نړۍ

پېښور کې په شور کولو د وژل شوې ۸ کلنې انجلۍ لپاره د عدالت غوښتنې کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ غوایي، ۱۳۹۹ل): تېره ورځ پاکستاني رسنیو خبر خپور کړ، چې د پښتونخوا په مرکزي ښار (پېښور) کې یو تن خپله ورېره (د ورور لور) له دې امله وژلې چې په انګړ کې یې شور جوړ کړی و.

ویل کیږي، چې وژل شوې ۸ کلنه انجلۍ ایشال نومېده، چې د ارباب روډ سیمې اوسېدونکې وه.

د پېښور پولیس وایي: فضل حیات نومي کس خپله ورېره وروسته له هغې ووژله، چې په انګړ کې یې شور کاوه.

Image may contain: 1 person, close-up and indoor

دوی زیاتوي: ایشال د پېښې پر مهال ځای پر ځای مړه شوې او تره یې له کوره تښتېدلی دی، چې د پولیسو تر تعقیب لاندې دی.

باید وویل شي، چې د ایشال د وژنې خبر په رسنیو کې هم چټک غبرګون موندلی او ډېرو کسانو د هغې لپاره د عدالت غوښتنه کړې ده.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په خپلو اکاونټونو او والونو (#justiceforeshal) هېشټیګ کارولی او له حکومته یې غوښتي چې مجرم ته درنه سزا ورکړي.

د پېښې عیني شاهدان وايي، «دغه پېښه دوه ورځې وړاندې ترسره شوې؛ خو امنیتي ادارو یې په ځواب کې کوم مثبت ګام نه دی اخیستی».

باید وویل شي، چې د پښتونخوا په شمول د پاکستان په ۴ واړو ایالتونو (صوبو) کې هر وخت پر کوچنیو انجونو د جنسي تیري او د پیسو په بدل کې د هغوی له وژنو خبرونه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx