نظــر

ډېری امریکایان له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو ملاتړ کوي

حمزه حسیني

افغانستان هغه لرغونی او تاریخي هیواد دی، چې طول د تاریخ کې یې ډېری امپراطورۍ او سپر طاقتونه مات کړي دي، هر یرغلګر یې په خپل راتګ پښېمانه کړی او بلآخره یې دېته مجبور کړی، چې له دې هیواده ووځي او ان شآء الله په نیږدې راتلونکي کې به د موجوده یرغلګرو د وتلو شاهدان هم واوسو بنصرالله.

څه موده وړاندې په رسنیو کې د ملټري ټایمز په استناد یو راپور خپور شوی، په هغه کې راغلي دي ”چې ۷۰ سلنه امریکایي نظامیان او د دوی کورنۍ غواړي تر څو امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي“، په راپور کې ویل شوي ”د افغانستان جګړه خورا اوږده جګړه شوه او په داسې بې مانا جګړه کې نور وخت تېرول نه دي پکار، باید امریکا د ټولو ځواکونو په راوېستلو سره دغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.“

په همدې تازه تر سره شوې سروې کې ویل شوي، ”د هغو امریکایانو شمېر ډېر کم دی چې افغانستان کې د امریکا حضور ته لېواله دي،“ زما په اند ښایي دغه لږکي امریکان لا هم ددې جګړې د ګټلو په فکر کې وي، خو دوی دې اول له متقاعدو نظامیانو او هغو نظامیانو نه د افغانستان په اړه وپوښتي چې دلته یې وظیفه ترسره کړې، ممکن بیا دوی هم د دې جګړې د پای ته رسولو غوښتونکي شي.

امریکا+ناټو په افغانستان د زر او زور له استمال وروسته هم د خپلې ماتې منلو ته مجبوره شوه خو ځینې خلک لا هم کوښښ کوي چې بهرنیو ځواکونو ته د پاتې کېدلو زمینه برابره کړي او په همدې تړاو غلامې رسنۍ تبلیغات ورته کوي، څو ورځې وړاندې داسې افواهات خپاره شول چې ګواکې بدخشان کې د داعش فتنه پیدا شوې ده، خو هلته هیڅ کومه ستونزه نشته، د داعش ایجادونکي له ماتې سره مخ شول نو داعش څه مانا لري، هیوادوال دې د دوی پر افواهاتو نه غولیږي، دا ددوی وروستی حربې دي چې کاروي یې خو لله الحمد تل له ماتې سره مخ شوې دي.

مونږ مطمئن یوو چې افغانستان کې به یو ځل بیا د استقلا او حریت بیرغ رپاند شي، د سولې او امنیت په عطرونو به ټوله فضاء معطره شي او د ټولو هیوادوالو اتفاق او اتحاد به رامنځته شي، د تعصب، نژادي او لساني توپیر اړوند بې مانا اعمال به له منځه ولاړ شي او د ټولو په خوښه نظام به رامنځته شي.

ان شآء الله تعالی، وما ذالک علی الله بعزیز.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx