افغانستان

عطا نور یوځل بیا له خپل ګوندي ملګري عبدالله عبدالله سره ښکر په ښکر شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): د بلخ پخوانی والی او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطامحمد نور داځل له خپل پخواني ملګري او د کابل نیمه ادارې پاچا ډاکتر عبدالله عبدالله سره ښکر په ښکر شوی دی.

وروسته له هغه چې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم استازو د ډاکټر محمداشرف غني په مشرۍ له دولت ساز ټیم سره د ټاکنیزې لانجې د هواري په موخه د خپلې طرحې وروستي کولو خبر ورکړ، د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور په عبدالله عبدالله او د هغه په ټاکنیز ټیم سخت لفظي بریدونه پیل کړل.

عطاء محمد نور چې د اجرائیه ریاست په وروستیو کې له عبدالله عبدالله سره د یو شمېر مسائلو له مله مخالف شوی، دا مهال د ولسمشر غني په مشرۍ له دولت ساز ټاکنیز ټیم سره ملګری دی او د موازي حکومت د اعلان پرمهال یې هم ډاکټر عبدالله ته سختې ګوت څنډنې کړې وې.

په تازه اقدام کې نن د یکشنبې په ورځ د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطامحمد نور د عبدالله عبدالله په هکله په خپله فیسبوک پاڼه داسې لیکلي: «نادر خان په قران کریم باندې لاسلیک او سوګند نه وروسته امیر حبیب الله کلکاني یې له څو ملګرو سره په شهادت ورساوه، چې تر نن ورځې خلک هغه (نادرخان) د غدار په نوم یادوي.»

ښاغلي نور عبدالله ته په اشارې زیاته کړې: «د ګڼ شمېر مشرانو ترمخه یې د قران کریم په ماچولو او ملیونونو انسانانو په مخاطب کولو سره لوړه وکړه، نه پوهیږم پایله به یې څه وي؟! کوم نوم ورته واخلو؟!»

د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور چې یو وخت یې ځان د شمال امپراتور باله، په وروستیو څو کلونو کې د سختو سیاسي تغیراتو سره مل څېرې په حیث پېژندل کیږي، درې کاله وړاندې(۱۳۹۶هـ ش) کې د بلخ ولایت د مقام پر سر له ولسمشر غني سره له سختو لفظي شخړو وروسته پټه هوکړه وکړه، وروسته د بلخ د امنیه قومندانۍ پر چوکۍ هم له مرکزي حکومت سره لفظي شخړه او وسله واله نښته وکړه، چې له هغه وروسته تر اوسه بیا په پټه او ښکاره له ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ او ډاکټر عبدالله عبدالله پرضد مخالف دریځ نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څه غوایی خو ندی چی ښکر په ښکر کیږی. هههههه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx