ادبي لیکني

لنډه کیسه «وحشي کودتا»

سمسور

ښکلی وطن مو بیرته تر یو څه حده را ښه شوی و؛ خو پوره امنیت نه و، داړه ماران، غله، لوټماران او اختطاف ګر اوس هم د کابل په لوڅو، کنډ کپر او ماتو کوڅو کې ګرځېدل، داسې لکه کوم پسه پسې چې لیوان لیکه شوي وي.

د مازدیګر په وروستي وخت کې د کابل لوټ او وران ښار یوې څنډې ته د سودا اخیستلو په نېت ووتلم؛ لسګونه خیرماران (خیرات غوښتونکي) مې ولیدل، چې په یو ډول شرم سره به یې سترګې ښکته واچولې او و به یې ویل: «د خدای په نامه سره لږ څه راکړه»

یو ځل خو غوسه راغله، چې دا دومره ډیر خلک: (ماشومان، غټان، واړه، بوډاګان، کوچنۍ انجونې، پېغلې او بوډۍ) خیر او خیرات ولې غواړي؛ خو بیا د هجرت ژوند رایاد شو، چې یوه ورځ مې له ډیرې مجبورۍ او د دوو ورځو له نهارې تیرولو وروسته خیر وغوښته؛ د کودتا د لومړۍ ورځې د ارګ په لور د خلقیانو ډزې رایادې شوې، چې غوږونه یې وړل؛ بیا د شورویانو یرغل په ذهن راوګرځېده، چې څنګه یې د کابل له اسمان څکو ودانیو تورې لوخړې او خړې دوړې پورته کړې او په خاورو، کنډرونو او بېدیاو یې بدلې کړې.

خپل کور رایاد شو، چې ماښام ورتلم؛ نو کنډواله ترې جوړه وه او په ټول کلي کې دوه کورونه روغ پاتې وو، داسې چې ته وايي: د چنګیز لښکر پرې راغلی؛ د کور په لور مې منډه واخیسته؛ دوه خامې (خټینې) خونې مو ړنګې شوې وې؛ د مور سوی بدن ته مې بې هوښه شوم؛ د ۲ نیمو کالو ورور ټپي بدن ته مې ور منډې کړې. د هغه معصوم بې ساه وجود ته مې کریغې وکړې او په سینې پورې مې ونیو. د مشرې خور مړ او بې روحه جسد مې په سینې پورې ونیو؛ د خپل بابا په لور مې ورمنډې کړې؛ هغه له وخته خپل پور پرې کړی و؛ بیا هیڅ په ځان پوه نشوم؛ خو چې کتل مې؛ په پېښور کې له نورو کډوالو کلیوالو سره وم، له هغو سره چې له لسګونو یې یوازې د ګوتو شمېر پاتې وو.

له دې ورځې مې ژوند بدرنګ شو، څو ځله مې د خودکشۍ (ځان وژنې) فکر وکړ؛ خو لا هم په خپلې میرمنې، ورېندار او مشر ورور پسې ګرځېدم او دې هیلې چې ښایي هغوی ژوندي وي؛ زه هم ژوندی ساتلم.

بیا د شورویانو له ماتې یوه میاشت وروسته وخت رایاد شو، چې د کابل په احمد شاه بابا کې مې خپلې میرمنې راڅخه خیر وغوښته؛ خو چې راته زیر شوه؛ نو یوه چیغه یې له خولې ووتله؛ کله مې چې روغتون ته ورسوله؛ نو ومې لیده، چې خپله میرمن مې ده؛ په هماغه ځای مې دماغي جټکه خوړلې وه؛ چې سترګې مې خلاصې کړې؛ میرمن مې سر ته ناسته وه او ښکولم یې!

هو مونږ یو هوسا ژوند درلود؛ خو یوې تورې کودتا مو د سپین سهار ژوند تک تور کړ! پیغلې مو سرتوره، ماشومان یتیمان، مېرمنې کونډې، میندې بورې، خویندې ورارې شوې. غربت او لوږې مو د ډیرو ګلالیو ماشومانو ژوند واخیسته، کورونه مو د سرو ښامارانو له ویرې پرېښودل او نورو هېوادونو ته په هجرت اړ شو، ډیر پوهان، مشران او عالمان مو تورې خاورې شوې، د ډيرو پېغلو د سر تاجونه (خاوندان، مېړونه) تر نننه ورک او یا ژوندي خښ شول، د ډېرو زلمیانو ارمانونه (کوژدنې، میرمنې) د تناره په غاړه د روسي جیټ الوتکو د بمبار له امله شیهدانې شوې او هر وحشت وشو، داسې وحشتونه چې نړۍ یې ساری نه وو لیدلی.

زه لا په دې سوچونو کې ښکیل وم، چې د شنو سترګو پښې ابله ماشوم راته وویل: کاکا د خدای په نامه…

ژر مې بټوې ته لاس کړ او یو څو افغانۍ مې ورکړې، هیڅ مې ور و نه کتل او ټیټې سترګې ترې روان شوم!

سمسور

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close