دیني، سیرت او تاریخ

مَهر

عبدالرحمن عابد

مېرمن په مېړه ډېر حقوق لري، چې د مادي او معنوي حقوقو تر سرليکونو لاندې څېړل کيږي.

مادي حقوق يې: مهر، نفقه، لباس او مسکن دي او معنوی حقوق يې بيا دا دي: عدل او برابري، ښه سلوک، حفاظت، کوروالی او خلع (هغه بېلتون چې ښځه يې له خاوند نه د مال په بدل کې اخلي.) مهر چې د نکاح له لومړنيو اثارو څخه دی، راځئ اول له دې ځان خبر کړو.

تعريف: مَهر، چې صداق او فريضه هم ورته وايي. د ښځې هغه مالي حق ته وايي چې په مېړه باندې د نکاح د عقد يا له هغې سره په جماع کولو، لازميږي.

د مهر د لازمېدو دليل:
او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلی) ورکړئ. آلايه.
پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي: چا چې د خپلې مېرمنې ټکری ايسته کړ او ورته يې وکتل، نو په ده مهر واوښت، کوروالی يې که ورسره کړی وي او که نه!
د مهر د فرضېدو حکمت: څښتن تعالی د نکاح د اهميت او د ښځې د عزت ساتلو په پار په نرينه وو باندې مهر ورکول فرض کړي.

مېرمنې ته مهر ورکول په دې مانا دي چې خاوند يې ورسره ځانګړې مينه لري، ستونزې يې حلوي او قدر يې کوي. که مهر نه وای لازم، نو مېړه به د نکاح د تړون لپاره زيار نه وېست او هم به يې له جنسي ګټې اخيستنې وروسته بهانې ورته کولې او بې له کومه عيبه به يې بېلوله، ځکه خو خدای جل جلاله د نرينه طبيعت خوارۍ، مزدورۍ او نفقې ګټلو ته چمتو کړی او ښځه يې په طبيعي ډول نرمه او عاطفي پيدااکړې. ښځه به د نرينه لپاره د آرام او سکون باعث وي، د کورنۍ پالونکې او چارسنبالې به وي او هم به نسل راوړلو کې کوښښ کوي.

د نکاح وخت کې د مهر يادول:
مهر د نکاح شرط او رکن نه، بلکې يو اثر دی. د نکاح تړلو پر مهال که مهر ياد شي او که نه، نکاح صحيح ده. که مهر د نکاح په وخت کې وټاکل شي، نو مېرمن د ټاکل شوي مهر حقداره ده او که و نه ټاکل شي، نو مهر مثل به بيا ورکول کيږي.

مهر مثل هغه دی، چې د ښځې له قومه، له دې سره په صفاتو (لکه: عمر، ښايست، مال، عقل، علم، دينداري او پېغلتوب) د برابرې مېرمن د مهر هومره وټاکل شي.
رښتيا، هر هغه څه مهر کېدای شي چې بيه ولري، منقول (وړل کېدونکې پانګه) وي، يا غير منقول (نه انتقال کېدونکې سرمايه) او که نقد.

د مهر اندازه:
ټول فقهاء سره په يوه خوله دي چې په شريعت کې کوم دليل نشته، چې د مهر زيات حد څومره دی. البته د ښځې کورنۍ ته پکار دي چې په لوړ مهر ټينګار و نه کړي، ځکه دا د دوی د لور ژوند نه نېکمرغه کوي او هم خاوند پوروړی کوي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: تر ټولو غوره (برکتناکه) ښځه هغه ده، چې د نکاح لګښت يې کم وي.

البته د امام ابو حنيفه رحمه الله په اند د مهر کمه اندازه بيا د سپينو زرو لس درهمه ده. دليل يې د جابر رضي الله عنه روایت کړی حديث دی: علي رضي الله عنه ويلي: مهر له لس درهمو کم نه وي. (ژباړه)

ياده دې وي چې د نکاح په تړلو کې خو مهر لازم دی، البته ضروري نه ده چې ټول مهر سمدلاسه ورکړل شي.

د مهر مؤکدات:
په صحيح عقد (تړون) کې د مهر مؤکدات درې دي:
۱ ــ جماع ۲ ــ صحيح خلوت ۳ ــ مړينه. دغه درې اسباب په خاوند باندې د ښځې مهر لازموي.

که يو تن ښځه راواده کړله او مهر يې لا نه و ورکړی، نو که کوروالی يې ورسره وکړ او يا يو په يو يې پوره ساعت سره تېر کړ او يا له جماع او صحيح خلوت دمخه مړ شو، نو که مهر يې ټاکلی و، ورسپاري به يې او که يې نه و ټاکلی، بيا به مهر مثل ورکول کيږي.

نيم مهر: په دغو حالتونو کې ښځه د نيم مهر حقداره ده:

۱ ــ چې د نکاح عقد صحيح وي.

۲ ــ چې له صحيح خلوت نه مخکې جلاوالی وشي.

۳ ــ چې مهر مسمی (معلوم) وي.

۴ ــ چې جدايي د مېړه لخوا وي.

د متعې لازمېدل: متعه هغه مال دی چې خاوند يې له کوروالي او صحيح خلوت نه وړاندې ښځې ته د طلاق او جداوالي په سبب ورکوي.

مېړه باندې په لاندې حالاتو کې متعه اوړي:

۱ ــ طلاق د مېړه لخوا وي.

۲ ــ دغه جلاوالی له صحيح خلوت څخه مخکې وي.

۳ ــ ښځه يې په صحيح ازدواج سره په نکاح کړې وي.

۴ ــ د نکاح په دغه عقد کې مهر نه وي ټاکل شوی.

په متعه کې د مېړه اقتصادي وضعيت ته کتل کيږي، البته د متعې قيمت بايد له نيم
مهر نه زيات نه وي.

د ټول مهر ساقطېدل:

مېرمن په لاندې حالاتو کې بيخي د مهر مستحقه نه ده:

۱ ــ بېلتون د ښځې لخوا وي، بېلګه: ښځه مرتده شي او يا د بلوغ (پېغلتوب) پر مهال
په خپل اختيار (خوښه) ځان بېل کړي او يا هم د سړي له اصولو (پلار، نيکه …) او فروعو (زوی، لمسی) سره داسې عمل وکړي چې د مصاهرت (زوم والي او خسرتوب) حرمت راولي.

۲ ــ ښځه له کوروالي مخکې يا وروسته ټول مهر وبښي.

۳ ــ د ښځې غوندې چې خاوند د بلوغ او بيدارۍ په مهال په خپل اختيار نکاح رد کړي.
د کور سامان:

مهر د مېرمنې ځانګړی حق دی، هر ډول تصرف پکې کولی شي، خو د کور د سامان برابرول نه په دې شته، نه يې په پلار، بلکې خاوند به يې دغه حق ورکوي او د کور سامان به رانيسي. البته که ښځه او پلار يا کورنۍ يې که په خپله خوښه د کور سامان اخلي، نو ښه خبره ده.

ماخذ: – د اسلام کورنی نظام د پوهنمل شېرزاد عزيزي تاليف – د مولوي شريف رحماني لکچرونه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close