادار شاګرد امین په لاس ووژل شو، حفیظ االله امین چې واک ترلاسه کړ، نو داسې ظلمونه یې پیل کړل، چې تره کي به هم پناه ترې غوښتې وه. (که ژوندی وای)
خو د ظلم اور تر سهاره نه بلیږي، هغه هم د خپلو بادارانو (شورویانو) په لاس په ۱۳۵۸ هـ د جدي په ۶ مه د جهنم کندې ته ورسول شو.
د ۱۳۵۸ هـ کال د مرغومې په شپږمه سرو شورویانو په افغانستان باندې پوځي یرغل وکړ، یو لک او څلوېښت زره قطبي خوګان زمونږ هېواد ته راننوتل، ببرک کارمل یې د واک په پارکال سپور کړ، شوروي لیوان زمونږ په غرو، رغو، کلیو او ښارو کې خپاره شول، یو نیم میلیون افغانان یې شهیدان کړل له پنځه میلیونه زیات یې هجرت کولو ته اړ کړل.
که د شورویانو ظلمونه هر څومره زیاتېدل، هماغومره د مجاهدینو شمېر ډیرېده او سنګرونه ګرمېدل. ببرک خان شورویانو ته لاپې وهلې چې ټول ملت زما تر شا ولاړ دی؛ خو چې د مجاهدینو مبارزه او مجاهده تودېده، د شورویانو پښې ښوېدې؛ نو هغوی ببرک په نجیب سره تعویض کړ، نجیب د ملي امنیت پخوانی خونکار رئیس و، هغه په ونیو څښلو او بهولو کې خورا ماهر و، چې د خپلو بادارانو حق یې ښه ور اداء کړ، ولې له هغه (نجیب) سره هم بخت یاري و نه کړه او شورویانو د ژنیو معاهده لاسلیک کړه، له افغانستانه یې پښې سپکې کړې او دی یې یوازې پرېښود، چې په پای کې نجیب هم په دار وځړول شو.
لنډه دا چې: زمونږ د هېواد د تباهي او بربادي اصلي لاملونه د دیموکراسي لسیزه ده، د ثور اوومه د کونستانو کودتا وه او همداشان د ثور اتمه هم د تباهۍ اساسي لامل او د صلیبي یرغل پیلامه ده.
د پورتنۍ ليکني تکمله : د ثور تر اتمي دمخه او وروسته ډېر رښتياني مجاهدين خپلو عادي کارونو ته ستانه شول، خو د روسانو سره د جهاد په بهير کي چي امريکايانو، پاکستان او د امريکې متحدينو خپل جواسيس د مجاهدينو په رهبري کي درولي وه او د پردو په پيسو، وسلو ، نازونو او امتيازونو او ډول ډول القابو ښه ماړه او خر مست سوي ول د افغانستان پر خلکو باندي د حکومت کولو پر سر يو پر بل باندي د شرمښانو غوندي سره راوغورځېدل. هر يوه په خپله پلوي له عوام کالانعامو څخه جاهل لنډغر پر ځانونو راټول… نور لوستل »
عابد صاحب ډیره مننه ، ښه معلومات دی راټول کړی ډیره برخه یی زمونږ د ډیرو د سترګو لیدلی حال وو، به هر صورت ، یو څو ټکی به ز ه هم ورسره زیات کړم : لمړی: سردار فکر کوم د سردار لفظ چه هغوی کارولو لکه فرعونیانو چه به فرعون کارولو یعنی له ځانو یی خدایان جوړ کړی وو ، فرعون سردار ته ورته اصطلاح ده یا لکه د سعودی کورنی چه ټول هیواد دخپل پلار په نامه کړی یعنی اهل سعود د ټول لوی هیواد واکداران دی او بس . هغه وخت جه د نادراو ظاهر او حتی… نور لوستل »