افغانستان

د اوربند غوښتنې ته د طالبانو غبرګون؛ توافقنامه د جګړې د اختتام لپاره لاسلیک شوې، عملي کول یې سوله راوستلای شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني»، ناټو او امریکایي چارواکو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو له طالبانو وغوښتل، څو د روژې د میاشتې په مناسبت جګړه ودروي او اوربند ته غاړه کېږدي، طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې د جګړې د اختتام تر ټولو غوره لار د توافقنامې عملي کول دي او له دې پرته د اوربند غوښتنې غیرمنطقي دي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددوی او امریکا توافقنامه د نوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه وه او که تطبیق ته یې کار رسولی وای ممکن اوس د سولې او جګړې د اختتام په برخه کې ډېر پرمختګ شوی وای «زموږ او امریکا ترمنځ په توافقنامه کې چې د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې لخوا هم تایید شوې، په ښکاره ډول صراحت شوي چې له لاسلیک څخه وروسته باید د لسو ورځو په دننه کې له دواړو غاړو ۶ زره بندیان خلاص شي او د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته زمینه مساعده شي. په بین الافغاني ناستو کې پخپله د سولې، امن او د جګړې د پای ته رسیدو لپاره لارې چارې سنجول کیدې چې ممکن اوس ډير پرمختګ په کې شوی وای.»

خبرپاڼه کې وړاندې حکومت، امریکا او ناټو د توافقنامې د نه عملي کېدو په برخه کې پړ بلل شوي او یاده شوې، چې «کابل اداره» د جګړې په دوام کې خپلې ګټې لټوي، نو ځکه یې د توافقنامې د عملي کېدو په لاره کې خنډونه واچول، د زندانیانو خلاصون یې وځنډاوه، جامع مذاکراتي ټيم یې معرفي نکړ او امریکا او ناټو بیا د جګړې د شدت په هدف میلیونونه مرمۍ مرسته وکړه.

د طالبانو له قوله، «اسلامي امارت» له توافقنامې سره سم د سولې او امن په بهیر کې عملي پرمختګ غواړي او که «مقابل لوری» خپل مسئولیت نه اداء کوي نو « په بیا بیا له اسلامي امارت څخه د اوربند او اورکم غوښتنې کول، غیر منطقي او فرصت طلبۍ ده.»

په ورته وخت کې ارګ بیا وایي، دوی په هیواد کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی او په همدې هدف یې مذاکراتي ټيم ټاکلی او بندیان یې خلاص کړي.

دوی د روان حالت پړه پر طالبانو اچوي او پر هغوی تور پورې کوي، چې ګواکي دا فغانستان د خلګو په وړاندې پر جګړه ټینګار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سلامونه: یار دواړه په ولاکه د ## یاست. طالبانو اول فکر کاوه چی پس له موافقی به بس هر څه زمونږ وی او حکومت به لکه د امارت په زمان کی یی چی سقوط وکړ همداسې به سقوط کوی خو هسی ونشول. دوی دا هم ویل چی د بندیانو خلاصون د امریکی په لاس کی ده و باید ټول خلاص شی خو هسی و نشول. بیا طالبانو په اول ځل په زابل کی جنګ پیل کړ چی د موافقی پیښی یی ور سستې کړی. اوس نو داسی یو حالت راغلی چی له یوی خوا کرونا مرض، له بلی خو جنګونونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx