افغانستان

خالد او مېلر د عملیاتو د څار په موخه د هیواد شمال ته تللي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷غویي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د دفاع وزیر «اسدالله خالد» او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» د امریکایي او حکومتي امنیتي چارواکو سره په ګډه د افغانستان شمال ته تللي.

د امریکایي ځواکونو ویاند «جنرال سني لیګت» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې یاد شوي امنیتي چارواکي د افغانستان شمال ته د عملیاتو او د طالبانو له لوري د روان «تاوتریخوالي» د ارزولو په موخه تللي وو.

د لیګت په خبره، له کورونا سره، سره امریکايي ځواکونه د خپلو افغان همسنګرو ملاتړ ته ژمن دي او له هغوی سره ګډ کار کوي.

امریکایي او داخلي امنیتي چارواکي داسې مهال د هیواد شمال ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو له لوري په شپنیو چاپو او عملیاتو کې زیاتوالی راغلی او ملکي وګړو ته یې ځاني او مالي تلفات اړولي.

په ورته وخت کې طالبانو بیا پر امریکا او ملاتړو یې د توافقنامې د عملي کولو غږ کړی، د ګډو ځواکونو له لوري په لاره اچول شوي وروستي عملیات یې غندلي او د توافقنامې خلاف یې بللي.

بل لور ته حکومت بیا پر طالبانو غږ کړی، څو د روژې د میاشتې په مناسبت اوربند وکړي؛ خو طالبانو یې دا غوښتنه، غیرمعقوله بللي او ټینګار یې کړی، چې که له امریکا سره شوې توافقنامه عملي شي اوربند او مذاکراتو ته لاره برابرولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د خبر له متن څخه :
«په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو له لوري په شپنیو چاپو او عملیاتو کې زیاتوالی راغلی او ملکي وګړو ته یې ځاني او مالي تلفات اړولي.»

موږ د توافقنامې د لاسليکېدو له امله خوشاله وو چي دا مظلوم او بې چاره ولس به له دغو کړاوونو وژغورل سي ، خو داسي ونه سول او خلک لاهم د ډول ډول ناخوالو سره مخ دي، بس الله دي خپل فضل وکړي.

الحاج استاذ بیانزی

کفر حق پټونی ته وایی . هغه چه وایی نه کوی او څه چه کوی هغه نه وایی د کفارو له کفری خصلت په ډاګه وه چه دا توافقنامه که د امریکایانو د استعماری ګټو سره به ټکر کی وی ، توافقنامه لاسلیک کول به ګټه ونه لری . کفار چه د خپل خالق او مالک خالقیت او مالکیت څخه انکار کوی نو د مخلوق سره به کله خپلی ژمنی وساتی. قطر کی د توافقاتو له اونیو میاشتو ته غځیدل د همدی امله وو چه که د غلامی اداری سره یی مخامخ خبرو ته مجبور کړی یعنی ځینی طالبان په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx