افغانستانروغتیا

کابل نیوز: د روغتیا وزیر او مالي معین د وزارت پروژې شخصي موسسې ته ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ غوایي، ۱۳۹۹ل): کابل نیوز خبري اژانس خبر ورکوي، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند یې ځينې داسې اسناد ترلاسه کړي، کوم چې ښيي د روغتیا وزیر او مالي معین د وزارت پروژې خپلې شخصي موسسې ته ورکوي.

د کابل نیوز د راپور له مخې، د عامې روغتیا وزارت نوی مالي او اداري معین شفیق الله شهیم چې د ټاکل کېدلو یې میاشت نه ده پوره شوې، د روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز سره د یوې شخصي موسسې (انجیو) شریک دی او هڅه کوي، چې د یاد وزارت زیاتره پروژې د دغې موسسې له لارې پلي کړي؛ څو ګټه یې دوی ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د روغتیا وزارت درې معینان د فساد له امله له دندو ګوښه او پر ځای یې درې نوي کسان وټاکل شول.

بل لور ته کابل نیوز وايي په لاس ورغلي اسناد ښيي، چې: د عامې روغتیا وزیر مستقیماً په فساد کې ښکیل دی.

زیاته شوې چې، د فیروز الدین فیروز ماموریت د ختمېدلو په حال کې دی؛ نو ځکه هغه د خپلې شخصي موسسې مسؤول معین وټاکه؛ تر څو د ده د فساد دوسیې و نه څېړل شي او د له منځه وړلو زمینه ورته برابره شي.

باید وویل شي، چې شفیق شهیم وړاندې په روغتیا وزارت کې د روغتیايي سیستم د تقویې ادارې مسؤول په توګه دنده پرمخ وړله، چې وخت ناوخته د سلګونه زرو ډالرو د فساد تورونه پرې لګېدل. خو ده بیا دغه تورونه رد کړي دي.

نوموړی وایي: ”هېڅ ډول پروژه شخصي موسساتو ته نه ده ورکړل شوې”.

باید وویل شي، چې ډیری وخت په زیاترو حکومتي چارواکو، وزیرانو او ان ولسمشر غني او د هغه پر میرمنې رولا غني باندې شخصي موسساتو ته د پروژو د ورکړې تورنه لګیدلي دي، چې وخت ناوخته یې اسناد افشا شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

عنقا به سي پيدا ، خو نه به سي پيدا
د دې بېوزلو خلکو غمخوره په رښتيا
د خلکو پر هډوکو، پر وينو او پر غوښو
ده ډېرو را اخيستې غليم سره سودا

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx